د مارچ اتمه؛ معترضې میرمنې د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» له شعارونو سره د کابل واټونو ته راووتلې

اطلاعات روز: د معترضو ښځو يوه ډله نن (چهارشنبه، ۱۷ د کب) د مارچ د اتمې يا هم د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د کابل واټونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه يې ورکړل.

دې ښځو په خپل پرېکړه ليک کې وويل، چې دا دويم د مارچ اتم دی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې دي.

د معترضو ښځو په پرېکړه‌ليک کې راغلي، چې نړۍ بايد خپله «شرموونکې» چوپتيا ماته کړي او د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان له ښځو سره په څنګ کې ودرېږي او د افغانستان د ښځو غږ بدرګه کړي.

دوی وويل: «نړيواله ټولنه بايد د افغانستان د خلکو د حقونو مدافع وي، نه طالبانو ته باج ورکوونکي. د طالبانو ډلې ته هره اونۍ د څلوېښت ميليونه ډالرو په را لېږلو سره د ښځو په حق کې ظلم مه کوئ.»

معترضو ښځو ويلي، چې پر طالبانو نور بنديزونه او د ملګرو ملتونو جدي اقدامات يوازينۍ لاره ده چې کولای شي دا ډله د افغانستان د ښځو د غوښتنو منلو ته چمتو کړي.

دې ښځو زياته کړې چې د دوی غوښتنه يوازې «د طالبي ښوونځيو، طالبي پوهنتون او له طالبي نقاب سره کار او دندې ته تلل نه دي، بلکې نړۍ بايد پوه شي چې د افغانستان ښځې له نارينه‌وو سره برابر سياسي مشارکت، عادلانه ټاکنې، د خلکو د رايې پر اساس راغلی حاکميت او د عدالت پلي کېدل غواړي.»

معترضو ښځو د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د دوی تر څنګ ودرېږي او له خودجوشه خوځښتونو سره دې يو ځای شي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته پر ښځو پراخ بنديزونه لګولي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د مارچ د اتمې يا هم د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه پيغام کې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د «سختو» بنديزونو د ژر لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

دې دفتر نن ويلي، چې طالبانو پر داسې قوانينو تمرکز کړی چې اکثريت ښځې او نجونې په عملي توګه په کورونو کې زنداني کوي.

يوناما زياته کړې چې د طالبانو بنديزونه له بنسټيزو ازاديو او د بشري حقونو له هغو تعهدانو سره په ټکر کې دي چې د بشري حقونو په اړوندو اسنادو کې راغلي دي او د څو لسيزو تر جګړې وروسته د پرمختګ لپاره د افغانستان لرليد زيانمنوي.