اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولايت په کامې ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودېدو له کبله یو پنځلس کلن ماشوم وژل شوی دی.
د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي هلال احمد وویل، چې دا پېښه نن (چهارشنبه، ۱۷ د کب) سهار ۱۱:۰۰ بجې د دغې ولسوالۍ د شیرګړ قریې اړوند «کوډیو» کلي غره ته څیرمه رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي وژل شوی ماشوم شپونکی و او په غره کې یې رمې څرولې، چې یوه مرمۍ یې موندلې او بیا یې ټکوله چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې او خپله پکې وژل شوی دی.
د کامې ولسوالۍ ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې پېښه د یوې ناچاوده مرمۍ له امله رامنځته شوې ده.
طالبانو نه دې ویلي چې یاد ماشوم د څه ډول مرمۍ له امله وژل شوی دی.
د ننګرهار اوسېدونکي اندېښنه ښیي چې د دغه ولایت په ډېری سیمو کې لا هم ځمکني ماینونه او ناچاوده توکي پاتې دي چې باید له منځه ولاړ شي تر څو د خلکو د مرګ ژوبلې لامل نه شي.
د هیواد په ډیری سیمو کې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کیږي، چې قربانیان یې ماشومان او میرمنې وي.