اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، چې د ښرنې ښار د ماسټرپلان عملي کېدو په موخه یې عملي چارې پېل کړي.
د طالب مسوولینو په خبره چې د دې پروژې پر مهال یې د ښار اړوند څلور مارکېټونه چې په ناقانونه ډول جوړ شوي و، ویجاړ کړي.
د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د کور او ښار جوړونې ریس محمد طاهر د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې هغه رغنیزې ودانۍ چې د ماسټرپلان د نقشې خلاف جوړشوي وي، مالکانو ته به یې په بدل کې ځانګړې شوې ځمکې ورکول کیږي.
د ښرنې ښار اوسېدونکي هم د ماسټرپلان عملي کېدو هرکلی کوي، خو له طالبانو غوښتنه کوي چې دا چارې دې له توپیري چلند پرته د ښار په ټولو برخو کې عملي او د ښار د پراختیا لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
بل لورته د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د هغو ودانیو څښتنان چې اوس یې مارکېټونه نړول کیږي د طالبانو له حکومت څخه د مالي خسارې غوښتونکي دي.
په پکتیکا ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولایت په ارګون، خیرکوټ او وازیخوا ولسوالیو کې هم د نقشې مطابق په ماسټرپلان عملي کېدو کار پېل شي.
په ورته مهال بیا د پکتیکا ولایت د طالبانو له خوا ویل شوي چې نن یې په ښرنې ښار کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د رغونې کارونه هم پېل کړل، چې مالي لګښت یې د ښاروالۍ ریاست له خوا ورکول کیږي.