له تیریدونکي توپانه د غوټيو ساتونکي

زهما عظيمي

ستاره په ورو ګامونو او محتاط نظر سره په دروازه راننوته. ورزشي بوټان يې په پښو دي، تور کميس او زرغون پتلون او ګلابي ټيکری يې پر تن دي. له لېرې ښکارېده چې يو کتاب او يوه وړه کتابچه يې په څنګ کې نيولي دي. څرنګه چې تر دروازې راننوته نو له خولې او پزې يې ماسک ايسته کړ او خندانه څېره يې را ښکاره شوه. ښي لور ته وګرځېده او څلورو نجونو ته چې په خبرو اخته وې سلام وکړ. هغو څلورو نجونو هم ستارې ته مخ راواړاوه او په خندا – خندا يې د يوه بل د حال پوښتنه وکړه.

ستاره له څلورو ملګرو سره د کتابتون د دروازې لور ته روانه شوه. زه او مرتضی تابش د کتابتون په دروازه کې ولاړ و او کيسه مو کوله. ښاغلی تابش چې د دې نجونو د انګليسي ژبې ښوونکی دی، ما ترې وپوښتل په دې ښوونيز مرکز کې څومره زده کوونکي زده کړې کوي؟ ده وويل: «دوه سوه زده کوونکي په دې مرکز کې په بېلابېلو کچو انګليسي ژبه او رياضيات زده کوي. دا مرکز نجونو ته ځانګړی دی. له لسم څخه تر دولسم ټولګي نجونې. دا نجونې نړيوالو پوهنتونو ته د لار موندنې په هدف انګليسي ژبه زده کوي. له دې زده کوونکو څخه ديرش نفره يې پوهنتونونو ته د تلو لپاره تيار دي. ځينو يې له يو شمير امريکايي پوهنتونونو د منل کېدو ليکونه هم تر لاسه کړي دي. دا ديرش نفره بايد د دولينګو ازموينه ورکړي. موږ له دوی سره د دې ازموينې د مهارتونو او پوهنتونونو ته د غوښتنليکونو د ورکړې په تړاو کار کوو.» تابش يو شيبه چوپ شو. په دې وخت کې ستاره او ملګرې يې موږ ته راورسيدې، سلام يې وکړ او کتابخانې ته دننه ولاړې.

د دې کتابخانې يوه برخه ښوونيز مرکز دی. شاوخوا څلور زره کتابونه د کتاب پلورونکو او نورو افرادو له لوري دې کتابخانې ته ډالۍ شوي دي. د کتابخانې يوه لور ته انګليسي کتابونه ښودل شوي او نورو اړخونو ته فارسي کتابونه ښودل شوي دي. دې کتابخانې ته قفسونه، ميزونه، چوکۍ او فرش هم خلکو ورکړي دي. زه او تابش تازه کتابخانې ته ننوتلو چې باقر نيازی هم راغی. ښاغلی نيازی د دې مرکز له بنسټ ايښوونکو څخه دی. له ده مې وپوښتل چې د دې ښوونيز مرکز په اړه معلومات راکړي. دی پر څوکۍ مخامخ راته کېناست او ويې ويل: «کله چې د نجونو پر وړاندې ښوونځي وتړل شول، نو پر دې مې فکر کاوه چې څه کولای شم. ذهن ته مې دا راغله چې د نجونو لپاره د ژبې د زده کړې يو مرکز جوړ شي. له همدې وجې مې له ملګرو سره مشوره وکړه او د دې بنسټ طرح تياره شوه. بالاخره د نجونو دانايي تعليمي موسېسه يا هم Girls College  جوړ شو. د دې مرکز خدمات مفت او نجونو ته ځانګړي دي. دا مرکز د دوستانو په مرسته چلېږي. همدا کتابونه، ميزونه، چوکۍ او هر څه خلکو ډالۍ کړي دي.»

ښاغلي نيازي د دې موسېسې د برنامو تشريح کوله چې د کتابتون شاوخوا شپاړس شاګردان راغلل. نيازي په ډاډ او هيله منده توګه دې زده کوونکو ته اشاره وکړه او خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ: «نجونې کتابخانې ته راځي، تر څو هر هغه کتاب ولولي چې خوښ يې وي، خپلې کورنۍ دندې کوي او له يوې – بلې سره پر خپلو برنامو خبرې کوي. دا شپاړس زده کوونکې له هغو ديرشو زده کوونکو څخه دي چې نړيوالو پوهنتونونو ته د تلو لپاره تياری کوي.» دا شپاړس زده کوونکې چې موږ ته رانږدې شوې، موږ ته يې سلام وکړ او د کتابونو الماریو لور ته ولاړې.

د نجونو د دانايي تعليمي موسېسه تر فعاليت پېلولو يو څه وخت وروسته د طالبانو په امر تړل کېږي، خو بيرته د طالبانو په غوښتنه دا موسېسه پرانیستل کېږي او نجونې بيرته خپلو درسونو ته راګرځي. ښاغلی نيازی وايي: «موږ تازه فعاليت پېل کړی و چې اسلامي امارت (طالبانو) امر وکړ چې ښوونيز مرکزونه دې وتړل شي. موږ د موسېسې دروازې قلف کړې او په دې فکر کې و چې څرنګه ښوونيز خدمات وړاندې کړو، ځکه ما ليدلي و چې نجونې استعدادونه لري او که لارښوونه ورته وشي نو په اسانۍ سره کولای شي د نړۍ معتبرو پوهنتونونو ته لار پيدا کړي. په همدې فکر کې و چې اسلامي امارت موږ ته وويل چې موسېسه خلاصه کړو. موږ هم په خوشالي او انرژۍ سره دويم ځل بيرته فعاليت پېل کړ. د دې موسېسې ساتونکی د طالبانو له خوا معرفي شوی دی. دی په حقيقت کې په دې موسېسه کې د امارت استازی دی.»

د دې موسېسې اصلي تمرکز د انګليسي ژبې پر زده کړه دی تر څو ښځينه زده کوونکې د دولينګو ازموينې د ورکولو لپاره چمتو کړي. له دې سره – سره د رياضياتو زده کړه هم د دې تعليمي موسېسې د برنامو برخه ده، ځکه د ښاغلي نيازي په وينا: «ما د دې موسېسې تر جوړولو وړاندې له ځينو نړيوالو پوهنتونو سره خبرې وکړې. ما ورته وويل چې يو شمير نجونې د نړۍ معتبرو پوهنتونو ته د تلو وړتيا لري. هغوی راته په ځواب کې وويل، چې که دا نجونې وکولای شي چې د انګليسي ژبې يوه نړيواله ازموينه په برياليتوب سره ورکړي او د رياضياتو پوهه يې هم ښه وي، موږ دا زده کوونکې منو. له همدې وجې د دې موسېسې اصلي تمرکز د انګليسي او رياضياتو پر زده کړه دی.»

کومې زده کوونکې چې د نجونو په دانایی تعليمي موسېسې کې زده کړې کوي، اکثريت يې له غريبو کورنيو څخه دي. له همدې وجې، د دې موسېسې خدمات مفت دي. ستاره او يو څو ټولګيوالې يې توانيدلې دي چې له امريکايي پوهنتونونو د منل کېدو ليکونه تر لاسه کړي. دې پوهنتونونو له ستارې او د دې له ټولګيوالو غوښتي چې د دولينګو د نړيوالې ازموينې سند دې ورته ولېږي، خو دا زده کوونکې په دې ازموينه کې د ګډون لګښت هم نشي پوره کولای.

ستاره وايي: «له نېکه مرغه زه د متحده ايالاتو يوه پوهنتون منلې يم خو اوس د دولينګو په ازموينه کې د ګډون پيسې نه لرم. دا چې د دولينګو د ازموينې سند مې واخيست، پوهنتون ته يې لېږم تر څو د کارشناسۍ په برخه کې د لیسانس زده کړې پېل کړم او په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپل وطن لپاره يوه ګټوره غړې شم. هيله لرم چې وطن مې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغانستان د ټولو ښځو  لپاره يو امن ځای وي.» ستارې دا خبرې په داسې حال کې کولې چې په سترګو کې يې هيلو څرک واهه او د غږ په آهنګ کې يې د هوډ پوخوالی څرګند و. د دې د نه تسليمېدو روحيې راته ځواک راکړ.

د نجونو د دانايي تعليمي موسېسه چې د باقر نيازي او د ده د ملګرو په همت جوړه شوې ده، غواړي چې هر کال تر زرو پورې ښځينه زده کوونکې نړيوالو پوهنتونو لپاره چمتو کړي. دا موسېسه توانيدلې چې د خپلو زده کوونکو لپاره په امريکا کې لارښوونکي پيدا کړي تر څو له دې زده کوونکو سره پوهنتونو ته د غوښتنليک په چمتو کولو، د تاييد په اخيستلو او د انګليسي ژبې د نړيوالې ازموينې   په ورکولو کې مرسته وکړي. ښاغلی نيازی وايي: «د خپلو ملګرو په همکارۍ توانيدلې يو چې په امريکا کې د دې موسېسې د زده کوونکو لپاره لارښوونکي پيدا کړو. اکثريت دا لارښوونکي امريکايي وګړي دي او هر يو په ډېره حوصله او ډېره ليوالتيا زموږ زده کوونکو ته ورښيي چې څرنګه غوښتنليک وليکي، څرنګه د ژبې ازموينه ورکړي او کوم پوهنتونونو ته غوښتنليک ولېږي. دا لارښوونکي د امريکايي پوهنتونونو له تحصيلي نظام سره بلد دي او زموږ شاګردان په ډېري اسانۍ سره دې پوهنتونونو ته د تلو لپاره چمتو کوي. زه له دې لارښوونکو مننه کوم.

خو اجازه راکړئ چې د افغانستان له هغو وګړو يوه ګيله وکړم چې په معتبرو پوهنتونونو کې يې درسونه ويلي، ځکه د دوی ډیریو زموږ غوښتنې رد کړي او زموږ د زده کوونکو د لارښوونې مسووليت يې نه دی منلی. غواړم ووايم که موږ په رښتيا هم غواړو چې د افغانستان لپاره کار وکړو، نو له مسووليت څخه بايد ځان خلاص نه کړو او په اخر کې يوازې پر ټولنيزو رسنيو د مبارزې شعار ورکړو. راشئ د يوه بل په مرسته ستونزې حل کړو.»

د دې موسېسې پر وړاندې يوه بله ستونزه له شرعي محرم پرته د ښځو پر سفر د طالبانو بنديز دی، خو ښاغلي نيازي د دې مشکل د حل لپاره د زده کوونکو له اولياوو ژمنه اخيستې ده چې له هغوی سره به په تحصيلي سفر کې ملتيا کوي. دی وايي: «ما د هرې زده کوونکې له کورنۍ څخه ژمنه اخيستې چې په تحصيلي سفر کې به د خپلو نجونو ملګرتيا کوي. حتا که د سفر لګښت ونه لري، ما ورسره ژمنه کړې چې د ملګرو په مرسته به يې ورته برابروم.»

د نجونو د دانايي تعليمي موسېسې پيغام دادی چې په دې سختو شرايطو کې بايد هيلې پيدا کړو او تسليم نه شو. وجيهه د دې تعليمي موسېسې د ژبې له زده کوونکو څخه ده، دا وايي: «کومه ورځ چې ډېره ناهيلې د ښوونځي له بندو دروازو را وګرځیدو، فکر مې وکړ چې ټولې هيلې مې وسوځيدې او ايرې شوې. په هماغه شيبه چې مې د ښوونځي جامې اوتو کړې او په المارۍ کې مې کېښودې، احساس مې وکړ چې د هيلې ټولې دريڅې مې پر مخ تړل شوې دي. ډېري شپې مې په خپګان تېرې کړې او ماښام به مې بيا د غمګين سهار په اړه فکر کاوه؛ خو بالاخره مې تصميم ونيوه چې نه تسليمېږم او له دې سختو شرايطو به استفاده کوم چې نوره هم پياوړې شم.

په همدې فکر کې وم چې د دانايي تعليمي موسېسې په اړه خبره شوم. په ډېر شور، خوشالۍ او اميد سره مې دا زېری خپلو ملګرو ته ورساوه او دلته راغلو نومليکنه مو وکړه. اوس په انرژۍ او فولادي ارادې سره درس وايو تر څو په راتلونکي کې د خپل وطن لپاره ګټورې نجونې شو. هيله لرم چې اسلامي امارت ژر تر ژره ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر وړاندې پرانيزي تر څو د علم له لارې خپل هیواد ورغوو. د خپل وطن نجونو ته مې پيغام دادی چې تسليمې نشي او له ډېر کم فرصته دې د خپلې پياوړتيا لپاره استفاده وکړي.»

د دې تعليمي موسېسې د بنسټګرو په اند د افغانستان تر ټولو لويه ستونزه جهل دی او دا ستونزه بايد په قلم سره حل شي. ښاغلی نيازی وايي: «اصلي مبارزه داده چې خپل وطن له جهالته وژغورو. دا سختې ورځې هم تېرېږي. هيله بايد له لاسه ورنه کړو.» کله چې نيازي دا خبرې کولې، د ټولو زده کوونکو پر مخ د هيلو موسکا خپره شوه. نيازی او مرستندويان يې د هغو کسانو په څېر دي چې له توپانه غوټۍ ژغوري.