طالبانو په کابل کې څلور معترضې ښځې ونيولې

اطلاعات روز: معترضې ښځې وايي، چې طالبانو په کابل کې د لاريون پر مهال څلور ښځې نيولې دي.

سرچينې د نيول شويو ښځو نومونه ياقوت ماندګار، ملالۍ هاشمي، رقيه ساعي او فاطمه محمدي يادوي.

د سرچينو په وينا، دا ښځې نن (يکشنبه، ۶ د وري) په کابل ښار کې نيول شوې دي.

د ښځو يوې ډلې د «حق، عدالت او ازادۍ» په شعار سره د کابل په لارو – کوڅو کې لاريونونه وکړل. طالبانو دا لاريون تیت و پرک کړ او د معترضينو مخه يې ونيوله.

طالبانو تر دې وړاندې هم ښځينه اعتراض کوونکې ځپلي او يو شمير يې نيولې دي.