اميري: د مدافعانو د غږ چوپولو نورو ځايونو کې پایله نه ده ورکړې، افغانستان کې به هم ګټه ونه لري

اطلاعات روز: د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ويلي، مدافعان چې د خلکو د ارادې منعکس کوونکي دي، د هغوی د غږ چوپولو په نورو ځايونو کې نتيجه نه ده ورکړې او په افغانستان کې به هم کومه پایله ونه لري.

دې تېره شپه (سې‌شنبه، ۸ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د هغو ښځو او نارينه‌وو د نيونې ګڼ راپورونه خپاره شوي چې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي ملاتړ کوي.

طالبانو په تازه توګه د «قلم لار» بنسټ مشر مطيع الله ويسا له خپلو دوو وروڼو سره نيولی دی. دې بنسټ په لېرې پرتو سيمو کې ماشومانو ته سيار ښوونځي جوړ کړي او هغوی لوست ته هڅوي.

ويسا په ولسواليو کې له قومي مشرانو سره په خبرو کې د نجونو د زده کړې پر اړتيا ټينګار کاوه او له طالبانو يې هم غوښتل چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.

د ويسا نيونې د بهرنيو هيوادونو او بشري حقونو د بنسټونو ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر رسنيو د څار رييس عبد الحق حماد ويلي، چې له غبرګونونو داسې ښکاري چې د يوې لويي دسېسې مخه نيول شوې ده.

همدا راز حماد زیاته کړې چې د ويسا اقدامات د طالبانو د حکومت لپاره شکمن و او دا ډله حق لري چې له داسې خلکو وضاحت وغواړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم فعالان، د پوهنتون استادان او خپل منتقدين نيولي او زنداني کړي دي.