د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د ښځو ننګونې

مژده تابش نور

په ټولنه کې د ښځې ارزښت او حيثيت يو له هغو موضوعاتو څخه دی چې د بشريت په تاريخ کې ورته تل پاملرنه شوې او بحث پرې شوی دی. تر شلمې پېړۍ وړاندې، ښځې د تبعيض او حقونو او ټولنيز حيثيت ته يې د نه پاملرنې له وجې له زياتو ستونزو سره مخ وې. خو په شمالي امريکا کې د کارګرو ښځو لومړۍ مبارزې او تر دې وروسته د اروپا يو شمېر ښځو په ټولنه کې بدلونونه راوستل چې له امله يې په ټولنه کې د ښځو ارزښت او حيثيت ورسره ښه شو. همدا چلند د دې لامل شو چې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې يې د ښځو ټولو مبارزو ته الهام وکړ. د ۱۹۷۹ ډسمبر پر ۱۸مه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د نه کېدلو د کنوانسيون (CEDAW) تصويب کېدل د همدې پاڅونونو پايله وه او له امله يې غړي هيوادونه د دې کنوانسيون ملاتړ او ساتنې ته ژمن شول.

په دې لنډه ليکنه کې مې هغه ځورونې را اخيستې دي چې د افغانستان ښځې ورسره اوس مهال مخ دي او د هر فرد زړه دردوي. دا ښځې د انساني ټولنې برخه دي او د خپلواکو انسانانو په توګه په کورنيو او عامه ټولنه کې مهم رول لري. دوی هم د ټولې نړۍ د ښځو په څېر حق لري چې په ټولنه کې د خپلواک او معتبر شخصيت په توګه په احترام او برابرۍ ورسره چلند وشي.

د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره د افغانستان د ښځو مبارزې او غوښتنې، د نورې نړۍ د ښځو له مبارزو او غوښتنو سره يو ډول دي. دوی هم غواړي چې د ازاد او احترام وړ شخصيت په توګه په ټولنه کې ژوند وکړي او له نارينه‌وو سره مساوي حيثيت ولري. لکه څرنګه چې د فارسي  ژبې مشهور شاعر سعدي انسان له يو همغږي واحد او د يوه بدن له غړو څخه جوړ ترکيب يادوي، همدارنګه د نړۍ په هره ګوښه کې د ښځو د حقونو نقض په واقعي توګه په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو نقض دی او د جنسيتي برابرۍ د ودې او په دې لړ کې د جنسيتي تبعيض د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو او غړو هيوادونو تعهد او مسووليت منل بايد ضروري وي او په هيڅ صورت ترې انکار ونشي. د ۱۹۷۹ پر مهال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کېې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعيض د مخنيوي کنوانسيون (CEDAW) همدا باور تاييدوي چې جنسيتي برابري او د جنسيتي تبعيض مخنيوی د پايدارې ودې، سولې او ټولنيز او اقتصادي عدالت لپاره بنسټ دی. له همدې کبله د دې يادونې کول اړين دي چې ملګري ملتونه او غړي هيوادونه يې مسووليت لري چې د دې لويو موخو په لاسته راوړنه کې مرسته وکړي او هڅه وکړي چې د نړۍ په ټولو ټولنو کې د جنسيتي تبعيض مخنيوی وشي.

د ۲۰۲۱ اګست پر پنځلسمه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د افغانستان ښځې د تاريخي استبداد له بدترينې بڼې سره مخ دي چې بېلګه يې يوازې د دې ډلې په لومړۍ دوره کې چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې وه، موندل کېږي.

دلته د دې شونتيا نشته چې د هغو ټولو ظلمونو او نابرابريو يادونه وکړم چې دوی يې د ښځو پر وړاندې کوي. په دې لړ کې يوازې مهمو مواردو ته اشاره کوم.

د دې ډلې د سترې محکمې د رييس ملا عبدالحکيم حقاني کتاب چې د «الامارة الاسلامية و نظامها» په نوم خپور شوی دی، د دې ډلې لپاره د مانيفيسټ او کړنلارې حيثيت لري. دا مانيفيسټ د دې ډلې د مشر ملا هبت الله آخوندزاده چې تر اوسه يې خلکو څېره نه ده ليدلې، تاييد شوی دی. ده پرې يوه مقدمه کښلې چې دې کتاب د دې ډلې لپاره د لارې نقشه ايستلې ده. په دې کتاب کې ښځه ناقص العقل والدين، ضعيفه او ناتوانه ګڼل شوې او د نارينه تر کنټرول او ادارې لاندې تعريف شوې ده. ښاغلی عبدالحکيم ښځه د نسل د توليد او اولاد د روزنې مسووله ګڼي. زده کړې، له کوره دباندې کار او د ښځو ټولنيز او فرهنګي فعاليتونه چې د هغوی اساسي حقونه ګڼل کېږي، د جاهلي او کفري نظام رواجونه او دودونه ګڼي او له هغه نظام سره يې په ټکر کې بولي چې دی يې الهي نظام ګڼي. له بله اړخه، له کومه وخته چې دا ډله واکمنه شوې ده، د دې ډلې رهبر د دې کتاب له منځپانګې سره سم يې د ښځو پر خلاف د بنديزونو د لګولو ۲۲ فرمانونه ورکړي لکه ښوونځيو او پوهنتونو ته د تګ مخنيوی، پارک ته د تلو مخنيوی، د ښځينه ورزشي سالونونو تړل کېدل، د ښځينه حمامونو تړل کېدل، له نارينه محرم پرته د ښځو پر سفر بنديز او په ادارو او موسېسو کې د ښځو پر کار کولو بنديز.

د طالبانو په قوانينو کې هيڅ داسې ماده نشته چې د ښځې د ډېر لږ کرامت او شخصيت تضمين هم وکړي. حتا ښځه نشي کولای چې د ضروري چارو لکه غلا او تېري په تړاو د هغوی محکمو ته مراجعه وکړي، البته داسې حق غوښتنه د ښځې د محرم لکه د مېړه، پلار او يا ورور له خوا کېدلای شي.

که له بنديزونو او جنسيتي تبعيض څخه را تېر شو، کومې ښځې چې د ګناه او خطا په تور نيول کېږي، له هغوی د وېروونکو شکنجو په وسيله جبري اعتراف اخيستل کېږي او که يې جرم دروند وګڼل شي، د دې ډلې د محکمو له لوري په عام محضر کې سنګسار او په ډزو وژل کېږي. د بېلګې په توګه د دې ډلې د تاوتريخجنو لسګونو مستندو پېښو ته اشاره کېدلای شي، لکه: زما په پلرني ټاټوبي کې کريمه چې ۳۵ کلنه وه، د بدخشان ولايت په نسي ولسوالۍ کې د دې ډلې د ابتداييه محکمې په امر د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې سنګسار شوه.

سره له دې چې وضعيت ډېر بد دی، سخت سانسور دی او د ۵۰ سلنه رسنيو فعاليتونه درېدلي دي (چې دا مسئله د بې پولې خبريالانو بنسټ هم تاييدوي) خو بيا هم له ښځو سره د بد وضعيت وحشتناک خبرونه رسنيز کېږي. د بېلګې په توګه، الهه دلاورزۍ چې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم کاله محصله وه او پلار يې د پخواني دولت نظامي جنرال و، د طالبانو له لوري نيول کېږي او د دې ډلې په زندان کې پرې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د پخواني وياند سعيد خوستي له لوري تېری کېږي او تر دې وروسته ورسره دا کس په جبري توګه نکاح کوي. دا په کور کې د يوې بندۍ په توګه ساتل کېدله، خو تر تېري، شکنجې او بد چلند وروسته هم وتوانېده چې د يوې ويډيو له لارې هغه څه رسنيز کړي چې پر دې تېر شوي دي. په دې ويډيو کې په ښکاره ليدل کېږي چې د دې ښځې پر بدن ټپونه دي او لاس او سر يې مات شوي دي. دې د خپلې ژغورنې لپاره له نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو مرسته وغوښته.

زينب عبداللهی يوه بله ځوانه نجلۍ وه چې د کابل ښار په ديارلسمه ناحيه کې د واده له يوه محفل څخه را روانه وه او د طالبانو د تلاشۍ په ځای کې له دې وجې په ډزو ووژل شوه چې بشپړ حجاب يې نه دی رعايت کړی.

کومو ښځو چې د دې ډلې د جنايتونو پر خلاف غږ پورته کړی دی، يا هغه ښځې چې پخوا په امنيتي ادارو کې وې يا هم په ټولنيزو فعاليتونو کې ښکيلې وې، د هغوی پر کورونو شپني يرغلونه د دې ډلې د وحشت نورې بېلګې دي. دا شميرې دومره زياتې دي چې يو په يو نشي يادېدلای.

ښايي دا پوښتنه را پيدا شي چې افغانستان ولې د نړۍ د هيوادونو تر منځ يوه استثنا ده، ولې له نوې پوهي او تجربو ګټه نه اخلي او د بدلون او اصلاحاتو لپاره اغېزناک ګام نه پورته کوي؟ په داسې حال کې که شاته وګورو نو ويلای شو چې ښځه زموږ په تاريخ او زاړه فرهنګ کې مهم رول لري. درې زره کاله وړاندې زموږ په فرهنګ کې ښځې د ښکلو او پرېماني راوستونکو الهه‌وو په توګه پېژندل کېدلې. په سپېڅلو زردشتي کتابونو کې چې په پهلوي ژبه ليکل شوي دي، د ګڼو ښځو نومونه ياد شوي. د بېلګي په توګه «اناهيتا» يا ناهيد، دغدو (د زردشت مور)، هوی (د زردشت مېرمن) او پوروچيستا (د زردشت ګرانه وړه لور). چيستا د علم رب النوع ده چې په يونان کې د پوهې د الهه سياله ده، لومړنۍ پيدا شوې ښځه آهورامزدا په سامي اساطيرو کې د حوا په څېر ده. شهرناز او ارنواز د جمشيد لوڼې دي او همدا ډول جهيکا د اهريمن لور ده او نائيريکا د نېکي ښځې يوه بېلګه ده.

په پخوا وختونو کې زموږ پر خاوره داسې ډېرې ښځې وې چې مهم رول يې لوباوه. لکه امی تیس، خانم کوروش، آتسا، دختر کوروش، رکسانا، د داريوش لور، آزرمی دخت او توران دخت، د ساسانيانو په وخت کې د خراسان ملکې. همدا راز په فرهنګ، ادبياتو، شعر او موسيقۍ کې د رابعه بلخي، پروين اعتصامي او مخفي بدخشي په څېر شاعرانې او ليکوالانې مشهورې وې چې د تاريخ په تېرو مهالونو کې يې د دې حوزو په وده او ځلونه کې مهم رول ادا کړی دی. خو کله چې عربو د خراسان پر ځمکو بريدونه وکړل، د ټولنې فرهنګ او ارزښتونه د هغوی د مخالفت له وجې ډېر زيات اغېزمن شول. تر دې وروسته هغه مهال هم زموږ پر ټولنه بلاوې او افتونه نازل شول چې کله انګريزانو پر خراسان بريد وکړ او د کوچي قبايلو ملاتړ يې وکړ او د قومي ليد لرونکي واکمن يې وټاکل چې د دوی د استعماري موخو په ګټه و، تر دې وروسته دا زوړ ټپ نور جوړ نشو.

په کلي توګه څلور عوامل په ټولنه کې د ښځو د منل کېدلو د فکر مخه نيسي:

فرهنګي عامل: افغانستان يو داسې هيواد دی چې څو قومونه پکې اباد دي او ژبنۍ او مذهبي تنوع لري. په دې هيواد کې دوه فرهنګونه مخکښ دي: لومړی، د افغانستان  د خلکو عظيم او زوړ فرهنګ دی چې د پېړيو په اوږدو کې رامنځته شوی او د دې هيواد مهمه فرهنګي ځانګړنه ګڼل کېږي او يو شمير برخې يې د آشو او زردشت له لارښوونو سرچينه اخلي. پروفيسور دارمستتر په دې باور دی چې «په اوستا کې د کومې ښځې انځور کښل شوی، تر هغې هيڅ ځواکمنه او باحيثيته ښځه نشته». ځکه په لرغوني ايران کې ښځې يو ډېر لوړ حيثيت درلود چې اوس مهال يې هم په ډېری هيوادونو کې نه لري. له نارينه‌وو سره د ښځينه‌وو د مزدورۍ برابري، د زده کړې کولو حق، د مېړه انتخاب، ورزش (سوارلي، توره وهنه او غشي ويشتنه)، د روحانيت مقام ته رسيدنه، د ماشومانو سرپرستي او د ميندو لپاره ځانګړې پيسې تر دې چې د ساسانيانو په زمانه کې پوران دخت او آرزمي دخت پاچاهۍ ته ورسيدلې، ځکه د زردشت په قانون ګاتونو (اوستا) کې د ښځو او نارينه پر برابرۍ ټينګار شوی و.

دويم فرهنګ په حقيقت کې قبيلوي جوړښت دی چې د نارينه سالارۍ له دود او عادتونو څخه راپيدا شوی دی او په ديني رنګ او بوی سره زموږ د هيواد په سيمو کې د فرهنګ او عنعنې په توګه ځای پر ځای شوی دی. طالبان همدا فرهنګ د افغانستان د خلکو اصلي فرهنګ ګڼي چې د دې سيمې له اصيل فرهنګ سره هيڅ تړاو نه لري. دا تفکر چې له تاوتريخوالي جوړ دی، ښځه پکې تر نارينه ټيټه تصور شوې او هیڅ ډول انساني حقونه نشي تر لاسه کولای. دا يوازې په کور کې په پاتېدلو محکومه ده او يوازې بايد اولادونه وزېږوي، له کوره دباندې کار کول يې د نارينه وو لپاره شرم او د هغوی ګمراه کول ګڼل کېږي. د حيرانۍ ځای دادی چې طالبانو په ډېر جرأت په قطر کې له متحده ايالاتو سره د خبرو پر مهال دې فرهنګ ته اشاره وکړه او ټينګار يې دا و چې د دوی سياست او حکومت به د هغه فرهنګ او عنعنې پر اساس وي چې بنسټ يې «افغانيت او اسلام» دی. په حقيقت کې دوی د خپل فرهنګ په اړه خبرې کوي نه د افغانستان د اکثريت خلکو د فرهنګ په اړه او همدا راز نن چې د دوی په چلند کې څه ښکاري، هماغه څه دي چې د قطر په خبرو – اترو کې يې ياد کړي. طالبان ادعا کوي چې دا فرهنګ ديني اساس لري. په داسې حال کې چې غير طالب سياسي او مذهبي مشرانو د دې برعکس څه ويلي او تطبيق کړي دي. د مثال په توګه، د اسلامي دولت مجاهدين چې د ۱۹۹۲ پر مهال بريالي شول او د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته يې د افغانستان يو شمير برخې تر واک لاندې وې، په هغو سيمو کې يې د ښځو لپاره د جبري حجاب حکم ورنه کړ. د نارينه وو او ښځو پر وړاندې یې د پوهنتون دروازې پرانيستې او ښځو د مدير، رييس او وزير تر کچې کولای شول چې کار وکړي. خو کومې سيمې چې د طالبانو له لوري اداره کېدلې، د دې برخلاف چلند پکې کېده چې په حقیقت کې د دوی له دودونو، عرف او زېږدځای څخه اخيستل شوی دی.

سرحدي عامل: زموږ د ټولنې د مشکلاتو او بې نظمۍ يو عامل له سویلي ګاونډي (پاکستان) سره د ثابتې او کنټرول شوې پولې نشتون دی. د برتانوي هند تر تجزيې او د افغانستان په ګاونډ کې د ۱۹۴۷ پر مهال د تازه تأسيس شوي هيواد په توګه د پاکستان تر جوړېدو وروسته هيڅ دولت د نړيوال سرحد په توګه د ډيورنډ په نوم کرښې ته احترام نه درلود ځکه د افغانستان سياسي نظامونو د هغه منل د خپل اقتدار او واک پر وړاندې خطر ګاڼه.

له دې کرښې ناوړه ګټه اخيستنه تر دې حده ده چې د افغانستان د واک په معادلاتو کې د کرښې هغې غاړې خلکو ته رول ورکول کېږي. که څه هم له سویلي ګاونډي سره دې سرحدي انارشيزم نه يوازې تاجکان، هزاره، ازبک او نور قومونه اغېزمن کړي دي، بلکې د افغانستان پښتنه ټولنه يې هم زيانمنه کړې ده. خو له دې سره – سره، د دې قوم شووينيستان او د پښتنو تر منځ د واک تږي چې زموږ د پښتنې ټولنې يو ډېر کم اقليت دی، د دې وضعيت دوام د ځان په ګټه ګڼي او د دې کرښې له رسميت پېژندنې ډډه کوي. د پاکستان حکومت هم سرحدي ګډوډي د خپلو لاسوهونکو سياستونو په ګټه ګڼي، د دې کرښې د کنټرول او ساتنې لپاره هيڅ ډول اغېزناک عملي اقدام نه کوي.

اوس مهال د پاکستاني پښتنو ډېری يې د افغانستان پېژندپاڼه او پاسپورټ لري او په ټولټاکنو او ټولنيزو معادلاتو کې دخيل دي او حتا په ټولټاکنو او د افغانستان د ولسمشرانو په ټاکنه کې کليدي رول ادا کوي. ډېری وختونه داسې پېښېږي چې که د غير پښتنو په سيمه کې شخړه او جګړه را منځته کېږي د ډيورنډ د هغې غاړې قبايلي افقراد د اصلي فعالانو په توګه چلند کوي او ډېری وختونه د داخلي واک غوښتونکو او شووينستانو په ملاتړ د خپل بدوي فرهنګ د يوې برخې په توګه د ځايي خلکو املاک او جايدادونه ترې اخلي او له بده مرغه دا کار د افغانستان د اصلي قومونو او اصيل فرهنګ د څنډې ته کېدو لامل کېږي.

سياسي عامل: يو شمير بهرني هيوادونه چې د خپلو ګټو په لټه دي، په افغانستان کې د تاوتریخجن او بدوي فرهنګ له خپرېدو ګټه اخلي تر څو د افغانستان په خاوره کې خپل سيالان تر ځان شاته کړي. د دوی دا اقدام د افغانستان وګړي اغېزمن کړي دي او په پايله کې يې دا هيواد له جدي ستونزو سره مخ دی لکه ټولنيز او فرهنګي پرشاتګ او ضعيف اقتصاد. پخوا هم انګريزانو او عربانو همدا تکتيک کاراوه.

مذهبي عامل: د افغانستان په ټولنه کې د ننني افسوسناک وضعيت په را منځته کېدو کې د مذهب منفي اغېزي له پامه نشي غورځول کېدلای. د افغانستان د ټولنې په زوال کې د مذهب رول يوه پېچلې او بحث پاروونکې موضوع ده. کېدلای شي چې دين د اسانۍ، لارښوونې او اخلاقي اصولو د سرچينې په توګه استفاده شي، خو ورسره د سياسي موخو او يا هم افراطيت لپاره هم ګټه ځینې اخيستل کېدلای شي. په افغانستان کې د دين او سياست يوځایتوب د هيواد په بې ثباتۍ او شخړه کې مهم رول درلودلی دی. د مثال په ډول، طالبان له ښځو سره د خپل وحشي چلند، همدا راز پر مذهبي لږکيو د بريد او له ډيموکراسۍ سره د مخالفت د توجيه لپاره، د اسلامي قوانينو له دقیق تفسيره استفاده کوي. له دې سره – سره، د نارينه سالارۍ د ارزښتونو په پياوړي کولو او د جنسيتي برابرۍ او بشري حقونو پر لور د پرمختګ په مخنيوي کې مذهبي رهبران او بنسټونه خپل نفوذ لري. دې چارې د نه زغم او تبعيض له فرهنګ سره مرسته کړې ده چې له امله يې د ښځو او څنډې ته کړل شويو ټولنو په شمول د افغانستان پر ميليونونو وګړو منفي اغېز کړی دی. د افغانستان د ټولنې په جوړولو کې د دين رول په رسميت پېژندل او د تاوتريخوالي، ظلم او تبعيض لپاره د استفادې انتقادي ارزونه يې ضروري ده.

په پای کې دې واقعيټ ته اشاره کول غواړم چې سره له دې چې طالبانو يو داسې دولت را منځته کړی چې په مالي فساد، رشوت اخيستنه، باج اخيستنه او د ښځو، قومي او مذهبي لږکيو پر خلاف په بدترين ډول تاوتريخوالي کې ښکېل دی، خو بيا هم د ملګرو ملتونو له لوري يې په اونيزو مرستو ملاتړ کېږي چې دې چارې د ملګرو ملتونو ارزښتونو او اساسي اصولو ته د دې سازمان ژمنتيا تر جدي پوښتنو لاندې راوستلې.

دا ډېره د انديښنې وړ خبره ده چې د روڼتيا نړيوال سازمان په خپل کلني راپور کې د ۲۴ نومرو په ورکولو سره طالبان مثبت ارزولي او ښودلې يې ده چې هغوی په حکومتولۍ کې پرمختګ کړی دی. داسې ښکاري چې دا ارزونه دې ته پام نه کوي چې طالبان د بشري حقونو د نقض مستنده مخينه لري او نه هم ورته دا واقعيت مهم دی چې هغوی په دوامداره توګه هغو ارزښتونو او اصولو ته پام نه کوي چې ملګري ملتونه ترې دفاع کوي. له دې سره – سره دا وضعيت د افغانستان د ښځو څنډې ته کول او د ټولنې له اصلي جريان څخه د هغوی شړل ښيي. دا هيڅ د منلو وړ نه ده چې د افغانستان له نيمې ټولنې سره د دويمې درجې وګړو په حيث چلند وشي او له لومړنيو انساني حقونو او ازاديو محرومه شي.

په افغانستان کې بد وضعيت ته په پام سره اړينه ده چې ملګري ملتونه او غړي هيوادونه يې دې مسایلو ته د رسيدګۍ په موخه بېړنی اقدام وکړي. د دې پر ځای چې دوی طالبان سپين وښيي، مالي او سياسي ملاتړ يې وکړي، بايد د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه د دې خاورې له ښځو سره ودرېږي تر څو د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او لږکيو د حقونو درناوی او له خپلو ارزښتونو او اصولو ملاتړ وکړي. د دې کار نه کول نه يوازې دا چې په افغانستان کې د ميليونونو خلکو د کړاو دوام دی، بلکې ورسره د ملګرو ملتونو اعتبار د يوه داسې نړيوال بنسټ په توګه چې د سولې ترويج، بشري حقونو او ټولنيز عدالت ته ځانګړی دی، کمزوری کوي.