پکتیکا کې په دوو جلا طبیعي پېښو کې دوه تنه مړه شول

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په برمل او جانیخېلو ولسوالیو کې د جلا طبیعي پېښو پر مهال د یو ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او یوه مېرمن پکې ټپي شوې ده.

په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۴ د وري) په برمل ولسوالۍ کې له یو غره پر یوه کور ډبره را لوېدلې چې له امله یې د یوې خونې چت راپرېوتی او پر مهال یې یو ماشوم مړ شوی او یوه مېرمن ټپي ده.

 په همدې ورځ د دغه ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ کې بیا د تندر راپرېوتو پېښه کې یو کس ژوند بایللی دی.

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو هم د دې پېښو په اړه محلي رسنیو ته پخلی کړی او ویلي دي چې د وروستیو ورښتونو له کبله د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې خلکو ته مالي زیانونه رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هیواد کې د وروستیو ورښتونو له امله په ګڼو ولایتونو کې د ځاني زیان ترڅنګ سېلابونو پراخې کرنیزې ځمکې له منځه وړې او خلکو ته یې په لویه کچه مالي زیانونه هم اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه