انځور: خواله رسنۍ

د نورايل کليوال کورنۍ: طالبانو نوریال بغیر له کوم جرم په زندان کې ساتلی

اطلاعات روز: هلمند کې د نورايل کليوال د کورنۍ غړي وايي، چې د ۱۸ ورځو هڅو سره سره نه دي توانيدلي چې د هغه سره وګوري او نه هم تراوسه معلومات لري چې طالبانو نوموړی په کوم جرم نیولی دی.

نوریال کلیوال اصلي د هلمند ولایت اوسیدونکی، د پي ټي ایم غړی او د بشري حقونو فعال ځوان دی.

د نوموړي د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې د طالبانو استخباراتو هغه ۱۸ ورځې بغیر له کوم جرم په زندان کې ساتلی او تېره ورځ (دوشنبه، ۲۱ د وري) یې د لښکرګاه ښار لوی زندان ته په داسې حال کې انتقال کړی چې هیڅ جرم ورباندې نه دی ثابت شوی.

د نورايل يوخپلوان چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، چې طالبانو دوی ته په لوی زندان کې هم اجازه نه ده ورکړې چې د هغه سره وويني.

د ده به خبره، چې د کليوال روغتيايي وضعيت ته انديښمن دي او نه پوهيږي چې طالبانو به د هغه سره څه ډول چلند کړي وي.

دی د طالبانو څخه غوښتنه کوي او وایي، که نوموړي کوم جرم کړی وي محکمه دې کړي او که نه خوشې دې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د نوریال کلیوال د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه او ویلي و، چې دغه ډول ظالمانه نیونې دې ودرول شي.