کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې پرې اخته هېڅ ناروغ نه دی مړ شوی

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۹۲۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۰۴ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، نیمروز، میدان‌وردګ، بادغیس، هلمند، لغمان، کونړ، غور، فراه، خوست او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۸۵۴ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۹۴ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۷ زره او ۴۵۹ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته هېڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر هماغه دوه زره او ۳۹۰ تنه دی.