اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د کوچني اختر په نږدې یوه اونۍ کې د ترافیکي پېښو پر مهال یو کس مړ او له ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
طالب مسوولینو په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا پېښې په مرکز ښرنه، مټاخان، یوسف خېلو، سروضه، ارګون، سروبي، زیړوک، ګومل او برمل ولسوالیو په مربوطاتو کې رامنځته شوي چې ۱۰۷ کسان پکې ټپیان او یو بل مړ شوی دی.
په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د اختر په ورځو کې د ځوانانو له لوري د موټرو په تېز تګ-راتګ نیوکه کوي او وايي، ډېری ځوانان لایسنس نه لري او نه هم ترافیکي اصولو ته پام کوي.
دوی له اړونده ادارو په دې برخه کې د جدي اقدام غوښتنه کوي، تر څو له لایسنس پرته خلکو ته د موټر چلولو اجازه ور نه کړي.
له پکتیکا ور هاخوا پکتیا، خوست، لوګر او د هیواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
