اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وایي، نړۍ د افغان ځوانانو د فکرونو په تخریب لاس پورې کړی او هڅه کوي تر څو ځوانان په اوسني نظام (د طالبانو حکومت) بې باوره کړي.
نموړي یادې څرګندونې نن (شنبه، ۳۰ د غویي) د پکتیکا ولایت پوهنتون کې یوې جوړې شوې غوندې ته وکړې او ویې ویل چې د لوړو زده کړو د لا معیاری کیدو هڅې یې پېل کړې دي.
ندیم د ځوانانو د فکرونو جوړیدو برخه کې له استادانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وزیر که څه هم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو هیڅ یادونه ونه کړه، خو ښوونکو ته یې هیواد کې دننه د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د اسانتیاوو برابرېدو ډاډ ورکړ.
په همدې غونډه کې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار بیا وویل، چې تېرو دوو لسیزو کې د دې ولایت پوهنتون له پامه غورځول شوی و او اوس یې له راغلي وزیر د شته ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
بلخوا بیا د یاد پوهنتون زده کړیالان له اوسنیو زده کړو خوښ نه دي او غوښتنه کوي چې دې برخه کې دې د عملي زده کړو لپاره امکانات برابر شي.
محصلین د دې سربېره د پکتیکا په پوهنتون کې د پوهنځیو شمېر هم کافي نه بولي او د نورو پوهنځیو د ځانګړي کېدو غوښتنه هم کوي.
د پکتیکا پوهنتون په ۲۰۱۲ کال کې رامنځته شو او له هغه وخت تر دې دمه څومره چې لازمه وه ستونزو او د اړتیاوو پوره کېدو لپاره یې پام و نه شو، دغه پوهنتون کې اوس مهال شاوخوا ۲۰۰۰ محصلین په مشخصو پوهنځیو کې په زده کړو بوخت دي.
