اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې ادارې یا CWSA موسېسې په مالي ملاتړ ۵۰ کورونه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دغه ولایت کې پېښو ته د رسېدو ریاست طالب چارواکي وايي، دا کورونه چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست تر چتر لاندې جوړ شوي ورباندې له ۱۰ میلیونو ډېرې افغانۍ لګښت راغلی دی.
د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو بېړنیو پېښو ته د رسېدو رییس مطیع الله منصور وايي، د جوړو شویو ۵۰ کورونو له ډلې په هر یو ۲۱۶۰۰۰ افغانۍ مصرف شوی چې دوه د اوسېدو خونې، دهلیز او یو پخلنځی پکې شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې یاد کورونه د دوو کاري میاشتو په موده کې جوړ او له زلزلې زیانمنو شویو خلکو ته د اوسېدو لپاره په واک کې ورکړل شول.
په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلې کورنۍ د دې کورونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، د سرپناه برخه کې به یې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.
له دې وړاندې هم د بېلابېلو نړیوالو موسېساتو او په کور دننه د خیریه بنسټونو له لوري د پکتیکا ولایت په ګیان، برمل او د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو خلکو ته د سرپناه لپاره کورونه جوړ شوي چې تر ډېره یې د سیمې د خلکو ستونزې هوارې کړې دي.
د یادونې ده، چې د تېر ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې یوې زورورې زلزلې د پکتیکا او خوست ولایتونو په ځینو سیمو کې سلګونه کسان مړه، زرګونه ټپیان او خلکو ته یې د نورو مالي زیانونو سربېره په ګڼ شمېر کې څاروي هم له منځه یوړل.
