انځور: خواله رسنۍ

پکتیکا کې د «سردې بند» اوبو د یوه ځوان ډاکټر ژوند واخیست

اطلاعات روز: د پکتیکا او غزني ولایتونو ترمنځ د «سردې بند» اوبو کې یو ځوان ډاکټر د لامبو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې دا پېښه تېره ورځ (جمعه، ۵ د غبرګولي) مازدیګر مهال رامنځته شوې او پکې د رحمت الله یعقوبي په نوم یو ډاکټر د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د ډاکټر رحمت الله یو همکار وایي، چې نوموړي په پکتیکا ولایت کې په یو روغتون کې د لابراتوار په څانګه کې کار کاوه او تېره ورځ د تفریح لپاره د غزني او پکتیکا ترمنځ د سردې بند سیمې ته تللی و، چې د لامبو وهلو پر وخت اوبو ډوب کړی دی.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند فاروقي خپلواک اطلاعات روز ته د یادې پیښې په تایید سره وویل، چې یاد ډاګټر رحمت الله نومیده او د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی و.

فاروقي زیاتوي، د پکتیکا د یوه خصوصي روغتون ډاکټران چې سردې بند ته د تفریح په موخه تللی وو او د لابراتوار د برخې ډاکټر یې د یاد بند په ژوره برخه کې د لامبو وهلو له امله اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

نوموړی وایي، د یادې پیښې سره هم مهال د پکتیکا لپاره د طالبانو والي د سردې بند څخه لیدنه کړې او د داسې پیښو د مخنیوي په موخه یې ژمنه کړې چې د دې بند ژورو برخو کې به لوخې نصبوي ترڅو ځوانان د لامبو پرمهال ورته پام وکړي.

سردې بند چې د سیلانیانو لپاره په تفریحي سیمه بدله شوې ډېر کله د بې احتیاطۍ له امله ځوانان د لامبو وهلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او د یادونې ده چې دا په روان کاله کې په دغه بند کې د مړینه دریمه پېښه دی.