انځور: خواله رسنۍ

ننګرهار کې د پولیو وروستیو مثبتو پېښو خلک اندیښمن کړي

ننګرهار کې د پولیو وروستیو مثبتو پېښو او د دغه ویروس چټکې خپریدا خلک اندیښمن کړي او په روغتیایي چارواکو هم نیوکه کوي چې د پولیو ویروس د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي دي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی حشمت الله د پولیو یا ګوزن په برخه کې د شته کمپاینونو پر پلي کیدو هم نیوکه کوي او وایي، له کمپاینونو سره-سره لاهم په دغه ولایت کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمیر زیات شوی دی.

د نوموړي په خبره که د پولیو ویروس له منځه ولاړ نشي امکان شته چې ګڼ نورو ماشومان هم د دغه خطرناک ویروس ښکار شي .

حشمت الله زیاتوي: «ننګرهار کې چې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي خلک زیات اندیښمن دي، ځکه له کمپاینونو سره سره بیا هم د پولیو ویروس مخنیوی ونشو، بیا هم غوښتنه کوو چې د پولیو واکسینو کمپاینونه دې زیات شي څو د یاد ویروس مخنیوی وشي، ځکه چې پېښې زیاتیږي نو زمونږ د ماشومانو لپاره لوی ګواښ دی که روغتیایي چارواکي په دې برخه کې کار ونه کړي دا پېښې به نورې هم زیاتې شي.»

د ننګرهار خلک غوښتنه کوي چې دغلته دې د پولیو واکسین کمپاینونه زیات شي. انځور: خواله رسنۍ

د ننګرهار اوسیدونکی احمد ولي ټینګار کوي، چې کورنۍ باید په عام ډول د پولیو واکسین عملي کړي څو د دې ناروغۍ خطر راکم شي.

احمد ولي زیاتوي: «ما زیاتې کورنۍ لیدلي چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه کوي او د پولیو رضاکاران په یوه بله بهانه رخصتوي، غوښته کوو چې کورنۍ باید د ماشومانو له ژوند سره لوبې ونه کړي او ټولېو کورنیو ته په کار ده چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

د دغه ولایت یو بل اوسیدون عتیق الله بیا د پولیو واکسین په برخه کې پرعامه پوهاوي او د پولیو واکسین د کمپاین پر چټکوالي ټینګار کوي.

عتیق الله زیاتوي: «په روغتیایي برخه کې هم ستونزې شته ځکه زیاتره واکسیناتوران هغه سیمو ته نه ځي، چې ماشومان یې پولیو واکسین ته اړتیا لري او یوازې په پرچو کې لیکنه کوي او له لټۍ او تمبلۍ کار اخلي او بله بې غوري د کورنیو له لوري هم کیږي چې په خپل ماشومان نه واکسین کوي او په یوه او بله بهانه یې له واکسین کولو څخه محروموي چې بیا د ماشومانو د فلج لامل کیږي.»

یو شمیر ننګرهاریان وایي، چې واکسیناتوران د پولیو واکسین د کمپاین پرمهال بې غوري کوي او ټولو سیمو ته واکسین نه رسوي. انځور: خواله رسنۍ

بلخوا روغتیايې چارواکي وايي، تازه په دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ څلورمه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دملګرو ملتونو یا یونیسف ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه وایي، چې دغه پېښه تازه د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند «ثمرخیلو کلي سراچه غونډۍ» سیمه کې ثبت شوې او یو څلور کلن نارینه ماشوم په پولیو ویروس اخته شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې چې په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې دا د پولیو څلورمه مثبته پېښه ده چې ننګرهار کې ثبتیږي.

د نوموړي په خبره چې یونیسف د دغه وضعیت د کنټرولو لپاره یو لړ لارې چارې سنجولي چې د خپلو شریکانو په مرسته به د روانې جون میاشتې په دولسمه سیمه کې د پولیو ضد واکيسن یو کمپاین پېل کړي.

د نوموړي په خبره په ختيځه سیمه کې د ګوزڼ د تازه مثبتو پېښو په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.

یونیسف وایي، روانه جون میاشت کې به د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په موخه ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپیاین پېل کړي. انځور: خواله رسنۍ

په ورته مهال تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق (یونیسف) یو چارواکی وایي، په لنډه موده کې په ننګرهار کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو ثبتېدل د ډېرې اندېښنې وړ ځکه ده چې د پولیو مثبت ویروس په سیمه کې فعال دی او د هېواد نورو سیمو ته یې د سرایت خطر زیات دی.

په افغانستان کې سږ کال د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه د تېرې غویي یا ثور میاشتې په ۲۲مه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه چې دوه ورځې وروسته یې دویمه مثبته پېښه د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ دریمه یې په نازیانو او تازه یې څلورمه په بهسودو ولسوالۍ کې تثبیت شوې ده.

دا په ۲۰۲۳ کال کې څلورمه مثبته پېښه ده چې ننګرهار کې ثبتیږي او په تېر کال کې هم په ټول هېواد کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې یوه یې په کونړ او بله یې پکتیا ولایت کې وه.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغۍ پکې شته او اړتیا ده چې خلک په عام ډول د دې ناروغۍ د مخنیوي په پار واکسین عملي کړي.