انځور: ارشیف

امريکا په افغانستان کې د تاریاکو د کښت د «پام وړ» کموالي په اړه راپورونه معتبر وګڼل

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازی توماس وېسټ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تارياکو د کښت د «پام وړ» کموالي په اړه راپورونه «معتبر او مهم» بللي دي.

نوموړي نن (پنج‌شنبه، ۱۸ د غبرګولي) پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې د سيمې او تر سيمې د هاخوا هيوادونو ګټې په يوه داسې افغانستان کې دي چې له نشه يي توکو پاک وي.

وېسټ ليکلي: «د روان کال پر مهال د طالبانو د پاليسيو له کبله د تارياکو په کرکېله کې د پام وړ کمښت په اړه راپورونه معتبر او مهم دي. په سيمه کې او تر سيمې هاخوا هر هيواد په يوه داسې افغانستان کې مشترکې ګټې لري چې له نشه يي توکو پاک وي.»

په تازه توګه د آلسيس (Alcis) په نوم برېتانيا مېشتي بنسټ چې جعرافیایي معلومات وړاندې کوي، ويلي چې د سټلايټ انځورونه ښيي چې په افغانستان کې د تارياکو کښت «په بېسارې توګه کم» شوی دی.

دې بنسټ زياته کړې چې د سټلايټ د انځورونو شننې ښودلې چې طالبانو په هلمند ولايت کې ۹۹ سلنه د تارياکو کښت په «برياليتوب» سره له منځه وړی دی.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، چې تر دې وړاندې هلمند ولايت د افغانستان د تارياکو ۵۰ سلنه توليدول.

دا بنسټ چې خپل ځان «د جغرافيوي تحليل او شننې مخکښ شرکت» ګڼي، وايي چې د دې شرکت او د افغانستان د چارو د يوه څېړونکي «ډيويډ منسفيلډ» نوې څېړنې او شننې جوتوي چې د افغانستان په سويل کې د تارياکو کښت د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه کم شوی دی.

په تېرو دوو لسيزو کې افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو د توليد او قاچاق تر ټولو لوی مرکز ګڼل کېده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر د تېر لمريز کال په ليندۍ مياشت کې اعلان کړی و چې افغانستان د نړۍ ۸۵ سلنه تارياک توليدوي او دا یې يوه «لويه ننګونه» ګڼلې وه.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره مبارزه د خپل اصلي سياست په توګه اعلان کړې ده.

د طالبانو مشر د تېر لمريز کال د وري مياشتې پر ۱۴مه نېټه د يوه فرمان له لارې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د تارياکو کښت، توليد، پېر او پلور ممنوع او له مخالفت کوونکو سره به د «اسلامي شريعت» له مخې چلند کېږي.