د افغانستان ډيپلوماټیکې استازولۍ: په پاکستان کې د افغان کډوالو نيول د بشري حقونو خلاف کړنه ده

اطلاعات روز: د «افغانستان اسلامي جمهوريت» ډيپلوماټيکو استازوليو او قونسلیو په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو په اړه د یوې اعلاميې په خپرولو سره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دا اقدامات د بشري حقونو د نړيوالو معيارونو نقض او د دواړو هيوادونو د اړيکو له اصولو سره مخالفت دی.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې افغانستان په تېرو لسيزو کې له پام وړ سياسي، امنيتي او اقتصادي ننګونو سره مخ و او له امله يې د دې هيواد ډېری وګړي اړ شوي چې د امنيت او ثبات په لټون ګاونډيو هيوادونو لکه پاکستان ته پناه یوسي.

د افغانستان د پخواني دولت د ډيپلوماټيکو استازوليو په اعلاميه کې راغلي، چې افغان پناه غوښتونکي له زياتو ستونزو سره مخ دي او د ګاونډيو هيوادونو مېلمه پالنې ته اړتيا لري.

دې استازوليو له پاکستانه مننه کړې چې د افغانستان د زياتو پناه غوښتونکو کوربتوب يې کړی دی.

د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو زياته کړې، چې په پاکستان کې د افغان پناه غوښتونکو د نيونې په اړه سخت اندېښمن دي.

د دې استازوليو په اعلاميه کې راغلي: «دا اقدامات د بشري حقونو د نړيوالو معيارونو نقض دی او [همدا راز] د مهربانۍ او اتحاد د هغو اصولو مخالفت دی چې زموږ د هيوادونو تر منځ د شته اړيکو يوه ځانګړنه ده.»

د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د نړيوالو قوانینو او بشري اصولو په چوکاټ کې دې د افغان پناه غوښتونکو د حقونو او حيثيت درناوی وکړي.

دې استازوليو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کميشنرۍ او نورو نړيوالو سازمانونو هم غوښتي چې په موثر مديريت سره دې د افغان پناه غوښتونکو د وضعيت ملاتړ وکړي او دا موضوع پاملرنې او بېړني حل ته اړتیا لري.

د تېرې اونۍ په وروستيو کې د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد څخه ځينو افغان پناه غوښتونکو خبر ورکړی و چې د دې هيواد پولیسو تر ېوې اونۍ په کم وخت کې په لسګونو کډوال نيولي او زنداني کړي دي.

د سرچينو په وينا، د اسلام اباد پوليس د افغانستان کډوال وګړي په بېلابېلو ځايونو کې نيسي او له هغوی د اقامت قانوني اسناد غواړي.

دې سرچينو ويلي و چې پاکستانيو پوليسو د افغان کډوالو د نيونې لپاره د هغوی د اوسيدنې پر ځايونو هجوم ور وړی او ښځې او نارينه يې نيولي دي.