اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو کميسيون وايي، له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو ایستل یو ناورين دی ځکه چې د بشري حقونو، ښځينه معترضينو، څارنوالانو، مدافع وکيلانو، نظاميانو او د پخواني حکومت د کارکوونکو ژوند له جدي خطر سره مخ دی.
دې کميسيون نن (يکشنبه، ۲۱ د غبرګولي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د يو لړ معتبرو سرچينو له راپورونو سره سم، په دې وروستيو کې پاکستاني پوليسو د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو په نيولو لاس پورې کړی او يو شمير کډوال یې شړلي دي.
دې بنسټ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان د پناه غوښتونکو له نيولو لاس واخلي.
د افغانستان د بشري حقونو کميسيون د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ هم «په ټينګار» غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د پاکستان له دولت سره اغېزناکې خبرې وکړي او د پاکستاني پوليسو د ځوروونکو اعمالو مخه دې ونيسي.
دې کميسيون د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو له ځانګړي راپورچي، د پاکستان د بشري حقونو له کميسیون او نورو سيمهييزو او نړيوالو اغېز لرونکو جوړښتونو او ماموريتونو غوښتي چې په پاکستان کې دې د افغان پناه غوښتونکو بشري حقونو وضعیت وارزوي.
د تېري اونۍ په پای کې د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد څخه يو شمير افغان کډوالو خبر ورکړ چې د دې هيواد پوليسو تر يوې اونۍ په کم وخت کې په لسګونو کډوال نيولي او زنداني کړي دي.
د سرچينو په وينا، د اسلام اباد پوليس افغان مهاجر وګړي په بېلابېلو ځايونو کې دروي او له هغوی د اقامت قانوني اسناد غواړي.
دې سرچينو زیاته کړه، چې پاکستاني پوليسو د افغان کډوالو د نيولو لپاره د هغوی د اوسيدنې پر ځايونو هجوم ور وړی او ښځې او نارينه يې نيولي دي.