پر افغان نجونو د زده‌کړو بندیز؛ ننګرهار کې تازه فارغې نجونې خپل راتلونکي ته اندیښمنې دي

اطلاعات روز: تازه په ننګرهار ولایت کې له یوه خصوصي انسټیټیوټ څخه د نجونو او هلکانو په ګډون سل تنه فارغ شول.

د مستقبل په نامه د دغه انسټیټیوټ بنسټګر محمد بشیر رحماني وایي، نن (دوشنبه، ۲۲ د غبرګولي) یې پنځوس نجونې او پنځوس هلکان له دولس میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړل.

نوموړی زیاتوي، انسټیټیوټ یې د انګلیسي او جرمني ژبو د زده کړدو ترڅنګ د کمپیوټر او په نورو برخو کې ځوانان روزي.

له همدې انسټیټیوټ فارغه شوې شکریه ناصري چې د انګلیسي ژبې په برخه کې یې زده کړې کړي، خوښي څرګندوي چې له زده کړو وروسته ټولنې ته د خدمت جوګه ګرځي.

هغه وایي، د دې په ګډون فارغې شوې نجونې ډېرې هېلې لري، خو برخليک یې روښانه نه دی او له دې امله کړېږي.

نوموړې له خپل راتلونکي ناخبره ده او نه هم د طالبانو پر اوسني حکومت باور لري، چې ګنې نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکړي.

ناصري زیاتوي: «ما په ډیرو ستونزو سره یو کال د انګلیسي ژبې په برخه کې زده کړې وکړې، خوشاله یم چې فارغه شوم، خو د خپل راتلوونکي په اړه اندیښمنه یم ځکه که د طالبانو دا ډول بندیزونه وي نو پر نجونو به د ژوند کړۍ راتنګه شي او له زیاتو نورو کړاوونو سره به مخ شي له طالبانو غواړو چې پر نجونو دې خپل بندیزونه پای ته ورسوي او د زده کړو حق دې ورکړي.»

بصیره محمدي د یاد انسټیټیوت یو بله فارغه شوې ده هغه وایي، په لسم ټولګي یې زده کړې نیمایي کې پاتې شوي او اوس ان د خپل راتلوونکي په اړه دومره اندیښمنه شوې چې له کبله یې خپل رواني توازن له لاسه ورکړی دی.

اغلې محمدي وایي، که د طالبانو حکومت ورته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، وبه کولای شي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

محمدي زیاتوي: «دوه کاله پوره شول خو تراوسه زمونږ ښوونځي خلاص نه شول او طالبانو خپلو بندیزونو ته دوام ورکړی دی، که حالت همداسې دوام وکړي نجونې به له زیاتو رواني ناروغیو سره مخ شي او زه په خپله اوس په کور کې یم خپله په رواني ناروغۍ اخته شوې یم او دا ټول تشویشونه د خپل نامعلوم برخلیک په اړه دي چې اخر به څه کیږي.»

تازه فارغې نجونې د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دوی دې د زده کړو حق ورکړي

د فارغو شویو نجونو له ډلې مینه وایي، هره نجلۍ له پېله تر دوولسمه زده‌کړې کوي، د دې په خبره که تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره نه شي هېڅکله به دوی پرمختګ ونه کړي.

هغه وایي، افغانستان په هر ډګر کې ښځو ته اړتیا لري او په خبره یې اړتیا ده، چې طالبان د ځوانانو د هېلو له وژل کېدو دوی ته ډاډ ورکړي.

مینه زیاتوي: «له دولسم ټولګي فراغت او زده کړې کول د هر ځوان هغه هلک وي او نجلۍ دا یې لویه هېله وي چې یوه ورځ له ټولګي او بیا له پوهنتون فارغ شي، خو زمونږ هیلې ټولې طالبانو له خاورو سره خاورې کړې؛ ځکه ښوونځي یې تړلي او پر مونږ یې د زده کړو کړۍ راتنګه کړې خو بیا هم هوډ لرو چې په دې سختو شرايطو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو او له طالبانو هم غواړو چې مونږ ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي.»

افغانستان کې ډېری نجونې د لوړو زده کړو هېله لري، خو پر وړاندې یې د طالبانو بندیزونه، کلتوري محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د خصوصي پوهنتونونو لوړ لګښتونه لویې ننګونې دي.

دغه راز تازه فارغ شوي زده کړیالان د طالبانو له لوري په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو پر ګمارلو ټینګار کوي او وایي، اوس مهال په ډېری دولتي ادارو کې غیر مسلکي کسان ګمارل شوي، چې دې حالت د فارغو شویو زده‌کړیالانو په روان منفي اغېز کړی دی.

له دې څه موده وړاندې په ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو او انسټیټیونو اتحادیې ویلي و، که سږکال نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه ورنه کړل شي نو د دوی تحصلي مرکزونه به د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته