اطلاعات روز: د بنګله دېش کرکټ لوبډلې افغان لوبډلې ته د کرکټ په ټېسټ سیالۍ کې د ۵۴۶ منډو په توپیر ماته ورکړه.
دغه سیالۍ د بنګلهدیش په کوربتوب د جون په ۱۴مه پېل شوې وه نن (شنبه، ۲۷ د غبرګولي) پای ته ورسیده.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او کوربه لوبډلې ته یې د بېټېنګ اجازه ورکړه چې یادې لوبډلې لومړۍ پاڼۍ کې ۳۸۲ منډې وکړې او په ځواب کې یې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۶ منډې جوړې کړې.
په دویمه پاڼۍ کې بنګلهدېش ۴۲۵ منډې وکړې، چې په ځواب کې یې افغان لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ په شان ښه لوبه ونه کړه او یوازې یې ۱۱۵ منډې جوړې کړې.
تر دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه په ۲۰۱۹ کال کې شوې وه چې هغه افغان لوبډلې ګټلې وه، خو نننۍ لوبه کې افغان لوبډله ونه توانیده چې پورتنی هدف پوره کړي او د ۵۴۶ منډو په لوی توپیر سره یې دا لوبه وبایلله.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټولې شپږ ټېسټ لوبې کړي، چې درې یې ګټلي او درې نورې یې بایللې دي.