انځور: خواله رسنۍ

د معترضو ښځو د اعتراضي بڼې بدلون؛ په چادرۍ کې له نڅا او بيا د سرپټو ځايونو تر غونډو

نور نو تقريبا په پرانيستو ميدانونو کې د ښځو د اعتراض غږ نه اورېدل کېږي؛ خو معترضې ښځې په بشپړه توګه نه دي چوپې شوي. د ښځينه حقونو فعالان او ښځې چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د لګول شويو بنديزونو پر خلاف په مدني اعتراضونو کې د ګډون تجربه لري، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې د امنيتي ګواښونو او د طالبانو له لوري د ځپنې تر زياتېدو وروسته د ښځو اعتراضي بڼو بدلون کړی دی. دوی وايي «وهل-ټکول، نيول، شکنجه، سپکاوی، ګواښ» او په ځينو موردونو کې په رسنيو کې پر نيول شويو ښځو د «تېري» راپورونه د دې سبب شوي چې د لارو او کوڅو اعتراضونه کم رنګه او خپل ځای سرپټو ځايونو کې غونډو ته پرېږدي.

د دوبي په يوه ګرمه ورځ چې د غرمې ۱:۲۰ بجې وې، د مزار شريف ښار په کوڅو کې د هغې ښځې ديدن ته ورغلم چې د طالبانو په تقريبا دوه کلن حکومت کې د ښځينو حقونو د لاس ته راوړلو لپاره يې له اعتراضه لاس نه دی اخيستی.

دا ښځه د نيلوفر په مستعار نوم سره وايي، چې په بلخ کې د طالبانو د حضور په لومړۍ اونۍ کې له هغو لومړنیو ښځو څخه وه چې د مزار شريف ښار په لارو او کوڅو کې يې له لږ تر لږه ۳۰ نورو ښځو سره اعتراض هماهنګ او وکړ.

نيلوفر وايي، د دې لپاره چې د زده کړې، تحصيل او کار د حق تر لاسه کولو لپاره د ښځو اعتراضونه ژوندي پاتې شي، له نورو لسګونو ښځو سره چې طالبان يې مخالف دي، يو ځای دې انساني موخو ته د رسېدو لپاره له هيڅ ډول مبارزې لاس نه اخلي او خپلې لارې ته دوام ورکوي.

کله چې مې له نيلوفر څخه د هيواد په لارو او کوڅو کې د ښځينه اعتراضونو د کم رنګه کېدو په اړه پوښتنه وکړه، په آبي رنګه سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې او ويې ويل: «په دې دليل چې د بې چاره ښځو عفت په خطر کې و او موږ پرېکړه وکړه چې د اعتراض بڼې ته بدلون ورکړو. نيول، شکنجه، ګواښ، وهل-ټکول او په ځينو وختونو کې پر نيول شويو ښځینه معترضينو تېری د دې سبب شوی چې موږ په سرپټو ځايونو کې اعتراض ته مخه کړو.»

دا ښځه زیاتوي، طالبان له ښځو سره د مخالفت له وجې انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او هڅه کوي چې په پلان شوې توګه ښځې له ټولنې څخه حذف کړي.

نيلوفر د ښځو پر خلاف د طالبانو د سختدريځو لګول شويو بنديزونو په مقابل کې د درېدو خبره کوي او زياتوي: «موږ د خپلو هغو اساسي حقونو د لاسته راوړنې لپاره چې د اسلام دين هم موږ ته راکړي دي، د خپل اعتراض بڼې بدلوو او دوام ورکوو او په دې لاره کې به ستړې نشو.»

د طالبانو له لوري د ښځو نيول، شکنجه، ګواښ، وهل-ټکول او تیری هغه لاملونه چې معترضې ښځې یې دې ته اړې کړي ترڅو د سړکونو پر سر د لاریون پرځای سرپټو ځایونو کې راټولې شي. انځور: خواله رسنۍ

پر افغانستان د طالبانو بيا ځل واکمنۍ د ښځو پر زدکړو، کار، تحصيل او انساني ازاديو – هغه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د خلکو تر ټولو لويي لاسته‌راوړنې ګڼل کېږي – له پراخو بنديزونو سره مل و چې په کورنۍ او بهرنۍ کچه پرې سخت اعتراضونه وشول.

يو شمېر کارپوهان وايي، چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې يو ځل بيا د ښځو د حذفولو سياست ته مخه کړه او تر اوسه يې د ښځو د ځپنې لپاره په لسګونو رسمي او شفاهي فرمانونه صادر کړي دي.

د دې کارپوهانو په باور، د ښځو پر خلاف تبعيض او تاوتريخوالی څو چنده زيات شوی دی او ښځې له خپلو اساسي حقونو زدکړې، تحصيل او کار څخه په پراخه توګه بندې شوې دي.

د طالبانو د حکومت د جوړېدو په لومړيو وختونو کې چې د ښځو پر وړاندې سخت بنديزونه پلي شول، ښځې يې پر وړاندې په اعتراضي بڼه لارو او کوڅو ته راووتلې، بېلابېل ولايتونه د معترضو ښځو د پراخو غونډو او لاريونونو شاهدان و.

مژګان (مستعار) يوه بله مېرمن چې له کلونو راهيسې يې د ښځو د ملاتړ له فعاليته لاس نه دی اخيستی او واک ته د طالبانو تر بيا ځلې رسېدو وروسته د خپلو همنوعو د ملاتړ په موخه لارو او کوڅو ته وتلې ده.

مژګان هم د نيلوفر په څېر په لارو او کوڅو کې د ښځو د اعتراضونو د کمښت لامل امنيتي ستونزې، نيونې او د ښځو شکنجه کول يادوي او وايي: «د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی او له دې قشر سره ناسم چلند د ښځو تر منځ وېره او وحشت خپور کړی دی.»

دا زياتوي: «دا چې په زندانونو کې پر نيول شويو ښځو تېری شوی دی، ډېری نجونو له همدې ويرې له اعتراض کولو لاس اخيستی دی.»

مژګان د طالبانو پر پرېکړو د اعتراضونو د اغېز نه راڅرګندېدل د يو بل علت په توګه بيانوي چې له امله يې ښځو له حق غوښتنې لاس اخيستی دی او د کور په څلوردېوالۍ کې پاتېدل يې د طالبانو له لوري تر ځپل کېدو غوره بللي دي.

دا ځوانه مېرمن که څه هم د طالبانو د فرمانونو پر وړاندې اعتراض کول يو ستونزمن کار بولي او وايي، چې ښځې له زيات تاوتريخوالي سره مخ شوې دي، خو دې بهير د طالبانو پر پرېکړو چندان اغېز نه دی کړی او تر اوسه لا هم نجونې د کار کولو او تحصیل له حق څخه بې برخې دي.

نوموړې زياتوي: «ښځو وهل-ټکول، سپکاوی، نيول او شکنجه کېدل وزغمل تر څو خپلې مشروع غوښتنې تر لاسه کړي، مګر له بده مرغه چې تر اوسه لا هم د ښځو غوښتنې نه دي پوره شوي.»

مژګان وايي، چې د کار ستونزمنوالي ته په پام ښځو پرېکړه وکړه چې د کار ډول بدل کړي او په سرپټو ځايونو کې د حق پر غوښتنه او په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د اعلاميو پر خپرولو بسنه وکړي.

په همدې حال کې د ښځینه حقونو يوه بله فعاله او روانپوهه شکريه (مستعار) په لارو او کوڅو کې د ښځو د حق غوښتنې د کمېدو ځينې نور لاملونه هم يادوي.

د ښځينه حقونو دا فعاله ښځو ته د بشري حقونو د بنسټونو او ملګرو ملتونو نه پاملرنه، په هيواد کې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو نه فعاليت او له ښځينه معترضينو سره د نارينه‌وو نه يو ځای کېدل د ځينو نورو علتونو په توګه بيانوي چې له امله يې  ښځو پټو اعتراضونو ته مخه کړې ده.

شکريه زیاتوي، چې د بشري حقونو نړيوال بنسټونه په پوره چوپتيا په افغانستان کې د ښځينه معترضينو ځپل ويني او يوازې د اعلاميو په خپرولو سره غواړي چې خپل مسووليت کم کړي.

اغلې شکريه د هغو ښځينه‌وو په اړه چې لا هم د طالبانو په زندان کې دي اندېښنه ښيي او وايي: «زياتې نجونې لا هم په زندان کې دي. هيڅوک او ډله د دوی د قضيو د تعقیب وس نه لري. هيڅ کس دا جرأت نه لري چې د ښځو تر څنګ لارو او کوڅو ته راووزي. له همدې کبله د ښځو انګېزه کم رنګه شوې ده.»

له بله لوري د ښځينه حقونو يوه بله فعاله جميله حسام هم د نړيوالې ټولنې د نه پاملرنې په اړه غږېږي او زياتوي چې نړۍ په چوپتيا د افغانستان د ښځو قرباني کېدل او د هغوی محروميت ګوري.

مېرمن حسام زياتوي: «زه د نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو د بې تفاوتۍ لامل له طالبانو سره سياسي معاملاتو کې د دوی ښکېلتيا بولم.»

په بلخ کې د اعتراض کوونکو ښځو انځور چې د طالبانو له غړو سره مخامخ د خپلو حقونو غوښتنه کوي. انځور: خواله رسنۍ

د ښځو حق غوښتنه د فعالانو لپاره د عايد سرچینه

يو شمېر مدني فعالان وايي، چې د امنيتي ګواښونو تر څنګ د يو شمېر ښځو له لوري د دې بهیر سوداګريز کېدل او همدا راز هغه بنسټونه چې د سوداګريزو موخو لپاره دا کمپاين چلوي، يو بل علت دی چې د ښځو انګېزه يې اخيستې ده.

يوه مدني فعاله چې په تېرو شلو کلونو کې د لسګونو غونډو، لاريونونو او اعتراضي ناستو او حق غوښتنو د کولو تجربه لري، ادعا کوي چې له زدکړو او کار څخه د ښځو د محروميت په اړه چې کوم کمپاينونه جوړېږي، ځينې ځانګړې موخې لري.

دا مدني فعاله ادعا کوي چې ډېری افراد له افغانستانه د وتلو او پيسو ته د لاسرسي موندنې لپاره دا بهيرونه مديريت کوي. دی وايي: «د بلخ ځينې مطرح څيرې په هرو ۱۵ ورځو کې يوه تشريفاتي غونډه جوړوي. دوی ته د غرمې د ډوډۍ دوه زره افغانۍ ورکول کېږي او بهرنيو بنسټونو ته د يو څو عکسونو په لېږلو سره دا برنامه ختمېږي.»

هغه زياتوي: «د پخواني نظام څيرې چې اوس مهال له افغانستانه دباندې دي، پخوا يې په بېلابېلو نومونو پروژې اخيستې، اوس د ښځو په نوم پروژه اخلي او د نمايشي عکسونو په اخيستلو سره ډېرې زياتې پیسې جيب ته کوي.»

دا مدني فعاله همدا راز ادعا کوي چې يو شمېر ښځې چې په هيواد کې دننه وې، له هيواده د وتلو لپاره د زمينې تر برابرېدو وروسته يې مبارزه پرېيښې او ښځې يې يوازې خوشې کړې دي. «تمنا زرياب پريانی، هدا خموش او راضيه بارکزۍ چې په کابل کې د ښځينه اعتراضونو د خوځښتونو بنسټګرې وې، هيواد يې پرېيښی دی.»

دا مدني فعاله وايي، چې په تېرو شلو کلونو کې د ښځو په برخه کې هيڅ منظم خوځښت نه و چې د «شعار» پر ځای د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره په «شعوري» توګه حق غوښتنه وکړي.

پر ښځو د امنيتي ګواښونو پايلې

د ښځينه حقونو فعاله او روانپوهه شکريه (مستعار) وايي، چې پر ښځو د طالبانو له لوري بنديزونه، سختۍ او د هغوی د اعتراضي خوځښتونو ځپنې سره له دې چې حق غوښتنې یې کمرنګه کړي ورسره يې د هغوی پر روان هم جدي اغېزې کړې دي.

دا روانپوهه وايي، په تېرو دريو مياشتو کې چې کومې ناروغانې ورته راغلې دي، ډېری يې هغه ښځې وې چې د ښځينه حقونو د لاسته راوړلو په موخه يې په مدني اعتراضي غونډو کې د ګډون تجربه درلوده.

اغلې شکريه وايي، ډېری نجونې او ښځې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښوونځي، پوهنتونو او د کار کولو لپاره دفترونو ته له تلو پاتې شوې دي، له ژور خپګان سره مخ دي.

د دې په اند، بې‌کاري او پر ښځينه معترضينو د تېري راپورونه د دې سبب شوي چې د زده کوونکو او مصروفو ښځو تر منځ ژورې اندېښنې را پيدا کړي.

شکريه وايي: «له بده مرغه ډېری ښځې او نجونې چې ماته راځي، له ژورې ناهيلۍ سره مخ دي او حتا ځينې ناروغانو د ځان وژنې پرېکړه کړې وه.»

د ښځو اعتراضي بڼې

که څه هم په هيواد کې د ښځو د اعتراضي خوځښتونو پر وړاندې بنديزونه، ګواښونه او نور خنډونه شته ، خو بيا هم په بېلابېلو ولايتونو کې ښځو د خپلو حقونو د لاسته راوړلو له مبارزې لاس نه دی اخيستی او خپل لارې ته يې دوام ورکړی دی.

يو شمير ښځې وايي، چې تر هيڅ ډول شرايطو لاندې هم  د طالبانو د سختدريځو فرمانونو منلو ته نه دي چمتو او د ظلم او تېري پر وړاندې نه تسليمېږي.

دا ښځې وايي، چې د طالبانو د بنديزونو پر وړاندې د خپلې نارضايتۍ د ښودلو لپاره د اعتراض له متفاوتو بڼو استفاده کوي.

په سرپټو او پټو ځايونو کې اعتراضي غونډې، د ښار پر ديوالونو د انځورونو او اعلاميو لګول، په رسنيو کې د چادري اغوستو ښځو د نڅا ويډيو خپرول، نقاشي او پر ديوالونو ليکل کول او همدا راز د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده انځورونو ته اور ورکول هغه نوي تکتيکونه دي چې معترضې ښځې کار ترې اخلي.

په همدې حال کې په بلخ  کې د ښځينه حقونو فعالانې چې د خپلې حق غوښتنې بڼه يې بدله کړې وايي، چې د طالبانو له ځايي چارواکو سره د مخامخ ليدنې تجربه هم لري.

شکريه (مستعار) وايي، چې دوی په بلخ کې د طالبانو له ځايي چارواکو سره د حق غوښتنې مخامخ ناسته کړې ده. دا زياتوي: «موږ لارو او کوڅو ته د وتلو پر ځای د [طالبانو] له ځايي مسوولينو سره مخامخ خبرې وکړې او دوی ته مو وويل چې موږ حجاب منو او په هغو سيمو کې کار کوو چې ښځو ته ځانګړې وي.»

اغلې شکريه زیاتوي، چې د طالبانو د بلخ ځايي چارواکو ورته ويلي، چې د ښځو پر وړاندې لګېدلي بنديزونه د دې ډلې د رهبرۍ صلاحيت دی او دوی نشي کولای د دې بنديزونو د حل لپاره اقدام وکړي.

په تازه توګه د «جنبش مقتدر زنان» د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخوندزاده د هغې خبرې پر وړاندې چې ويلي يې و د افغانستان ښځې «اصلاح» شوې دي، يوه ويډيو خپره کړه چې په هغې کې چادري اغوستې نجونې د طالبانو له ځانګړو ترانو سره اتڼ کوي.

د «ناهيلۍ نڅا» په نوم دا ويډيو ډېره مشهوره شوه، ښځو د دې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان ښځې اصلاح دي.

دې ښځو له دې ويډيو سره يو ځای يوه اعلاميه خپره کړې او د طالبانو د فرمانونو پر وړاندې یې پر خپل مخالفت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د عدالت، ازادۍ او له نارینه‌وو سره د برابرۍ موندنې تر وخته به له خپله دريځ پر شا نشي.

اعتراض کوونکې ښځې: د طالبانو د جنسیتي اپارټایډ پر وړاندې تر هغې پورې مبارزه کوو تر څو ټولنیز عدالت او جنسیتي برابري نه وي ترلاسه شوي. انځور: خواله رسنۍ

د ښځو د پخوانيو غوښتنو تکرار

که څه هم په هيواد کې د ښځو پر اعتراضونو نيوکې کېږي چې پايلې نه لري، خو بيا هم معترضې ښځې وايي، چې د دوی له لوري حق غوښتنه يو تر ټولو لوی عامل دی چې لا تر اوسه هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی.

کومو ښځو چې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره خپلې کيسې شريکې کړي، وايي چې که ښځو اعتراض نه کولای، نړۍ د طالبانو ډله په رسميت پېژندله او د عادي خلکو لپاره د ښځو محروميت عادي مسئله کېدله.

شکريه چې له دغو ښځو څخه یوه ده ویې ویل: «که موږ له مبارزې لاس واخلو او طالبان په رسميت وپېژندل شي، نو د ښځو ډلييز قبر به وکيندل شي.»

له دې سره – سره، ښځې له نړيوالې ټولنې او هغو سازمانونو څخه چې د افغانستان د ښځو د ملاتړ لېوالتيا لري غواړي چې دې انديښنې ته دې په جدي توګه پام وکړي. د دې ښځو په باور، د افغانستان د ښځو بحث او د هغوی محروميت بايد د ملګرو ملتونو د اجنډا په سر کې وي.

دوی له هغو ښځو چې د بشري حقونو په جوړښتونو او يا هم جمهوري نظام کې کار کړی دی او له همدې لارې بهرنيو هيوادونو ته رسيدلې دي، شکايت کوي.

له دې ښځو څخه يوه مژګان وايي: «کومو ښځو چې په کلونو د ښځو له نوم څخه ګټه اخيستې ده، بايد له هيواده بهر راحت نه وي او د ښځو د ازادۍ، د کار او تحصيل د حق لپاره هڅې وکړي.»

له بله اړخه، دا ښځې د هيواد په وده او پرمختګ کې د ښځو رول اغېزناک بولي او وايي، چې د ښځو زده کړې او فعاليت ديني او ملي ارزښتونه دي.

دوی له طالبانو غواړي چې پر خپلو پرېکړو دې بیرته غور وکړي او ښوونځيو، پوهنتونونو او دفترونو ته د ښځو پر بیرته راستنېدو دې بيا ځلې فکر وکړي.

که څه هم له تېرو دوو کلونو راهيسې دا غوښتنې کېږي او داخلي او بهرني غبرګونونه هم ورسره مله دي، خو طالبانو تر اوسه د خپلو پرېکړو د بدلون لپاره هيڅ زرغون څراغ نه دی ښودلی.