اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ۲ زره کاله پخوانۍ مجسمه چې له بودا سره تړاو لري له ځینو نورو اثارو سره یو ځای موندل شوې ده.
د پکتيکا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس محمد امین حذیفه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد لرغوني اثار نن (جمعه، ۲ چنګاښ) د خوشامند ولسوالۍ اړوند د مینارې سیمې په «عمرخېلو» کلي کې موندل شوي او د نوموړي په وينا لرغونتوب یې کوشاني دورې ته رسیږي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په پکتیکا ولایت کې یې د خپلسرو کیندنو د مخنیوي او لرغونو اثارو د راجمع کولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.
په همدې حال کې بیا د خوشامند ولسوالۍ قومي سپین ږیري وايي چې په ټوله کې پکتیکا ولایت د کوشاني دورې له مهمو سیمو څخه ګڼل کېده او په خبره یې چې لاهم په ګڼو سیمو کې ورته اثار شتون لري چې تر اوسه یې د قانوني کیندنې لپاره عملي اقدامات نه دي شوي.
دوی همدا راز ټینګار کوي چې د طالبانو اړونده ادارې دې د دا ډول لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم پوره هڅې وکړي، ځکه چې په تېر کې څو ځله ګاونډي هيواد پاکستان ته د لرغونو اثارو د قاچاق راپورونه ورکړل شوي دي.
د یادونې ده چې له دې یوه نیمه میاشت وړاندي د پکتیکا په شخېل اباد ولسوالۍ کې هم ۶۹ لرغونې سیکې موندل شوې وې چې تاریخي مخینه یې ۳۰۰ کلونو ته رسېده.
