Photo: Social Media

پکتیکا کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې برمل ولسوالۍ کې «فرضي کرښې» ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې دواړو غاړو ته پکې ځاني تلفات اوښتي دي.

په دغه ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې یاده نښته تېره شپه (یکشنبه، ۴ د چنګاښ) د برمل ولسوالۍ اړوند په «انګور اډې» سیمه کې رامنځته شوې چې دوه طالبان او ۵ پاکستاني سرتیري پکې وژل شوي او څلور طالبان ټپیان دي.

د سرچینې په حواله چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مشهور غړی «مولوي صبغت الله تکل» هم شامل دی.

تر اوسه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیتي ارګانونو او پاکستاني لوري د رامنځته شوې نښتې لاملونو او پکې دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ، ژوبلې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره پر «ډیورنډ فرضي کرښه» له دې وړاندې هم څو ځله نښتې شوې او ښکېلو غاړو ته پکې د مالي زیان سربېره ځاني تلفات هم اوښتې و.