په پکتيکا کې د پاکستاني طالبانو يو غړی وژل شوی

اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې تېره شپه (پنجشنبه، ۲۲ د چنګاښ) د دې ولايت په مرکز ښرنه کې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) يو غړی قاري محمد داوزی چې په محمد ابراهيم مشهور و، د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

سرچينې زياته کړې چې ابراهيم د کورمې ايجنسي اوسېدونکی و او د جماعت الاحرار ډلې مهم غړی بلل شوی دی.

د نوموړي په اړه ويل شوي چې ابراهيم د پاکستاني طالبانو د يو مشر خالد خراساني له نږدې ملګرو و او د پاکستان حکومت ورباندې يو ميليون پاکستانۍ کلدارې انعام هم ايښی و.

په پاکستان کې يو مشهور خبريال او د سياسي چارو کارپوه طاهر خان هم په خپله ټويټر پاڼه د ابراهيم د وژنې پخلی کړی دی.

تر اوسه په پکتيکا کې د طالبانو امنيتي مسوولينو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو ياد کس په داسې مهال وژل کيږي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير د پاکستان د بلوچستان ايالت په کويټه ښار کې د خپلو ټپي شويو سرتيرو د ليدنې پر مهال يو ځل بيا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو او پاکستاني اړخ ته يې د بريدونو پر دوام اندېښنه ښوولې.

همدا راز يې د طالبانو د حکومت له مشرانو غوښتنه کړې چې اجازه دي نه ورکوي چې خاوره يې د نورو پر ضد وکارېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته