پکتيکا کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې د جلا ترافيکي پېښو پر مهال يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.

په دغه ولايت کې ځايي سرچينې وايي، چې لومړی پېښه وړمه ورځ د مرکز ښرنې – ارګون ترمنځ پر غځېدلې لويه لاره د سروضې ولسوالۍ اړوند «ګلردين» سيمه کې د يو پيکپ موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې چې درې سپاره کسان پکې ټپيان شوي دي.

د سرچینو په وینا، دوهمه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۳ د چنګاښ) ناوخته د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ پر لويه لاره د مازدا موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله شوې چې يو کس پکې مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو امنيې قومندانۍ ويلي، چې مړ شوی کس او ټپيان د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي دي او ټپيان د  درملنې لپاره د مرکز ښرنې ملکي روغتون ته استول شوي دي.

د يادو دواړو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.