via icrc.org

د ماين او چاودېدونکو توکو تلفات؛ وروستي يونيم کال کې ۶۴۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د سره صليب نړيوالې کميټې اعلان کړی چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ مياشتې څخه د ۲۰۲۳ ميلادي کال تر جون مياشتې پورې په افغانستان کې ۶۴۰ ماشومان د ماين د چاودنو او يا هم له جنګه د پاتې چاودېدونکو توکو له کبله وژل شوي او يا هم ژوبل شوي دي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۲۷ چنګاښ) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې دا شميرې د ماين د چاودنې او يا هم له جنګه د پاتې چاودېدونکو توکو د ټول شمېر ۶۰ سلنه جوړوي.

د سره صليب نړيوالې کميټې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې ماشومانو ته دا مرګ ژوبله په ۵۴۱ پېښو کې اوښتې ده.

په دې راپور کې راغلي، چې ناچاودې او له جنګه پاتې وسلې په افغانستان کې د ملکيانو لپاره يو واقعي او دايمي ګواښ دی، خو د ماينونو او نورو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هڅې بريالۍ نه وې.

د سره صليب نړيوالې کميټې ويلي، چې که څه هم په افغانستان کې جنګ کم شوی دی، خو د ۲۰۲۱ کال تر اګست مياشتې وروسته د ماين او نورو چاودېدونکو توکو د چاودنې له وجې مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د دې راپور پر اساس، ماشومان د ماين او نورو چاودېدونکو توکو د چاودنو اصلي قربانيان دي.

د سره صليب نړيوالې کميټې ويلي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، ډېری هيوادونو د ماينونو او چاودېدونکو توکو د پاکولو په برخه کې خپلې مرستې بيرته اخيستې دي.

دې بنسټ ويلي، چې د سرچينو او بودیجې کمښت د ماينونو او نورو چاودېدونکو توکو د پاکولو په برخه کې پر هڅو هم اغېز کړی دی.

د سره صليب نړيوالې کميټې زياته کړې، اړتيا ده چې نړيواله ټولنه د ماينونو او نورو چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله د پېښېدونکې انساني مرګ ژوبلي د کمولو لپاره تخنيکي او مالي مرستې وکړي.

دې بنسټ ټينګار کړی چې په افغانستان کې د «وسلو ککړتيا» موضوع ته په بېړنۍ توګه توجه کول ضروري دي.