Photo: via depositphotos.com

ايا طالبان او پاکستان په رښتيا هم له يوه-بل سره ستونزه لري؟

د پنځوونکي او پنځول شوي يعنې د پاکستان او طالبانو شخړه له کومه ځايه پېلېږي؟ د طالبانو مخالفين چې عموما دې پوښتنې ته ځواب ورکوي هغه دادی چې دا د زرو جګړې دي. نه پاکستان له طالبانو راضي دی او نه هم طالبان داسې خاص ځواک او اختيار لري چې د پاکستان له اشارې او اجازې پرته کوم کار وکړي. دا ځواب د پاکستان وضعيت ته په پام د طالبانو په ليد کې دوه اساسي تغييرات له پامه غورځوي. يو هم په پاکستان کې د حکومتي رژيم بدلون ته د طالبانو هېله‌مند کېدل او بل هم د ډيورنډ هغې غاړې ته د پښتنو د ځواک زياتېدل دي.

جمهوريت په امارت بدلول

طالبان په دې باور دي چې ټولې نړۍ ته يې ماتې ورکړې ده او دا بريا «نصر من الله» ګڼي. دا الهي نصرت چې کولای شي د نړۍ ستر نظامي، اقتصادي او سياسي ځواکونه پر ګونډو کړي، څرنګه نشي کولای چې څلور فاسد او بې دينه پاکستاني واکمن د واک له ګدۍ راښکته کړي؟ طالبان له پاکستان سره مخالف نه دي، خو دا يې خوښېږي چې هلته هم يو بل اسلامي امارت حاکم شي. د داسې فتح مبين اسباب هم تيار ويني. ټي ټي پي يا هم تحريک طالبان پاکستان له دې اسبابو څخه يو دی. په پاکستان کې په لسګونو نورې افراطي ډلې هم فعالې دي چې هېله لري د پاکستان دولت په «اسلامي امارت» بدل کړي. د پاکستان په پوليسو، پوځ او نورو سازمانونو او ادارو کې زيات افراد شته چې په چوپتيا له خدايه غواړي چې حکومت يې په «رښتيا هم اسلامي» شي.

د پاکستان حکومت په تېره نيمه پېړۍ کې افراطي – تروريستي ډلې په خپل هيواد کې روزلې دي، اوس له هماغې پوښتنې سره مخ دی چې وړاندې د دې ډلو له خوا نه مطرح کېده. هغه پوښتنه داده چې راتلونکی ګام څه دی؟ تر کومه وخته چې په افغانستان کې طالبان د جمهوريت پر ضد جنګېدل، په پاکستان کې د مېشتو ټولو تروريستي ډلو تمرکز دا و چې طالبان بريالي شي. يا هم په بله وينا، په لومړي سر کې د دوی غوښتنه دا وه چې په نړۍ کې يو داسې حکومت ولري چې هغه د دوی خپل وي. په افغانستان کې «د طالبانو د اسلامي امارت» راتګ داسې يوه هېله پوره کړې ده. خو د افراطي – تروريستي ډلو غوښتنې يوازې تر همدې پورې تړلې نه دي او نه داسې کېږي چې په يوه هيواد کې راډيکال اسلامي حکومت جوړ کړي او بس خلاص. دا ډلې په لومړي سر کې غواړي چې په اسلامي هيوادونو کې هر هيواد يو «امارت» ولري، وروسته به دا امارتونه يو ځای کېږي او «خلافت» به جوړوي، تر خلافت وروسته به د تضمين شوي الهي نصرت له مخې نړۍ او کفري ځمکې فتح کوي او بشريت به تلپاتې فلاح ته رسوي.

د طالبانو رهبر ملا هبت الله په کابل کې د طالبانو د ملاتړو علماوو په غونډه کې وويل، چې که نړۍ پر طالبانو د اټوم بم حمله هم وکړي، طالبان به له خپله دريځه پر شا نشي. غوښتل يې وښيي چې طالبان هيڅ ډول مصلحت نه مني. ده همدلته په خپله وينا کې واک ته د طالبانو بيرته رسېدل د «ټولو مسلمانانو» لپاره يو وياړ وګاڼه. د طالبانو په راډيکاله څانګه کې – چې ملا هبت الله يې رهبر دی – دا ايډيولوژيکه سختدريځي هماغه څه دي چې د افغانستان او پاکستان له پښتنې ټولنې د سرتېرو جذب روان ساتي.

کابل ته د طالبانو تر راتګ (۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه) دوې ورځې وروسته د تحريک طالبان پاکستان امير مفتي نور ولي محسود دا «فتح» د «ټول مسلمه امت» بريا وګڼله او د طالبانو له حکومت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

واک ته د طالبانو د رسیدو وروسته د نور ولي محسود بیانیه

د کړکېچ د نړيوالې ډلې د شننې پر اساس، د پاکستان د حکومت او تحريک طالبان پاکستان تر منځ د مذاکراتو د ناکامېدو يو اصلي دليل دا و چې ټي ټي پي د پاکستان له حکومت څخه غوښتل چې د پاکستاني طالبانو تر واک لاندې سرحدي سيمې د طالبانو د خپلواک اسلامي امارت په توګه په رسميت وپېژني او ټول پاکستاني ځواکونه له دې سيمې وباسي. ټاکل شوې وه چې د پاکستاني طالبانو دا امارت به د پاکستان د مرکزي حکومت له قوانينو او ضوابطو دباندې وي.

اوس چې افراطيان خپل يوه مهم هدف ته رسېدلي يعنې په افغانستان کې امارت واکمن شوی دی، نو د دې وخت دی چې هماغه پوښتنه مطرح شي چې «راتلونکی ګام څه دی؟» او ځواب ورته وموندل شي. راتلونکی ګام په خپله پاکستان دی. ولې؟ ځکه چې افراطي – تروريستي ډلې په بل هیڅ ځای کې داسې خاص الهي نصرت (امکانات او د تروريزم زمينې) نه لري لکه په پاکستان کې چې يې لري. دا ډلې چې د پاکستان د حکومت په چپه کولو کوم څه لاسته راوړي، هغه ډېر ستر دي: د اټوم او قوي پوځ لرونکی هيواد چې تر دوه سوه ميليونه ډېر نفوس لري.

ځينې فکر کوي چې افراطي – تروريستي ډلې د پاکستان «منندوی» دي ځکه چې په افغانستان کې د طالبانو د «اسلامي امارت» په دويم ځل واکمنېدو کې يې مرسته کړې ده. حقيقت دادی چې دا ډلې د هيچا منندوی نه دي. د هغوی ډېری قضيې ته له دې زاويې ګوري چې «له کفارو څخه د کفارو پر ضد استفاده» کوي. د افراطي ډلو د اسلامي ليد له مخې، مسلمانان حق لري چې د خپل قانون د پراخولو او يا هم د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره له «خدعې» يا هم چل څخه کار واخلي. له خدعو څخه يوه داده چې له هغه چا سره په ظاهره، په خوله او چلند کې ملګرتيا وشي چې اوس مهال ترې ابزاري استفاده کېږي. که څه هم ادعا کېږي چې د خدعه کلمه بايد د «الحرب خدعه» (په جنګ کې خدعه روا ده) په متن کې دننه معنا شي، خو واقعيت دادی چې ټولې افراطي اسلامي ډلې د اسلام له دايرې دباندې خلکو سره خپل تقابل «محاربه» بولي. په دې توګه هيڅ داسې تعامل نه پاتې کېږي چې په هغه کې خدعه روا نه وي.

د طالبانو اصلي ډله هم ځان د پاکستان د دولت «منندوی» نه ګڼي او که د افراطي ډلو په لاس د پاکستان د اوسني دولت د سقوط هېله پيدا شي، نو له کوم شک پرته چې د داسې څه د پېښېدو له امله به خوښ شي. واقعيت دادی چې پاکستان چې واک ته د طالبانو د رسولو لپاره هر څومره هڅې کړې دي، نو له طالبانو سره په تعامل کې بل کوم خاص بديل هم نه لري. همدارنګه، طالبان داسې هيڅ اړتيا نه ويني چې د پاکستان نرم فشار ته سم ځواب ورکړي. له بله اړخه، پاکستان نشي کولای چې پر طالبانو زيات فشار راولي. د پاکستان لپاره به ډېره سخته وي چې خپل فشار تر هغې کچې ورسوي چې طالبان له پاکستان سره د خپلې اړيکې  په اړه بيا غور کولو ته اړ شي. نرم فشارونه به کافي نه وي چې طالبان په پاکستان کې د اسلامپالو تروريستي ډلو له ملاتړه را وګرځوي.

د مسئلې قومي اړخ

په تېره نيمه پېړۍ کې پاکستان هڅه وکړه چې د شمال لوېديځ حوزې يا هم د سرحدي ايالت د پښتنو قومونو تر منځ د ديني افراطيت په عامولو سره د پښتنو د ملتپالنې مخه ونيسي او د بنګله دېش په څېر د يوې بلې همداسې تجربې مخنيوی وکړي. له همدې کبله يې تر خپلې وسې د سرحدي ايالت (پاکستاني پښتنو) د خلکو اړيکه له اسلامي انټرناسيوناليزم سره قوي کړه. خو له بله اړخه هيڅکله هم ونه توانېد چې د هغې سيمې د پښتنو وګړو نارضايتي ختمه کړي.

د ۲۰۲۱ کال پر مهال کابل ته د طالبانو د ننوتو پر وخت د پاکستان لومړي وزير عمران خان د طالبانو د بيا واکمنېدو ملاتړ وکړ او د خپلې ستاينې په خبرو کې يې وويل، چې طالبانو «د غلامي ځنځيرونه مات کړي» دي. عمران خان – چې پښتون دی – د طالبانو په څېر د ديني افراطيت پخه مخينه نه لري. برعکس د ده ژوند که هر ډول وي، د افراطي مذهبيانو په اند ډېر ککړ دی او له مذهبي – طالباني اخلاص څخه ډېر لېرې دی. خو همدا عمران خان دې ته متوجې و چې په پاکستان کې د ځواک په تعاملاتو کې غوره داده چې د ديني افراطيت او د طالبانو د قومي اړيکو پر جوړښت اتکا وشي. د ده دې مذهبي – قومي چلند د سرحدي ايالت د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د نيمې پېړۍ سياست هدف ګرځاوه. معنا دا چې له يوه اړخه يې د پاکستان په حکومت کې د سیکولر ځواک جوړښت د ټي ټي پي په څېر له مذهبي افراطي ډلو سره مخامخ کاوه او له بله اړخه يې د پاکستان په حکومت کې دننه پر قومي اساس د واک وېش له ننګونې سره مخامخ کاوه. د پاکستان واکمنو نېمه پېړۍ هڅه کړې وه چې له داسې څه سره مخ نشي. په بل عبارت، عمران خان د پاکستان په حکومت کې د واک د دوديز جوړښت پر وړاندې د دوه څانګه‌ييزې ننګونې په توګه راڅرګند شو: ده که څه هم تل د «ګوند» او د خپل سياسي ګوند د ترجيحاتو په اړه خبرې کولې، خو د طالبانو په ملاتړ سره يې عملا د خپل قوم مذهبي افراطيانو ته زرغون څراغ ورکړ او هم يې د غير پښتنو په ځانګړې توګه د پنجابيانو تسلط تر پوښتنې لاندې راوست. عموما پنجابيان (په ځانګړې توګه د پاکستاني پښتنو له لوري) د واک او ثروت په انحصار تورنېږي.

انځور: واشنګټن پوسټ

اوس مهال، په پاکستان کې د واک کشمکش دوه بنسټونه لري چې دوې عمده پايلې لرلای شي: يو کشمکش د پاکستان د ايډيولوژيک راتلونکي پر سر دی او بل هم پر قومي اساس د واک د وېش پر سر. تحريک طالبان پاکستان چې د پاکستان د مرکزي حکومت پر وړاندې کوم مذهبي – نظامي ننګونه را پيدا کړې ده، په حقيقت کې د دې دوه څانګه‌ييزې ننګونې يوه بېلګه ده. د پاکستان حکومت طالبان په افغانستان کې غواړي، خو په پاکستان کې يې نه غواړي. همدارنګه، په افغانستان کې د پښتنو انحصاري واک غواړي، خو په پاکستان کې د پښتنو د هر ډول سياسي غوښتنې له راپورته کېدو په وېره کې دی. د پاکستان حکومت غواړي چې په پاکستان کې اسلامپالې تروريستي ډلې وي او په سيمه او نړۍ کې د پاکستان د ستراتېژيکو او تکتيکي اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره د یوه ابزار په توګه خدمت وکړي. خو نه غواړي چې دا ډلې دې د پاکستان د حکومت د چپه کولو فکر وکړي. د سياست په يو چوکاټ او يا هم يوه واحده او کار ورکوونکې تګلاره کې د داسې تمايلاتو راغونډول اسانه کار نه دی.

طالبان چې د پاکستان پر وړاندې کومه ستونزه رامنځته کوي، هغه داده چې طالبان هم په ايډيولوژيکه توګه د پاکستان د غير اسلامي حکومت نسکورول غواړي او هم له قومي اړخه په دې باور دي چې دا پنجاب محوره حکومت بايد ختم شي. له همدې کبله پاکستاني واکمن د داسې چا ملاتړ کوي چې د پاکستان د همدې حکومت پر وړاندې نه درېږي. پاکستان غوښتل چې طالبان په افغانستان کې واکمن شي، خو اوس هماغه طالبان واک ته تر رسېدو وروسته اړتيا نه ويني چې له خپل پنځوونکي سره پر يوه لار ولاړ شي.

له طالبانو سره د پاکستان ستونزه رښتنې ده. دا چې په راتلونکي کې به د پنځوونکي او پنځول شوي تر منځ اړيکه څه وي، تر ډېره حده په دې پورې اړه لري چې د پاکستان حکومت به په لومړي قدم کې په خپل هيواد کې د دې افراطي اسلامپالو ډلو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي او دويم دا چې د سرحدي ايالت د پښتنو تر منځ پراخې نارضايتۍ ته څه ځواب وايي. داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت د انتخاب نقطې ته رسېدلی دی. د دې کشالې د تأمل ټکی دادی چې د اوسني وضعيت په پرتله چې طالبان د ټي ټي پي مهارولو ته نه دي تيار، د پاکستان هغه وضعيت ډېر په ګټه و چې طالبان پکې يوه ورانکارې ډله وه او اړه وه چې د پاکستان امر سل په سلو ومني.