پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ وسله واله نښته کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي وسله واله شخړه شوې چې پر مهال یې دوه کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

په دغه ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې یاده نښته نن (چهارشنبه، ۱۱ د زمري) سهار مهال د اریوب ځاځيو ولسوالۍ اړوند په «علي خېلو» سیمه کې رامنځته شوې چې په وژل شویو کسانو کې د نجیب الله په نوم یو هټۍ وال هم شامل دی.

سرچینې زیاتوي، چې په دغه پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول د یوه لوري کسان دي، چې ټپیان د ګردېز ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو اوسېدونکي بهار ګل بهار بیا په خپله فیسبوک پاڼه د دغې پېښې په اړه لیکلي چې ډزې د هغې کورنۍ د غړو له لوري په مقتولو کسانو شوي چې د طالبانو په لیکو کې دنده ترسره کوي.

هغه زیاته کړې، چې د سیمې اوسېدونکي د وژل شویو کسانو له جسدونو سره یو ځای د اعتراض په ډول د ګردېز ښار ته تللي او د طالبانو له ولایتي مسوولینو په دغه پېښه کې ښکېلو کسانو ته د جزا ورکړې غوښتنه کوي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولین تر اوسه د رامنځته شوې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.