اطلاعات روز: د خاص ارزګان د ولسوالۍ د «جوینو» هزاره مېشتي سيمې اوسېدونکي له «سيسټماټيکې او هدفي» ځورونې او بد چلند څخه شکايت کوي او وايي چې له جبري کډوالۍ سره مخ دي.
دوی وايي چې د مالونو له تخريب، لوټمارۍ او وژنو څخه ستړي شوي دي.
د «جوینو» سيمې يوه اوسېدونکی اطلاعات روز ورځپاڼې ته ليکلي دي چې په تازه پېښه کې د شنبې په شپه (۲۱ د زمري) ځينو خلګو د «جوینو» د اوسېدونکو مېوه لرونکې ونې غوڅې کړې دي. د سرچينې په وينا، شاوخوا ۳۹۰ ونې غوڅې شوې دي. اطلاعات روز ورځپاڼې ته د غوڅو شويو ونو انځورونه هم رسېدلي دي.
سرچينې ويلي دي چې د دې ونو موقعيت د طالبانو د امنيتي پوستې په ۳۰۰ مترۍ کې موقعيت لري. يوې بلې سرچينې ويلي دي چې د زردالو ۱۷۰ ونې غوڅې شوې دي. درېيمه سرچينه وايي چې د پرې شويو ونو شمېر ۱۳۶ ته رسېږي.
د سرچينې په وينا، ويل کېږي چې د دې ونو غوڅوونکي د «کوټهزۍ» قوم پښتانه دي چې د «جوینو» سيمې په ګاونډ کې ژوند کوي.
په ارزګان ولايت کې د طالبانو سيمهييزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.
درمند او کورونو ته اور اچول او د مالونو لوټل
يوې سرچينې په خپل پيغام کې ويلي دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تر اوسه د «جوینو» د اوسېدونکو تر ۲۰ پوري کورونه ويجاړ شوي او يا هم ورته اور اچول شوی دی. د سرچينې په وينا، سږ کال په پسرلي کې د «شير» په نوم د يوه کس کور وسوځول شو.
دې سرچينې زياته کړې ده چې سږ کال د «جوینو» د هزاره مېشتي سيمې درې موټرونه هم سوځول شوي دي. د سرچينې په خبره، دا موټرونه د «کربلایی قربان»، «د زرګر د زوی، خان» او «محمد رضا» و.
سرچينه وايي چې د «جوینو» د سیمې د اوسېدونکو د مالونو لوټنه هم زياته شوې ده. په وينا يې، حتا په رڼا ورځ يې حيوانات ورکېږي.
همدا راز سرچينې زياته کړې ده چې د «جوینو» سیمې د اوسېدونکو درمندونه هم سوځول کېږي. سرچينې د «غلام نبي» په نوم د يوه کس نوم اخيستی او ويلي يې دي چې درمند يې وسوځول شو.
وژل، وهل او ټکول
کومې سرچينې چې اطلاعات رالېږلي دي، ادعا کوي چې تر اوسه د «جوینو» سيمې ۱۳ تنه اوسېدونکي وژل شوي دي.
دې سرچينې د وژل شويو نوملړ هم شريک کړی دی، له دې نوملړ سره سم د سيد يوسف زوی محمد هاشم، ډاکټر اميري، کربلايي انصاري، د سواتي زوی محمد حسين، محمد تقي روحاني، موسی او محمد علي هغه کسان دي چې وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، د «جوینو» سيمې يو شمېر اوسېدونکي وهل شوي هم دي. په وهل شويو افرادو کې د ناصر زوی اسدالله، سيد محمد، د سيد عاقل زوی سيد شاه، د ابراهيم زوی خالق او د ميرزا زوی روح الله شامل دي.
سرچينې زياته کړې ده چې په وروستي ځل د سيد محمد نوم يو کس دوې ورځې وړاندي ووهل شو او ژوبل دی.
سرچينې د خاص ارزګان ولسوالۍ د دې هزاره مېشتي سيمې د اوسېدونکو د وهلو، ټکولو او وژنو لامل قومي شخړې بولي او وايي چې دا کار پښتانه کوي.
همدا راز کوچيان هم په دې سيمه کې د ځورونې او د کښتونو د یجاړۍ لامل دي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې په څېړنيز راپور کې هم د ځينو سرچينو په وينا ويل شوي دي چې کوچيان اوس هم د خاص ارزګان ولسوالۍ په ټولو سيمو کې شته دي او سيمهييز خلګ يې ډېر په تنګ کړي دي.
د سرچينو په وينا، خلګ په څړځايونو کې د څارويو له څرولو منع شوي دي. د هغو ويډيوګانو پر اساس چې اطلاعات روز ته رسېدلې دي، کوچيان دشپې مهال د خلګو کښتونه او کرنيز محصولات، کورونه او ان نقليه وسایط سوځوي.
يو عيني شاهد وايي چې طالبان او کوچيان قصد لري د عشر او درنو جريمو په تحميلولو، وژنو او د خلګو د مالونو په سوځولو سره دا ولسوالۍ د هزارهوو له وجوده پاکه کړي.
يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د ۲۰۱۰ ميلادي پر مهال د ارزګان ولايت باغچار سيمه هم په همدې توګه د پښتنو له لوري د هزارهوو له وجوده پاکه شوه او اوس مهال هلته هيڅ هزاره نشته.