د طالبانو د عدليې وزير: په هيواد کې د سياسي ګوندونو فعاليت په مطلق ډول بند دی

اطلاعات روز: د طالبانو د عدليې سرپرست وزير عبدالحکيم شرعي وایي، چې په هيواد کې د سياسي ګوندونو فعاليت په «مطلق ډول» بند دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي راپور ورکوي، چې د طالبانو د عدليې وزير نن (چهارشنبه، ۲۵ د زمري) «ملت ته د دولت حساب ورکونې» پروګرام کې دا موضوع بیان کړې ده.

هغه ويلي، چې په هيواد کې د سياسي ګوندونو شتون «نه شرعي اساس لري، نه د ملت ګټې په کې خوندي دي او نه یې ملت غواړي.»

د افغانستان د عدليې وزارت پر ويبپاڼه د شته لړليک له مخې، پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمنېدو وړاندې له دې وزارت سره ۷۳ سياسي ګوندونه ثبت شوي دي.

يو شمېر ګوندونو په پلازمېنه کابل او د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې دفترونه درلودل او فعال وو.

خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د ډیري سياسي ګوندونو رهبرانو هيواد خوشې کړی او اوس مهال نورو هيوادونو کې ژوند کوي.