سوله مشاعره

ګردېز کې د سولې په نوم مشاعره؛ فرهنګیان: که سوله ونشي، د ډېرو تاريخي ابداتو د له منځه تلو ګواښ شته

اطلاعات روز: ګردېز کې د پکتيا د ګڼو ولسواليو د شاعرانو، فرهنګيانو او د شعر د مينه والو په ګډون د سولې او امن په نوم مشاعره وشوه، چې شاعرانو او فرهنګپالو پکې له وسله والو طالبانو د افغانانو د ژوند لپاره د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

دوی وويل چې جګړه نور په هېڅ نوم او هېڅ ډول د منلو او زغملو نده او بايد د وسله والو طالبانو مشرتابه د افغانانو ناوړه حالت ته په کتو نور له جګړې لاس واخلي.

دوی وويل چې د جګړې له امله د هېواد معنوي اړخ او نړيوال حيثيت ته زيان اوښتی او په کار ده چې نور د مينې او وروري په فضا کې ژوند وشي.

دوی اندېښنه وښوده چې د جګړو له امله د هېواد معنويانو ته زيات زيان اوښتی او د جګړې د دوام په صورت کې د پکتيا سربېره په نورو ولايتونو کې هم د مهمو لرغونو آبداتو د له منځه تلو ګواښ شته.

يو تن شاعر رحمت الله څارګر وايي چې دا ډول فرهنګي پروګرامونو د شعر په پسته ژبه هر ځای او ټولو جنګياليو ته د سولې او ورورولي پيغامونه رسوي او د جګړې ناوړه انځور ورته وړاندې کوي.

څارګر، شاعر د ټولنې ترجمان بولي، چې په خبره يې د ټولنې درد، ستونزې او نور مسايل ښه درک کوي او د حل لپاره يې د ټولنې وګړي يو لاس کېدو ته رابولي.

نوموړي زياته کړه: «دا د سولې لپاره پيغام رسوي، اوس وخت کې داسې شعرونو ته زيات ضرورت دی چې د مينې، ورورګلوي او ښه ژوند پيغامونه راونغاړي.»

شاعر نبي جان احمدي دا ډول صميمانه فرهنګي بنډارونه د ځوانانو تر منځ د لا نږدې کېدو او پرېشانيو کمولو کې اغيزناکې بولي او وايي چې له دې لارې د ټولنيز زغم پديده پياوړې کيږي.

احمدي اطلاعات روز ته وويل چې ادبي او فرهنګي وضعيت بايد پيکه کېدو ته ورنکړل شي او د هرې سيمې ځوانان دې د افغان اصيل کلتور په پياوړتيا او ساتلو کې هڅې وکړي.

هغه وايي: «د ادب غېږه ډېره نرمه او پراخه ده، هر څوک پکې په مينه ځايېدلی شي؛ همدا پيغام بايد خپور شي چې افغاني ټولنه ډېره خوږه او پراخ زغم لرونکې ټولنه ده او په دې هېواد کې هر افغان ته ځای شته.»

د پکتيا پرېس کلب غړی احمدالله احمدي وايي چې ليکوالانو او شاعرانو د تاريخ په اوږدو کې په مثبت ټولنيزو بدلون، فکرې رغونې او ټولنيز شعورو لوړولو کې مهم رول لوبولی او خلک يې بيداري ته رابللي دي.

احمدي وويل: «د شعر په ژبه پيغام په مستقيم او اغېزناک ډول لېږدېدلی شي؛ ځکه شاعر هغه خبره له سانسور پرته کولی شي چې نور خلک يې د بېلابېلو عواملو پر اساس نشي ویلی.»

د پکتيا ولايت د اطلاعات او کلتور رييس صلاح الدين سليس وايي چې فرهنګي جريانونه بايد ‎پياوړي شي او د فولکور په ژوندي ساتلو او پاللو کې زياته ونډه واخلي.

نوموړي وويل: «رښتيا هم د جګړې له دوام سره د معنويانو د لا زيانمنېدو او تاریخي آبداتو ته خطر متوجه دی. پکتيا کې هم داسې لرغوني ځايونه او آبدات لرو چې د جګړې له امله ورته رسيدګي نشي کېدلی. که سوله وي د دې سربېره د فولکور تقويت ته هم زيات کار کېدی شي.»

د دې فرهنګي پروګرام تنظيموونکی او د سمون کلتوري ټولنې مشر ساحل منګل وايي چې يادې ټولنې د بشري حقونو په پياوړتيا، د ښځو او ماشومانو د خونديتوب، سولې او فرهنګ په برخه کې زيات فعاليتونه کړي دي.

منګل اطلاعات روز ته وويل چې ټولنې يې تر دمه ۱۵ بېلابېل کتابونه چاپ کړي، په ګردېز کې يې د هېواد په کچه علمي سيمينارونه جوړي کړي او اوسمهال هم د مدار په نوم د چاپي رسنۍ او ځينو نورو لارو د سولې او ټولنيز سمون لپاره کار کوي.

نوموړي زياته کړه چې د شعر او ادب په مهينه ژبه د سولې پيغام ښه خوريږي او ټينګار کوي چې د هېواد له ادبي او کلتوري هستې دې د سولې او امن غږ پورته کړي.

منګل وويل:«د اړيکو او مشترکاتو له لارې بايد نور نړيوال بشرپاله اديبان او شاعران هم د افغان انسان د ژوند ژغورنې غږ بدرګه کولو ته وهڅول شي.»

که څه هم افغانانو له بېلابېلو لارو له وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه کړې، خو يادې ډلې تر اوسه د افغانانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ندی ويلی.