د بهرنيو اسعارو دوامدارې بې ثباتۍ د هیواد په سويلي زون کې د خلکو اقتصاد زیانمن کړی

د هيواد په سويلي زون کې له تېرو څو لسیزو راهیسې ۷۰ سلنه لويې او وړې معاملې په پاکستانۍ کالدارو ترسره کېږي چې اوسمهال د همدې کالدارو بې ثباتۍ او د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو راټیټیدل د خلکو او کاروباریانو اقتصاد زیانمن کړی دی.

دغلته له نږدې ۳۰ کلونو راهيسې خلک پاکستانۍ کالدارې کاروي چې د پخوا په پرتله یې اوس څو برابره خپل ارزښت بایللی، همدا تېره مياشت ۱۰۰۰ افغانۍ په شاوخوا ۲۵۰۰ پاکستانۍ کالدارو بدلیدې، خو دا مهال د افغانستان په بازارنو کې ۱۰۰۰ افغانۍ په څه باندې ۴۰۰۰ او ۵۰ پاکستانۍ کالدارو بدلیږي چې دغه لنډ وخت کې لوی توپیر خلک له زیان سره مخ کړي دي.

ورته مهال بیا د طالبانو د مرکزي بانک ځايي مسوولینو خبر ورکړی، چې تر دوه نيمو مياشتو به په ټول سویلي زون کې د بهرنيو اسعارو پر راکړه ورکړه بنديز ولګوي.

خلک بيا د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه دې بندیز ولګوي او د افغانیو د ترویج برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي ترڅو خلک په خپله خوښه افغانۍ په لاس کې واخلي.

د کندهار په صرافۍ مارکېټ کې يو تن صراف حميدالله وايي، واکمن حکومت دې خلکو ته توصیه وکړي چې د نورو بهرنيو کرنسيو پر ځای ټولې وړې او لويې معاملې په افغانيو ترسره کړي.

نوموړي وویل، د امريکايي ډالرو، پاکستانۍ کالدارو او نورو بهرنيو اسعارو ډير استعمال خپله دې ته لار هواروي ترڅو هيواد کې دننه د بهرنيو کرنسيو ارزښت پورته وساتل شي.

هغه له خلکو غواړي چې د نورو هيوادونود د اسعارو پر ځايی له خپلې افغانۍ کرنسۍ ګټه واخلي څو له تاوانونو خلاص شي.

حمیدالله زیاته کړه: «دا غرضه او تقاضا ده، دا د چا په لاس کې نه ده چې يا يې ښکته يا هم پورته کړي، کوم شی چې په بازار کې د خلکو په کارېږي هغه که ډالر وي، افغانۍ وي يا هم کالدارې، اوس فعلاً افغانۍ د خلکو په کارېږي او افغانۍ مخ پر لوړه روانه ده، ټول تجاران په کالدارو کار کوي، اجارې په کالدارو نيول شوي، ټول تاوان يې تردا خلکو رسیږي».

کندهار کې د صرافانو مارکیټ

د کندهار اوسیدونکی شريف الله وایي، دغلته ډير شمېر خلک له امريکايي ډالرو او پاکستانۍ کالدارو ګټه پورته کوي او همدا يې لامل شوی ترڅو یادې کرنسۍ د هيواد په داخلي بازارونو کې زیاتې مروجې شي.

 د ده په خبره، د پاکستانۍ کالدارو بې ارزښته کېدو د ده په ګډون زيات شمیر خلکو ته په لکونو افغانۍ زيان اړولی، خو وایي، چې اوس يې د جبرانولو لار نه ورمعلومیږي.

نوموړي وویل: «د پخوا وختونو څخه د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل خلک په کالدارو کار کوي، اوس يو دم ټولو لاس ترې اخیستی ځکه ضرر یې وکړ، که خلک د افغانيو څخه ګټه واخلي او داخلي ټول کاروبار افغانيو ته واوړي هيڅ څوک نه تاواني کېږي، دا اوس ټول خلک کوښښ کوي چې په يو ډول نه يو ډول کالدارې د ځان څخه لېري کړي او افغانۍ استعمال کړي.»

شريف الله زياته کړه، چې مخکې يې نږدې ټول کاروباري معاملات په پاکستانيو کالدارو ترسره کول، خو وایي، چې له څو ځله زيانمېدو وروسته يې اوس له بهرنيو کرنسيو لاس اخیستی دی.

په بهرنیو کرنسیو راکړې ورکړې نه یوازې عام خلک زیانمن کړي بلکې سوداګرو ته یې هم لویه اقتصادي ضربه رسولې. یو تن سوداګر عبدالقادر خان وایي، چې د کالدارو بې ثباتۍ ټول جنوب غرب زون ته سراسر تاوان رسولی دی.

ده وویل: «د کالدارو بې ارزښته کېدل د جنوب غرب حوزې ته سراسر تاوان دی، تېرو حکومتونو هم پردې ټينګار کاوه چې خپلې معاملې په افغانيو کړئ، خپل هويت راپورته کړئ، اوس دوی هم راته ویلي، دا خو ملامت موږ يو چې کاروبار پرې کوو، دا که تاوان وي که ګټه وي، په ميلياردونو نوې افغانۍ چاپ شوي اوس پر بازارونو هم را ايله شوي، خو بانک يې هم ډيرې نه را ايله کوي دا بيا د هغو ملامتيا ده».

د صرافانو مسوولین وایي، که چیرته خلک په راکړه ورکړه کې له افغانیو کار واخلي، نو د نورو کرنسیو په مقابل کې به یې ثبات وساتل شي

دغه راز د کندهار د صرافانو اتحاديې مسوولين بيا له خلکو غواړي څو د پاکستانيو کالدارو پر ځای له خپلو داخلي کرنسيو ګټه واخلي او ترويج يې کړي.

د کندهار ولايت د صرافانو اتحاديې مشر حاجي قندي آغا زياتوي، د افغانيو زيات استعمال د دې لپاره زمينه برابروي چې د نورو کرنسيو په مقابل کې يې ثبات وساتي، خو په خبره يې که په هيواد کې دننه د نورو پولي اسعارو ګټه اخيستنه زياته شي، دا بیا د عامو خلکو پر اقتصاد او کاروبار ناوړه اغېزې لرلی شي.

د هغه په وينا، چې په پاکستان کې د سياسي چارو نامنظم والي هم د افغانيو ارزښت لوړولو ته لار هواره کړې او ځايي حکومت بايد له همدې فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره د افغانيو ترويج ته نور هم خلک وهڅوي.

نوموړي زیاته کړه، هر څومره چې په بازارونو کې د افغانيو بانک نوټونه کمېږي هغومره يې په قيمت لوړېدو کې مرسته کولای شي او زمينه برابروي څو خلک د نورو بهرنيو اسعارو پر ځای افغانۍ استعمال کړي.

د افغانیو ارزښت داسې مهال لوړ شوی چې افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نړیوالو بندیزونو یې په راکړه ورکړه بد اغېز کړی دی.