اطلاعات روز: د مراکش په لېرې پرتو سيمو کې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې تر د نړېدلو کورونو لاندې خلک وژغوري او په عين حال کې پوځ ته امر شوی چې د ژغورنې په عملياتو کې برخه واخلي. دا په تېرو ۶۰ کلونو کې په مراکش کې تر ټولو مرګونې زلزله ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، مراکشي چارواکو د ۶.۸ کچې زلزلې وروسته درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی. په دې زلزله کې تر اوسه پورې دوه زره او ۱۲ کسان مړه شوي، دوه زره او ۵۹ نور ژوبل او ګڼ شمېر خلک يې بې کوره کړي دي.
د مراکش د پوځ له اعلاميې سره سم، پاچا محمد پوځ ته امر کړی چې د پلټنې ځانګړې ډلې او ګرځنده روغتونونه فعال کړي.
د تېرې جمعې په شپه (۱۷ د وږي) د مراکش د اتلس په لوړو غرونو کې را منځته شوې زلزلې په مراکش ښار کې تاريخي ودانۍ هم زيانمنې کړي. د زياتې مرګ ژوبلې راپورونه د سويل په غرنيو سيمو کې له الحوض او تارودانت ولايتونو څخه ورکړل شوي دي.
د متحده ايالاتو د جيولوجي سروې په وينا، د دې زلزلې عمق ۱۸.۵ کيلومټره و، چې د مراکش ښار شمال ختيځ لور ته په ۷۲ کيلومټرۍ کې يې مرکز و.
مراکشي چارواکو ويلي، چې دوی د بېړنيو مرستو رسولو هڅه کوي خو جغرافيوي محدوديتونه يې پر وړاندې خنډ دي.
د دې زلزلې عمق ۱۸.۵ کيلومټره و، خو د همدومره کچې تر زلزلو ډېره ويجاړوونکې وه. دا له ۱۹۶۰ کال راهيسې په مراکش کې تر ټولو سخته زلزله ده. د متحده ايالاتو د جيولوجي سروې په وينا، داسې ګومان کېږي چې هغه وخت شوې زلزلې لږ تر لږه ۱۲ زره کسان مړه کړي وو.
