د کور او جومات له سبقه بیا د سختدریځۍ تر مراکزو پورې

په افغانستان کې د جومات د رول بدلون

امير بهنام او جليل رونق

«د ګذرګاه په جامع جومات کې زر طالبان درس وايي؛ دا طالبان کومې ورځې ته په درد خوري؟»

دا په هرات کې د ګذرګاه جامع جومات د خطيب مولوي مجيب الرحمان انصاري د ګيله‌منو او انتقادي خبرو يوه برخه ده، نوموړی د ۱۴۰۱ لمريز کال د وږي د مياشتې په يوولسمه نېټه په هرات کې ووژل شو. مولوي انصاري هغه وخت د ګذرګاه جومات د شاګردانو پر نه ګټې نيوکه وکړه چې د ده په اند اسلامي احکام پر ځمکه غورځول شوي او د جومات دا «زر طالبان» د هغو د پلي کولو لپاره اقدام نه کوي. مجيب الرحمان انصاري ګذرګاه جامع جومات د افراطي مسلمانو نسلونو د روزنې ځای باله چې بايد د حکومت عرقي قوانين ختم کړي او پر ځای يې ديني احکام په تاوتريخجنه توګه په خپل لاس کې واخلي. په خپله ده د حدودو او مذهبي مجازاتو اجرا د ګذرګاه له جامع مسجد څخه پېل کړه او له خپلو پيروانو يې په څرګنده وغوښتل چې د جمهوري حکومت له قوانينو دې سرغړونه وکړي. وړاندې تر دې چې مولوي انصاري د خپل همفکره افراطي په لاس ووژل شي، د افراطيت او سختدريځۍ د يوه مرکز په توګه د جومات د بدلولو له کبله يې په طالبانو کې درنښت او نفوذ موندلی و.

د افغانستان د پخواني دولت چې جمهوريت نومول شوی و، په چوکات کې د جوماتونو او حسينيه‌ګانو کنټرول او مديريت له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره و. دې وزارت په هغه وخت کې د مسجدونو، حسينيه‌ګانو او مذهبي ځايونو مديريت او رهبري، د مدرسو او دارالحفاظونو له لارې د ديني خدماتو وړاندې کول، د خطيبانو او روحانيونو د علمي وړتيا لوړول، ارشاد او امر بالمعروف او د اسلام ضد تبليغاتو مخنيوی، د تبليغ او وينا د ډولونو سيسټماټيک کول او د منکراتو تشخیص او مخنیوی د خپل ځان مسووليتونه ګڼلي و. له دې سره-سره يې د حج د فريضې تسهيل هم پر غاړه و. خو سره له دې له ډېری مسجدونو او خطيبانو سره د دې وزارت اړيکه دوستانه نه وه، بلکې په ډېری خايونو کې جوماتونه د هغه وخت د سياسي نظام پر خلاف د تبليغ او نفرت خپرولو په لويو مرکزونو بدل شوي وو. مولوي مجيب الرحمان انصاري د هغو لسګونو او سلګونو روحانيونو له منځه يوه بېلګه ده چې پر دولت د نیوکو، د شته سياسي نظم د نفې او د دې سياسي نظم د له منځه وړلو په دعوت مشهور شوی و.

د افغانستان پخوانيو دولتونو وخت پر وخت هڅه کړې چې پر جوماتونو او خطيبانو څار ولري او د چارو د تنظيم لپاره يې لارښودونه جوړ کړي. دا هڅې په سياسي بدلونونو کې د مسجد د ارزښت له کبله مهمې دي. د شوروي اتحاد پر خلاف د جهاد له پېل راهيسې په نږدې نيمه پېړۍ کې ډیری جوماتونه د جنګياليو د جلب او جذب، د جهاد لپاره د خلګو د هڅونې او د سياسي-جهادي افکارو د خپرېدو په مرکزونو بدل شوي دي او همدا راز بنسټپالي پکې روزل کېږي. دا تدريجي بدلون د دې څرګندونه کوي چې په وروستيو ۵۰ کلونو کې جومات تر ډېره حده د افراطيت او سختدريځۍ د پراختيا لپاره سياسي او تبليغي فعاليت کړی او نورې چارې په ځانګړې توګه سواد زده کړه او د سنتي-ديني بارونو تشريح يې پرېيښې.

په دې وروستيو کې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت «ملت ته د حساب ورکولو» په پروګرام کې اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره د مسجدونو ټولو خطيبانو ته يوه خطبه چمتو شوې او هغوی ته ورکړل شوې ده. په دې توګه په ټول هيواد کې ټول مسجدونه مکلف دي چې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت له لارښودونو سره سم خلکو ته خبرې وکړي. طالبانو وکولای شول چې د دوو کلونو په موده کې هغه برنامه تطبيق کړي چې د افغانستان پخوانی دولت يې په ۲۰ کلونو کې هم په تطبيقولو ونه توانېد.

د جومات لومړنی بنسټ

په حجاز کې د اسلام له ظهور سره سم جومات يو ټولنيز، سياسي او زده کړييز بنسټ او د عبادت ځای و. د حجاز په خاوره کې لومړني اسلام رسمي اداري او حکومتي دستګاه نه درلوده، له همدې کبله مسجد هغه ټولې چارې تسهيلولې چې د مسلمانانو نوې جوړې شوې ټولنې ورته اړتيا درلوده. د اسلام په لومړيو ورځو کې مسجد سره له دې چې د عبادت ځای و، په سياسي-ټولنيز مرکز هم بدل شو او بېلابېلي چارې يې مخته وړې. په هغه وخت کې مسجد د يوې رسنۍ رول هم درلود، عام خلک به د ورځې له خبرونو د خبرېدو لپاره جومات ته تلل. اعلانونه به د جومات له لارې کېدل، د خلکو د مړينې خبرونه او سياسي او ټولنيزې پرېکړې به هم له همدې لارې خلو ته رسول کيدلې.

قبا جومات، د مسلمانانو لومړنی جومات

څومره چې پر اسلام وخت اوښت، د مسجد فعاليت هم د ټولنې اړتياوو ته په کتو سره پراخېده. د اسلامي مطالعاتو څېړونکی علي اميري وايي، چې په هغه وخت کې په مسجدونو کې ستنو ځانګړي نومونه او رولونه درودل او د دې مشخصو ستنو په وړاندې به هغه خلک درېدل چې له هغې به يې د خپل حيثيت او کار له امله تړاو و. دی په دې تړاو هغې پېښې ته اشاره کوي چې د اسلام د پيغمبر په وخت کې يو مشهور شاعر د پيغمبر ص جومات ته ورغی؛ ده دا شاعر د مسجد هغې ستنې ته ولېږه چې هلته له ادب سره مينه لرونکي اصحاب راټول وو. د مسلمانانو څلورم خليفه د کوفې په جومات کې يوه ستنه قاضيانو ته ځانګړې کړې وه، تر څو خلک هغه ځای ته په ورتګ د حق او عدالت غوښتنه وکړي.

د وخت په تېرېدو سره مسجد نه يوازې دا چې د سياسي، ټولنيزو او قضايي چارو د حل و فصل ځای و، د علومو د زده کړې په يوه مرکز هم بدل شو. د ښاغلي امير په اند، مسجد د اسلام له پېل څخه تر څلورمې او پنځمې هجري پېړۍ پورې د علم او زده کړې اصلي مرکز و او له ديني علم سره-سره به هلته د طب او رياضياتو په ګډون بېلابېل علوم زده کوونکو ته تدريسېدل. ښاغلی اميري وايي چې حتا په مسجد الحرام کې د موسيقي تمرين هم شوی دی.

په زده کړه کې د مسجد د رول زياتېدل د اموي خلافت له ظهور سره ټينګه اړيکه لري؛ ځکه چې په دې دوره کې د حکومت بنسټ له مسجد څخه جلا شو، دربارونه، دارالاماره او دارالخلافه د سياسي چارو د تنظيم اصلي ځايونه شول او اموي او وروسته عباسي خليفه‌ګانو د مسجد پر ځای د تصميمونو لپاره قصرونه جوړ کړل. خلک به د خليفه د ليدلو لپاره ماڼۍ ته ورتلل او د هيواد او پوځ چارې هم له هغه ځايه تنظيميدلې. له دې سره-سره د مسجد زدکړييز او ټولنيز رول د پخوا په څېر پر ځای پاتې و او څومره چې مسلمانان له معاصرو علومو او فنونو سره بلدېدل د مسجد زدکړييز رول هم ورسره پراخېده.

په افغانستان کې تر ټولو لرغونی مسجد د نهو ګنبدو مسجد (بلخ مسجد) دی چې منځنۍ اسيا ته د اسلام تر راتګ وروسته د دويم هجري پېړۍ په وروستيو کې جوړ شوی دی. دا مسجد چې ۲۰ په ۲۰ مترو کې جوړ شوی، د نهو ګنبدو د درلودلو له کبله په همدې نوم مشهور شوی. دا لرغونی مسجد د ۱۹۶۰ کال پر مهال دويم ځل کشف شو او د ۲۰۰۶ کال پر مهال د نړيوالو لرغونو اثارو د څار له سازمان سره هم ثبت شو. تر دې وروسته د هرات د جامع مسجد نوم يادېدلای شي چې په نهمه هجري پېړۍ کې جوړ شوی دی. د شنونکو په اند، په دې مسجدونو کې د عبادت له چارو سره-سره د ديني او نورو معاصرو علومو زده کړې رواج وې.

بلخ ولایت کې نهه ګنبدي جومات. انځور: بي بي سي فارسي

د څلورو پېړيو په دوران کې چې د جومات رول د تصميم نيونې له مرکزي بنسټ څخه په يوه عمدتا زدکړييز بنسټ بدل شو نو د مسجدونو زده کړييز رول يوازې د فقهې، تفسير او حديثو تر زده کړې او نشر پورې محدود نه و، بلکې د هغه وخت مروج علوم لکه طب، رياضيات، نجوم او د هغه وخت نور پېژندل شوي علوم د مسجد له لارې زده کوونکو ته ور ښودل کېدل. علي اميري د مشهور عالم ابو علي سينا نوم اخلي چې د څلورمې پېړۍ په منځنيو او د پنځمې پېړۍ په لومړيو کې يې ژوند کاوه، نوموړي په مسجد کې زده کړې کړې وې او د طب په ګډون ډېرې زده کړې يې په مسجدونو کې وکړې.

په دې دوره کې مسجد له ماڼۍ (د خليفه قصر) او بازار سره ټينګه اړيکه درلوده؛ دې دریو بنسټونو د ټولنيز نظم او د هغه د چارو په تنظيم کې اساسي رول درلود. له همدې کبله، د مسجدونو خطيبان او ملا امامان په دې دورو کې د خليفه له لوري ټاکل کېدل او يا به يې هم تاييدول او بيعتونه او سولې لا هم په مسجدونو کې کېدلې او اعلانيدلې، خو په دې دوره کې د مسجد زدکړييز رول ډېر څرګند و. ويل کېدلای شي چې په دې دوره کې مسجد يوازينی ځای و چې هلته خلک له اسلامي او عصري پوهنې سره اشنا کېدل. په دې وخت کې لوی مسجدونه جوړ شول چې هر يو يې د افکارو د تبادلې او د علومو د زده کړې په مرکز بدل شو. په دې لړ کې د اموي مسجد چې په لومړنيو مسجدونو کې شمیرل کېږي، همدا راز د الازهر چې لومړی مسجد و، د زدکړييزو مرکزونو په توګه يادېدلای شي. له دې سره-سره، د وخت په تېرېدو سره مسجدونو مهم رقيبان هم وموندل چې په دې لړ کې مهم يې د دارالعلومونو تأسيسېدل يادولای شو. لومړنی دارالعلوم په دويمه هجري پېړۍ کې جوړ شو. د ښاغلي امير په اند د دې تازه جوړ شوي دارالعلوم توپیر له مسجدونو سره ډېر څرګند دی، په داسې حال کې چې د مسجدونو رول مطلق زدکړييز و، خو دارالعلومونه تر ډېره حده څېړنيز بنسټونه و او د ژباړې په څېر کارونه د دې بنسټونو اصلي دنده ګڼل کېدله.

په دې دوران کې د دې مرکزونو جوړېدل د اسلامي سياسي مرکزونو له سيالۍ سره هم اړه لري. د بېلګې په توګه، د وخت عباسي خليفه مأمون چې کله دارالحکمه (د څېړنيز بنسټ يو ډول) جوړه کړه، فاطميانو يې په مقابل کې په مصر کې د قاهرې دارالعلوم ودان کړ.

د جومات د زدکړييز رول انحطاط

د جومات زدکړييز رول د پنځمې هجري پېړۍ له پېله او د نظاميو له ظهور سره سم کم شو. تر دې وروسته نظاميې د زده کړې او تدريس په ځايونو بدلې شوې. په پنځمه هجري پېړۍ کې د سلجوقيانو د ځواکمنې امپراتورۍ عالم وزير خواجه نظام الملک طوسي د مدرسو د جوړولو نوښت وکړ چې په نظاميه مشهورې شوې.

د آلب ارسلان سلجوقي واکمن عالم او ځواکمن وزير خواجه نظام الملک طوسي ښايي نظاميې په مصر کې د فاطميانو د خلافت او په بغداد کې د عباسيانو د خلافت څخه په اغېزمنېدو د سياسي سياليو په ترڅ کې جوړې کړې وې. په مصر کې د الازهر جامع (مسجد) چې هغه وخت د فاطميانو د ځواک او واکمنۍ ځای و، د زده کړې، بحث، افکارو او اسماعيلي کلام د خپراوي په مهم مرکز بدل شوی و. له دې سره-سره، د قاهرې دارالعلوم هم هغه وخت د زده کړې او څېړنې مشهور مرکز ګڼل کېده. د تاريخ ليکونکو په وينا د دې دارالعلوم په کتابتون کې ۲۰۰ زره کتابونه ساتل کېدل. خواجه نظام الملک که څه هم په مذهب شافعي و خو ټول عمر يې د حنفي مذهبه غزنويانو او سلجوقيانو په دربار کې خدمت کړی و، د بغداد د خلافت سخت ملاتړی و او له همدې کبله يې د هغه ځای د فرهنګي وضعيت د انحطاط اندېښنه هم درلوده. عباسيانو د مأمون الرشيد له وخته د بغداد د بيت الحکمه د جوړولو تجربه هم درلوده چې له همدې کبله په ځانګړي توګه د هارون الرشيد د واکمنۍ دوره د يوناني علمي-فلسفي متونو د ژباړې او پراخ هرکلي له کبله د عباسيانو طلايي دوره هم ګڼل کېږي. خو په کومه زمانه کې چې نظام الملک طوسي ژوند کاوه، بغداد ته له خپلې ماضي څه نه و پاتې؛ په هغو ورځو کې د فاطميانو د پياوړې کېدونکې واکمنۍ له وجې جامع الازهر او د قاهرې دارالعلوم ځانګړی حيثيت درلود.

نظام الملک طوسي په نیشاپور، هرات، اصفهان او نورو ځايونو کې د نظاميو له جوړولو سره-سره تر تولو غټه او مهمه نظاميه ‎په بغداد کې ودانه کړه چې د بغداد نظاميه بلل کېده. دا نظاميه په هغه وخت کې يو لوی پوهنتون بلل کېدای شوای چې د دين، تفسير، حديثو، قرأت او تر يو اندازې د رياضي د عالمانو د رجوع مرکز و. د دې نظاميې د اوج پر مهال، شپږ زره زده کوونکو پکې زده کړې کولې. د بغداد نظاميه د بغداد ختيځ ته د مشهور ثلاثاء بازار په منځ کې تر دوه کاله کار وروسته په ۴۵۹ هجري قمري کال کې جوړه شوه. په دې نظاميه کې د مدرسينو او فقهاوو د اوسېدو لپاره ځايونه، د موذن او ساتونکي لپاره ځانګړې غرفې، مسجد، کتابتون او د رڼا د سامانونو لپاره ځانګړی ځای جوړ شوی و. دې ته څېرمه کاروان سرای او بازار و او په ډېر کم وخت کې د اسلامي پوهنې د زده کړې په مهم مرکز بدل شو. په نيشاپور، اصفهان، مرو او هرات کې هم مهمې نظاميې جوړې شوې وې. له دې سره-سره، د نظاميو په تقليد په کليو او ښارونو کې وړې مدرسې او نظاميې جوړې شوې.

که په دې تړاو د سياليو او سياسي اختلافاتو له تفصيلي تشريح تېر شو، نو د نظاميو په جوړېدو سره چې په اسلامي ټولنه کې د زده کړې په بهير کې کوم مهم توپير راغی، هغه –په تېر کې د مسجد د بنسټ ساده توب ته په پام – د دې نويو زدکړييزو مرکزونو سازماندهي‌توب و. په لويو او پېژندل شويو نظاميو کې يوه مشخصه اداره وه. په دې معنا چې په هره نظاميه کې يو شمېر مسوولين او اداري کارمندان و لکه متولي، د اوقافو منشي، ساتونکي او خادمان. همدا راز، په زدکړييز نظام کې يې مدرسين (د علمي رتبې پر اساس) او محصلين وو. نظاميې دې ټولو مسوولينو ته مشخص معاش ورکاوه. له دې سره-سره، د زده کوونکو د ژوند او زده کړې لګښت هم ورکول کېده. همدا راز، دې نظاميو مشخص مالي سازمان درلود چې له همدې لارې يې لګښتونه پوره کېدل. د دې نظاميو مهمې مالي سرچينې موقوفوات او د بغداد د واکمن او سلجوقي پاچا مالي مرستې وې.

تعصب ته تمايل

د نظاميو جوړېدلو يوازې دا ونه کړل چې زده کړې يې [په يوه سيسټم کې] تنظيم کړې. دې نظاميو که له يوې خوا په زدکړييز نظام کې اداري سلسله مراتب را منځته کړل او هغه يې بنسټيز کړل، له بله اړخه يې سختدريځۍ ته د تدريجي تمايل له کبله د ازاد فکر او اند مخه ونيوله. د بېلګې په توګه، د معتزله او اشاعره او نورو اسلامي ډلو د اختلافاتو پر مهال يې د مسلمانو محافظه کارو او تنک نظرو فقهاوو اړخ ونيوه. په دې لړ کې د ابو حامد محمد بن محمد الغزالي نوم يادولای شو چې د نظاميه مشهور مدرس و او د خواجه نظام الملک طوسي يو نږدې کس و چې د «تهافت الفلاسفه» نومی کتاب يې هم ليکلی دی. نوموړي فيلسوفان تکفير کړل او د ابن سينا او فارابي په څېر کسانو د فکري اثارو په له منځه وړلو کې يې له هيڅ ډول هڅو مخ وانه ړاوه او معقوليت (Rationalism) –چې مرکز يې په خراسان کې و – له بيخه ونړاوه. په دې توګه نظاميو د اسلامي پوهنې چې مهم يې فقه، اصول الفقه او عربي ادبيات وو په خپراوي کې تقريبا درې پېړۍ (د پيل له وخته بيا په خراسان کې تر سياسي انحطاط پورې) په قوت سره فعاليت وکړ.

د سلجوقيانو تر سقوط وروسته هم نظاميو او ديني مدرسو د پخوا په څېر فعاليتونو ته دوام ورکړ. په همدې حال کې د مغولو د امپراتورۍ يرغل چې له منځنۍ اسيا څخه تر بغداد او بيا تر هند پورې سيمې يې ولکه کړې، حد اقل د شخړو او وروسته را پيدا کېدونکو بې ثباتيو په پېل کې يې دې سيمې ته په کلتوري توګه ټکان ورکړ او بې شميره ويجاړۍ يې پېښط کړي. د خراسان پر جغرافيه چې اوسنی افغانستان هم پکې شاملېږي، د مغولو د واکمنۍ پر مهال تصوف وده وکړه. د تصوف د پراختيا او ودې پر مهال د صوفيانو مېشتځای او عبادتځايونه يعنې خانقاوې هم جوړې شوې. خانقاوې نه يوازې د سير او سلوک ځای و، بلکې د زمانې د معارف د زده کړې او د مشهورو عارفانو او صوفيانو د نظرياتو د اورېدو فضا هم وه. همدې ته په پام د مسجد د زدکړييز رول په دوام د اسلام د پراختيا پرمهال د نويو بنسټونو په لړ کې خانقاوې هم يادولای شو. که د اسلام په لومړيو کې مسجد د دې دين په زده کړه او پراختيا کې مرکزي رول درلود، نو د مغولو تر يرغل او تقريبا د دوو پېړيو په يوه دوره کې خانقاوو هم د مدرسو تر څنګ هماغه رول مخته وړی دی.

د بي بي خانم جومات د تيموري دورې انځور. انځور:  AKDN

تر دې دورې وروسته په هرات کې د تيموريانو دوره يادولای شو چې په دې دوره کې هم کلتوري فعاليتونه پراخ شول او مدرسو د حکومت ملاتړ تر لاسه کړ. په دې دوره کې د درس او هنر څښتنانو وکولای شول چې په دې واکمنۍ کې ځان ته ځای پيدا کړي. که څه هم د دې سيمې ځينې بنسټونه او علمي مرکزونه د جګړو له امله ختم شوي وو، خو د نهمې هجري پيړۍ تر پایه د هرات مسجد په څېر مسجدونه لا هم فعال او د خلکو تر منځ يې محبوبيت درلود. په هرات کې د امير تيمور د اولادې د واکمنۍ پر مهال، د کلتوري ژوند د بيا ژوندي کېدو او د هنرمندانو او اديبانو د هرکلي شاهدان يو؛ تيموري واکمنو د مسجدونو او نظاميو د ملاتړ په پرتله د کلتور او هنر ودې ته ډېر تمايل وښود.

په همدې شپو-ورځو کې ګورکانيان په هند کې واک تر لاسه کوي او عثماني خلافت په کوچنۍ اسيا (ترکيه) کې واکمن کېږي او همدا راز شيبانيان په منځنۍ اسيا کې د خپلې واکمنۍ بنسټونه ږدي. د شيبانيانو په وسيله د تيموريانو د امپراتورۍ په سقوط سره د زوال دور پيلېږي چې پايلې يې د علماوو، شاعرانو، هنرمندانو او فنونو د مينوالو پراخه کډوالي ده. علي اميري د کډوالۍ دوره چې د هرات د تيموريانو تر زوال وروسته چټکه کېږي، سل کاله اټکلوي چې له لرغوني خراسان څخه د هند د ګورګانیان، د ترکيې د عثمانيانو او ايران د صفويانو خاورو ته د کډوالۍ تر ټولو اوږده دوره ده چې په پايله کې يې لرغونی خراسان له علماوو، پوهانو او د علم له مينوالو تشېږي او د افغانستان اوسنۍ جغرافيه هم له شماله د شيباني، له سویل څخه د ګورکاني او له لوېديځ اړخ څخه د صفوي امپراتوريو د سيالۍ ډګر ګرزي.

د نهمې هجري پېړۍ پای چې د تيموريانو د سقوط له مهال سره برابرېږي، بيا په ايران کې د صفويانو، په مرکزي اسيا کې د شيبيانيانو او د هند په نيمه وچه کې د ګورګانیان تر ظهور او بيا په ايران کې د نادرشاه افشار تر واکمنۍ او د صفويانو تر سقوط پورې چې د دوولسمې هجري پېړۍ له پېل سره سمون خوري، د افغانستان اوسنۍ جغرافيه د همدې امپراتوريو تر منځ ويشلې وه. تر دې وروسته او د احمد شاه ابدالي تر واکمن کېدو پورې چې يوه نوې امپراتوري را منځته شوه چې له اوسني افغانستان څخه بيا د هند تر نيمه وچې پوري غزيدلې وه.

په دې دوره کې د اوسني افغانستان حوزې د دوه سوه کلونو پخوا په پرتله له علمي (اسلامي علومو) له نظره خپل مقام بايللی و او دا مرکزيت په هند کې د مغولو (ګورګانيان) امپراتورۍ د پاملرنې له کبله همالته نقل شوی و. اميري د هند له مغولي پاچاهانو څخه د عالمګیر اعظم (اورنګ زيب) يادونه کوي چې د ده په وينا د دې لړۍ د مشهور پاچا (لوی اکبر) بر خلاف يې پراخ مذهبي تعصب درلود او د مدرسو او مسجدونو بيا ژوندي کولو، جوړولو او د اسلامي (سني) زدکړييزو مرکزونو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوله او د سختدريځو اسلامي قوانينو پر پلي کولو او له نامسلمانو څخه د جزيې پر اخيستلو ټينګار یې کاوه. په دې دوره کې د دربار د سياسي ملاتړ د دليل له کبله يو ډول سختدريځي او مقيد اسلام د ودې فرصت وموند. د اميري په اند، د اورنګ زيب پرمهال د هند په نيمه وچه کې د مدرسو اساس کېښودل شو چې وروستۍ پايله يې ديوبندي فرقه ده او تر دې وروسته دا هندۍ مدرسې د سويل او ختيځ له اړخه د منځنۍ اسيا لور ته پراخېږي.

د جومات په نوم سنګر – د جهاد زمزمې

د هند ګورګانيان د خپل واک په اوج کې د شاه اکبر پر مهال د کلتور په رسميت پېژندنې، کلتور، هنر، معمارۍ او د خلکو د اقتصادي وضعيت په وده او د مسلمانو او نامسلمانو ترمنځ د اختلافاتو په کمولو مشهور وو، خو دا ميراث وروسته له انحطاط سره مخ شو. د دې انحطاط د عطف نقطه مذهبي سختدريځي وه چې په ځانګړې توګه د عالمګير اعظم (اورنګ زيب) له وخته رواج شوې وه. د اسلامي مرکزونو او مسجدونو دوام او د فعاليت پراختيا په احتمالي توګه پر نړۍ د هغه وخت له ټوليز حاکم وضعيت – د ګورګانیانو د زوال وخت – سره بې تړاوه نه ده. د اتلسمې پېړۍ په پای او د نولسمې پېړۍ په سر کې غربي استعمار له افريقا څخه واخله بيا تر اسيا پورې د نويو ځمکو د لاندې کولو په تکل و، هند چې د سوداګرو لپاره زړه راښکونکې سيمه وه، د ښکېلاکګرو له سترګو پټه نه وه.

جومات او د کفر ځپونکي او پرديتوب ردوونکي مذهبي چلند را منځته کېدل

تر اورنګ زيب وروسته او د ګورګانیانو د زوال پر مهال هالنډي، پرتګالي او انګريزي سوداګرو له ګورکاني واکمنو سره د تعامل له لارې په دې هيواد کې پراخې سوداګريزې ګټې تعريف کړې. په دې سيالۍ کې اخر هم د ختيځ هند کمپنۍ وتوانېده چې پر هند سياسي-نظامي غلبه ترلاسه کړي او دا هيواد عملا د انګلستان يوه مستعمره شوه. هغه زمانه چې تر اورنګ زيب وروسته پيلېږي او د اتلسمې پېړۍ په پای کې د ګورګانیانو د واکمنۍ په بشپړ ختمېدو سره پای ته رسېږي، دا سيمه د هند استعمار او له دې څخه را پيدا شوي فقر او قحطۍ ته بېلابېل غبرګونونه ښيي.

په دې وخت کې د هند مسلمانانو د مدرسو او مسجدونو جوړولو ته مخه کړه او له ديني علومو سره د ځوانانو اشنا کولو او له «لوېديځو» علومو څخه د هغوی پر لېرې ساتنه يې تمرکز وکړ. همدا راز يې د استعمار مخالف سياسي خوځښتونه را منځته کړل. په دې توګه مسجدونه او ديني مدرسې د کفر پر خلاف د جهاد لپاره د ځوانانو د هڅونې په مرکزونو بدلې شوې. تر دې وروسته «جهاد» د نيمه وچې د اسلام په يوه محوري مفهوم بدلېږي. علي اميري وايي، چې د اتلسمې پېړۍ په اخر کې په اسلامي نړۍ کې درې مهم خوځښتونه را پيدا شول. لومړی د شيخ عبدالله بن وهاب په مشرۍ په عربستان کې وهابيت و، دويم د هند اسلامي خوځښت او درېيم په افريقا کې اسلامي خوځښت. په هند کې د اسلامي خوځښت له نوموتو څېرو څخه د شاه ولی الله دهلوي نوم يادولای شو البته د هند اسلامي خوخښت له تصوف سره ګډ شو او دا ګډون ښايي د عبدالوهاب له خوځښت سره د شاه ولی الله د خوخښت عمده توپير وي. د هند اسلامي خوځښت د هند د هغه وخت له سياسي فضا څخه په اغېزمنېدو په همداسې شرايطو کې را منځته شو چې د دين او مسلمانانو د وضعيت په اړه يې بنسټپالی نظر درلود او جهاد ته يې ځانګړې پاملرنه وه. په دې لړ کې سيد احمد بريلوي د دې خوځښت يوه بله نامتو څېره ده چې ويې کولای شول دا خوځښت په بشپړه توګه سياسي کړي او د دې د پراختيا لپاره يې کليو ته ځانګړې پاملرنه وکړه. په همدې وخت کې يو ځل بيا مسجد د ټولنې د بدلون لپاره په سياسي او زدکړييز مرکز بدلېږي، خو دا ځل د روزنې د مرکز په توګه د نفرت او جهاد د پراخولو لپاره کارېږي.

هند کې د دیوبند دارالعلوم. انځور:  darululoom-deoband.com

د دارالعلوم ديوبند جوړېدو د مسجد د سياسي-جهادي رول په تکامل کې چې دا ځل له هنده شروع شوی و، اساسي رول ولوباوه. دارالعلوم ديوبند د هند د نيمې وچې په ديوبند سيمه کې د چته په نوم يوه مسجد کې د ابوالقاسم نانوتوي او د هند د نيمه وچې د يو شمير نورو علماوو له خوا د ۱۸۶۷ پر مهال (د نولسمې پېړۍ وروستي وختونه) جوړ شو. دا دارالعلوم چې په لومړي سر کې ډېر وړوکی و، په چټکۍ پراخ شو. په لږ وخت کې د دارالعلوم ديوبند په اقتدا څلوېښت نور دارالعلومونه په نورو سيمو کې جوړ شول چې ملاتړو او مدرسينو يې خپل ځانونه «اهل حديث» بلل؛ دا نوم اوس مهال د دې فکري اسلامي خوځښت په اصلي شاخص بدل شوی دی. ديوبنديه د هند په نيمه وچه کې د خپلواکۍ غوښتونکو مبارزو په لړ کې وده وکړه او د پاکستان او هند تر بيلتون وروسته يې هم په دې دوو هيوادونو کې دوام وکړ او د اوسني افغانستان تر سويل پورې يې پراختيا ومونده. په دې وختو کې چې د هيواد په شمال او په ځانګړې توګه سرپل کې کوم ښوونيز نصاب په مدرسو کې تدريسېده، د بخارا له زدکړييز ماډل او پر منځنۍ اسيا له زغم لرونکي فرهنګ څخه اغېزمن و.

د هند په نيمه وچه کې د خپلواکۍ غوښتونکو جريانونو د مقاومت پر مهال – چې اسلامي غورځنګونه هم پکې فعال وو – يوه بله سيالۍ هم روانه وه: هند ته د رسېدو لپاره د روسيې هلې-ځلې او پر وړاندې يې برېتانيا هڅه کوله چې دا هيواد له هند څخه لېرې وساتي. په داسې حالاتو کې افغانستان چې هند ته د روسيې د تېرېډو يوازينۍ لار وه، ډېر ارزښت پيدا کړ. برېتانيا توانيدلې وه چې په کابل کې د خپلو ملاتړو واکمنو په واک ته رسولو سره دا خطر لېرې وساتي. خو تر دويمې نړيوالې جګړې، د يوازيني زبرځواک په توګه د امريکا تر را څرګندېدو، د سړې جګړې تر پيلېدو او د سترې برېتانيا د استعمار تر پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې وضعيت تغيير شو. په دې وختونو کې جامع الازهر د اسلامي پوهنې د زده کوونکو مسلمانو ځوانانو اصلي موخه وه او د مسلمانانو ځوانانو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سني مذهبه ځوانانو تر منځ اخواني افکار په چټکۍ خپرېدل. له دې سره هممهاله، روسيه د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو په اتحاد بدله شوې وه، ورو-ورو يې په افغانستان کې نفوذ پراخېده؛ له شوروي چې نړۍ ته کوم سوسياليستي افکار خپرېدل د افغانستان د پوهنتوني ځوانانو او نسل ترمنځ يې ډېر ملاتړي موندلي وو. د داوود خان د جمهوريت تر سقوط او په افغانستان کې د کمونيسټي دولت تر رامنځته کېدو وروسته «جهاد» له شوروي سره په مبارزه کې په يوه وحدت را منځته کوونکي فکر او په سياست کې په مرکزي او کليدي مفهوم بدل شو. د کفر پر خلاف جهاد د مدرسو او دارالعلومونو اصلي موضوع شوه چې غوښتل يې د افغانستان د اشغال پر ضد ودرېږي. په دې دوره کې له ټولې نړۍ څخه پاکستان ته د جهاديانو د راتګ شاهدان يو. په دې لړ کې فلسطيني جهادي عبدالله عزام يادولای شو چې په دې سيمه کې د جهاد په ترويج او د مجاهدينو په روزنه کې پېژندل شوې څېره ده.

د تاوتريخوالي تازه سرچينه

تر ۱۹۸۰ لسيزې وروسته، د پاکستان مدرسې (د جامع الازهر پر ځای) د اسلامي پوهنې د زده کوونکو ځوانانو ترمنځ د جهادي افکارو او انګېزو د زده کړې په اصلي مقصد بدلې شوې دي. له يوه اټکل سره سم، دا مهال په پاکستان کې تر اووه زره زياتې مدرسې جوړي شوي. دا مدرسې د ځوانانو د سربازګيرۍ، زده کړې او مسلح کولو په اصلي مرکزونو بدلې شوي چې د کشمير د ازادۍ (د هند او پاکستان تر منځ د کشمير په شخړه کې)، د افغانستان د هغه وخت د کمونيسټ حکومت د ړنګولو او له دې هيواده د شوروي پوځونو د ايستلو لپاره جنګېدل. له دې مدرسو سره-سره د افغانستان د مجاهدينو رهبرانو ته د جهاديانو د وسله وال کولو او راغونډولو لپاره زدکړييز کمپونه هم په واک کې ورکړل شوي وو. امريکا ته د پاکستان پخوانی سفير او له جهاديانو څخه د پاکستان د ملاتړو سياستونو منتقد په يوه مقاله کې دا مدرسې داسې بيانوي: «د پاکستان مدرسې له موډرنيت سره ورانې دي، داسې زده کوونکي وړاندې کوي چې معاصر علم نه لري او په دې توګه ډوګماټيزم (پر يوه شي له استدلال پرته باور) تقويه کوي.» حقاني لشکر طيبه د بېلګې په توګه يادوي چې د کشمير په شخړه کې پياوړی حضور لري او ليکي: «د لشکر طیبه په کتاب (د جهاديانو د لارښوونې کتاب) کې امريکا، اسراييل او هند د اسلامي وجودي دښمنان اعلان شوي دي او په دې کتاب کې د نړيوال جهاد اته دلايل ذکر شوي دي. دوی په هغو ټولو هيوادونو کې د اسلامي حاکميت غوښتونکي دي چې يو وخت هلته مسلمانان وو لکه هسپانيا، بلغاريا، هنګري، قبرس، ايتوپيا، د روسيې ترکستان، د چين ترکستان او حتا د فرانسې ځينې برخې.»

د شوروي پر خلاف د جنګ پر مهال، جهاد، نړيوال ملاتړي، پيسې، وسلې او کافي امکانات وموندل تر څو په سيمه کې خپلې ريښې ټينګې کړي. د مجاهدينو د رهبرانو په اختيار کې لوی کمپونه وو تر څو هلته مجاهدين راټول کړي او زده کړه ورته ورکړي او د جګړې لپاره يې افغانستان ته ولېږي. د لومړي ځل لپاره او په تصاعدي توګه په زرګونو مدرسې جوړي شوې چې هلته په لسګونو زره ماشومان او ځوانان په زده کړو اخته وو. کوم جريان چې له هنده شروع شو او په اوسني پاکستان کې يې وده وکړه، د جهاد عنصر ته يې تر بل هر شي ډېر ارزښت ورکړ. د ښاغلي اميري په وينا، د دې (ديوبندي) مدرسو په زدکړييز نصاب کې د صحيح البخاري له دوه ديرشو بابونو څخه د جهاد باب يوازينی بحث دی چې په بشپړه توګه او له ټولو جزيیاتو سره تدريس کېږي. زدکړييز نصاب او پر دې مدرسو حاکم وضعيت دا د جنګياليو د روزنې او افغانستان ته يې د روسانو او د هغوی د متحدينو پر خلاف جنګ ته د لېږلو لپاره په يوه ايډيال ځای بدل کړی و.

په افغانستان کې د شوروي پر خلاف جګړې «جهاد» په داسې څه بدل کړ چې ډېر ملاتړي يې وموندل؛ پر ازاد بازار له باورمندو ليبرالو څخه واخله بيا تر ډېرو بنسټالو پورې چې د اسلامي خلافت بيا را ژوندي کېدل يې غوښتل. په دې توګه کومې مدرسې چې د سيد احمد بريلوي له وخته په هند کې د ځوانانو د زده کړې او د غربي (کفري) افکارو د خپرېدو د مخنيوي او د انګريزانو پر خلاف د خلکو د بسيج کولو په موخه جوړې شوې وې، له اتيايمې لسيزې څخه يې قوي سياسي ملاتړي وموندل او په چټکۍ پراخې شوې او د نړيوالو جهاديانو په مرکز بدلې شوې.

تر دې دورې وروسته د نړيوال جهاد د ودې او د القاعدې په څېر د ځواکمنو تروريستي سازمانونو د پرمختګ شاهدان يو. له همدې سره هممهاله، د پاکستان د قبايلي سيمو په اوږدو کې مسجدونه، دارالعلومونه او زدکړييز کمپونه په چټکۍ زياتېږي او دا سيمې لږ تر لږه د راتلونکو ۵ لسيزو لپاره د عربو، افغانو، منځنۍ اسيا او پاکستان د جهاديانو لپاره خوندي ځايونو بدلېږي. د ۱۹۹۰ ميلادي پر مهال د طالبانو ظهور او بيا يې وروسته ماتې چې غړي يې د پاکستان قبايلي سيمو او د دې هيواد نورو ښارونو ته ولاړل، د جهادپالنې موج چې د هند د استعمار له وخته پېل شوی و، اوج ته ورساوه. د دوو وروستيو لسيزو پر مهال د څه کم دېرش زره جهادي مدرسو خبره کېږي چې په دې سيمو کې فعالې دي او د جهاديانو يو بل نسل روزي.

کندز کې د مدرسې زده کوونکي. انځور:  Oliver Weiken/dpa/ZUMA

په دې دوره کې د اسلامي زده کړو او جهاد ترمنځ د بېلتون کرښې ړنګې شوې، مدرسې او مسجدونه د نړيوالو جهاديانو په اصلي مرکزونو بدل شول او مدرسين هم د ځانمرګو د روزونکو په بڼه رامخې ته شول. بنسټپالو نه يوازې دا چې مدرسه، وسله، ځانمرګي او جنګيالي پیدا کړل بلکې سازمان او سياسي-نظامي تشکيلات يې هم وموندل؛ مدرسې نور د ديني علومو د زده کړې ځايونه نه وو، بلکې رهبران، قومندانان او جنګيالي يې را غونډول او منظم کول يې. د بېلګې په توګه د طالبانو اوسنی مشر ملاهبت الله آخوندزاده يادولای شو چې د طالبانو تر سقوط وروسته د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د يوې مدرسې مدرس و او په عين حال کې يې د جهاد او انتحار فتواوې ورکولې. واک ته د طالبانو تر بيا رسېدو وروسته، وينو چې د دې ډلې ډېری مشرانو او رهبرانو تر ډېره حده د پېښور، له افغانستان سره پولې ته نږدې په قبايلي سيمو، بلوچستان، کراچۍ او اسلام اباد کې په دارالعلومونو کې ديني زده کړې کړې دي.

انقلابي حسينيان

د افغانستان د شيعه وګړو ترمنځ هم وضعيت په دوديزه بڼه پاتې نشو. د وخت د کمونيستي دولت او شوروي ځواکونو پر خلاف تر جهاد وړاندې، په ايران کې د اسلامي انقلاب راتګ نه يوازې دا چې په اسلامي نړۍ کې پر نورو اسلامي ډلو اغېز وکړ، د افغانستان پر شيعه ټولنې يې هم ژور تاثير وکړ. تر دې وړاندې د نجف علمي حوزه چې زر کلنه مخينه لري، د شيعه‌ګانو د ديني زده کړو مهم مرکز و. د افغانستان شيعه ګان به هم د فقهي زده کړو په موخه نجف ته تلل او تر بيرته راتګ وروسته به يې په شيعه ميشتو کليو او بانډو کې وړې مدرسې جوړولې. په دې توګه د مذهبي مناسکو او ابتدايي ديني زده کړو لپاره پر مسجد متکي وو. د نجف علمي حوزه په زغم او د خلکو په سياسي او ټولنيزو چارو کې په منځلاري پېژندل شوې وه؛ خو د ايت الله روح الله خميني په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب تر راتګ وروسته د قم علمي حوزه د سياسي واک څښتنه شوه. هغه مهال د قم علمي حوزه د انقلاب او د شيعه انقلابي روحانيونو د صدور مرکز و او په عين حال کې په ايران کې د روحانيونو (مطلقه فقیه ولايت) حکومت راغلی و، مالي او عملياتي وړتياوې يې هم زياتې شوې. له همدې کبله، تر دې دورې وروسته لومړی دې حوزې ته د شيعه اسلامي پوهنې د زده کړو په موخه د خلکو د ورتګ شاهدان يو او دويم دا چې په ټولو شيعه مېشتو سيمو (هزاره جات او تر دې هاخوا) کې وينو چې ديني مدرسې په پام وړ کچه زياتې شوې. دا مهال د قم په علمي حوزه کې هم ژور بدلون راغی او جهاد، سختدريځي او شيعه بنسټپالنه يې اصلي موضوعات شول.

د جهاد تر پيلېدو وروسته په شيعه مېشتو سيمو کې حسينيانو، مسجدونو او مدرسو هم سياسي چلند ته مخه کړه او د جهاد، سربازګيرۍ او ايډيولوژيکې هڅونې په مرکزونو بدل شول. په دې دوره کې روحانيونو او نورو بانفوذه مذهبي څېرو د نورو سيمو په څېر د جهاد رهبري په لاس کې واخيسته او د سياسي واک خاوندان شول. د دوی دواک له زياتېدو سره، مسجدونه او مدرسې نورې هم بنسټپالې او په مالي او سياسي لحاظ پياوړې شوې. تر دې وروسته زياتې مدرسې جوړې شوې چې په زرګونو زده کوونکي پکې مېشت وو.

په پشپړه توګه په تبليغاتي دستګاه بدلېدنه

په پاکستان کې (چې د افراطي زده کړو اصلي مرکز و) له دوديز زدکړييز رول څخه د مسجدونو بېلېدل او د جهاديانو د پالنې په مرکزونو يې بدلېدلو بې مخينې وده وکړه. په دې لړ کې ديوبندي مدرسې او د اکوړه خټک دارالعلوم حقانيه د هغو ۳۰ زره مدرسو په دوام د هغې سختدريځې ډلې بستر ګڼل کېږي چې نن پر افغانستان واکمنه ده. د قبايلي خپلواکو سيمو په اوږدو کې غرنيزې او ځنګلي سيمې د طالبانو او نورو بنسټپالو ډلو لپاره امن ځايونه و او همدلته دوی عزت او حيثيت درلود. په همدې توګه، دې سيمو ته د طالبانو بيرته پر شاتګ دوی ته يو ځل بيا دا زمينه برابره کړه چې د امريکا پر خلاف جهاد له سره پېل کړي او له خپل ليد سره سم وضعيت د تورې په زور نور هم پياوړی کړي. د دواړو موخو (پر پاکستان او افغانستان بريد) لپاره مدرسې او مسجدونه د طالبانو د د سربازګيرۍ او ځانمرګو بريدګرو د جذب مرکزونه شول. د طالبانو تر سقوط اووه کاله وروسته په لومړي ځل په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو یوه څپه شروع شوه؛ هغه بريدونه چې تر دې وړاندې په افغانستان کې پېل شوي وو. «د کفر/امريکا پر خلاف جهاد» په پاکستان او افغانستان کې د جوماتونو په خطبو کې د يوه مقدس او مهم ارمان په توګه تبليغېده.

شل کاله چې طالبان له واک څخه ګوښه کړل شوي و، تر بن وروسته (۲۰۰۱) په افغانستان کې دولتونو د مسجدونو او مدرسو او د هغوی د کنټرول او پراختيا پر وړاندې بېلابېل سياستونه غوره کړل. د ۱۳۸۶ پر مهال د هغه وخت د پوهنې وزير حنيف اتمر د داسې طرحې خبر ورکړ چې له مخې يې د هغه وخت حکومت او پوهنې وزارت داسې مدرسې جوړولې چې د اتمر په وينا ۴۰ سلنه درسي مواد يې د اسلامي پوهنې او ۶۰ سلنه درسي منځپانګه يې نور عصري علوم وو. په هغه وخت کې په بېلابېلو ولايتونو کې د دېرشو مدرسو خبره کېده چې هره يوه به لږ تر لږه ۳۰ زره زده کوونکي لري. اتمر ويلي و چې د دې مدرسو او هغو کسانو لپاره چې له بېلابېلو سيمو د زده کړو لپاره ورته راځي، مېشتځای، د خوراک امکانات او مالي امتيازات هم په نظر کې نيول شوي دي. په ښکاره دا يو تصميم و چې غوښتل يې پاکستانۍ مدرسې ګوښې ته کړي او د اسلامي پوهنې د زده کړو لپاره ځوانانو ته بديل مرکزونه جوړ کړي. علي اميري په دې باور دی چې که څه هم موخه د بديلو مرکزونو جوړول و او د اتمر پر مهال په هماغه بڼه په افغانستان کې زياتې مدرسې جوړې شوې چې په پاکستان کې فعالې وې مګر رول يې دا وو چې بنسټپالنه يې ترويجوله او هغه (ديوبندي مدرسې) يې نورې هم پراخې کړې.

په کندز کې د اشرف المدارس مدرسې څخه د زده کوونکو د فراغت مراسم. انځور: خواله رسنۍ

له اور سره د جمهوريت خطرناکه لوبه

په وروستيو شلو کلونو کې د مسجدونو د کنټرول لپاره د حکومتونو هڅې لومړی له دې وجې وې چې دا بنسټ د مرکزي حکومت پر خلاف په ګواښ بدل شوی و او دويم دا چې د دې بنسټ د کنټرول لپاره هڅې بې پايلې وې. د پخواني حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزير د ۱۳۹۹ کال پر مهال د حساب ورکولو په پروګرام کې په صراحت نيوکه وکړه چې د مسجدونو خطيبان په هغو چارو کې لاسوهنه کوي چې په دوی پورې اړه نه لري او د دې بدې پايلې يې بيان کړې. ده اعلان وکړ چې د ده تر امر لاندې اداره په لومړي ځل توانېدلې چې د جوماتونو خطيبانو ته واحده خطبه انتقال کړي. مولوي محمد قاسم حليمي په دې خبري غونډه کې وضاحت ورکړ چې د مسجدونو د خطبې موضوع ټاکل په دې وزارت پورې اړه لري او له موضوعي پلوه خطبه خطيبانو ته انتقالوي. دا موضوع –د مسجدونو د خطبو کنټرول- د دې وزارت لپاره په مهمه مسئله بدله شوې ده. يو مهال ټاکل شوې وه چې د ټولو مسجدونو علماوو ته د خطبې موضوع د ټليفوني پيغام له لارې ولېږل شي. له دې سره-سره، حکومت نه پر عمومي مسجدونو، مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو کنټرول نه درلود، بلکې دا کنټرول پر يو لړ هغو هم ناکام و چې له حکومت سره ثبت شوي و او د دولت تر نظارت لاندې و. د بېلګې په توګه د ۱۳۹۶ پر مهال د ارشاد، حج او اوقاف وزارت اعلان وکړ چې له شاوخوا ۱۲۰ زره مسجدونو څخه يوازې شپږ زره مسجدونه د دولت له لوري ثبت شوي دي او دولت پرې کنټرول لري. په همدې وخت کې اټکل شوی و چې ټول مسجدونه، مدرسې او ديني زدکړييز مرکزونه له ۱۶۰ څخه تر ۱۷۰ زره پورې دي چې نه يې دولت پر زدکړييز نصاب کنټرول لري او نه هم ثبت شوي دي. همدا راز په دې وخت کې د پوهنې وزارت ګومان کړی و چې يوازې پر يوولس سلنه ديني مدرسو کنټرول لري.

د دې موضوع په اړه خلک يوه خوله نه دي چې د وروستيو شلو کلونو پر مهال دولتونه نه دي توانېدلي او يا يې هم د ديني مدرسو د زدکړييز نصاب او مسجدونو د خطبو د کنټرول، تغيير او تعديل اراده نه درلوده. علي امير د حامد کرزي د لومړۍ دورې حکومت پر مهال د پوهنې د وزير حنيف اتمر رول د دې مدرسو د پراختيا له وجې د افراطيت په خپرولو کې مهم ګڼي. د افراطيت ترويج، د جهاد تبليغ، د حکومتي مامورينو او عادي وګړو وژنې او د خطيبانو او د دې مدرسو د مدرسينو په اند او د دوی له لوري د کفر د فرهنګي تهاجم پر خلاف غبرګون ته هڅونې د حکومت له سترګو پټ نه وو. ډېری معتبرو او پېژندل شويو دارالعلومونو په ښکاره توګه بنسټپالنه پياوړې کوله. په کندز کې اشرف المدارس او د هرات عالي دارالعلوم د دې بهير دوې ښکاره بېلګې دي. د ۱۳۹۶ پر مهال چې په هرات کې د يوولسو دارالعلومونو په اړه کوم راپور خپور شو، په ډاګه کوله يې چې دا دارالعلومونه ډېری د ځانمرګو بريدونو د عاملانو او د طالبانو د عملياتي کسانو په ملاتړو بدل شوي وو. د دې راپور له موندنو سره سم، په يوه مورد کې د هرات له دارالعلوم (له دې يوولسو ارزول شويو څخه يو دارالعلوم) څخه اته نفره له داعش سره يو ځای شوي وو. بي بي سي په کندز کې د اشرف المدارس مدرسې په اړه راپور خپور کړ چې تر شپږ زره زياتو نجونو او دوه زره هلکانو پکې درسونه ويل. دې راپور وښوده چې سختدريځي پکې حاکمه ده. د دې مدرسې نجونې د ځانګړو جامو له وجې په «خيمه پوشو» مشهورې شوې وې او عکاسي، د ټلويزیون کتل او د راډيو اورېدل يې حرام ګڼل.

د هرات عالي دارالعلوم. انځور: خواله رسنۍ

که څه هم مخکينيو حکومتونو هڅه وکړه چې دا مرکزونه کنټرول او يا تعديل کړي او پر دې ځايونو حاکم فرهنګ بدل کړي، خو په دې کار کې بريالي نه شول. خو طالبانو وښوده چې نه يوازې د هغو په کنټرولولو کې بريالي شوي دي، بلکې د دې مدرسو او مسجدونو په پراختيا کې هم کامياب دي. مدرسې او ديني زدکړييز ځايونه د طالبانو د پوهنې وزارت تر کنټرول لاندې دي. په دې وروستيو کې د طالبانو د پوهنې وزارت ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې د خپل يو کلن فعاليت راپور وړاندې کړ. په داسې حال کې چې دې وزارت د نجونو ښوونځي تړلي او لږ تر لږه ۲.۸ ميليونه نجونې يې ښوونځي ته له تلو منع کړې دي، خو د اسلامي پوهنې/معارف په برخه کې يې په لسګونو مدرسې، دارالعلومونه، دارالحفاظونه، دارالايتامونه او وړې (کليوالي) مدرسې جوړي کړې دي. د هغو شمېرو له مخې چې د معارف وزارت د اسلامي تعليماتو مرستيال اعلان کړې دي، د تېر يوه کال پر مهال دې مدرسو او زدکړييزو مرکزونو تر ۳۶ زره زيات کسان جذب کړي چې ۱۲ زره پکې نجونې او په دې سره د مدرسو د ټولو طالبانو/زده کوونکو شمېر تر ۳۳۰ زره زياتېږي. د مولوي کرامت الله آخوندزاده په وينا اوس مهال په ټول هيواد کې ۱۱۴۲ د اسلامي تعليماتو مرکزونه شته دي چې ۸۱۴ ديني ښوونځي، ۲۱۹ دارالحفاظونه او ۱۰۹ دارالعلومونه پکې شامل دي. همدا راز اخونزاده وويل، چې د ټولو مدرس شمېر ۱۵۰۰۰ ته رسېږي او په ټول افغانستان کې ۵۵ زره وړې مدرسې (کليوالي مدرسې) يا هم محلي مدرسې شته دي. ده زياته کړې چې دې مدرسو د ته درسيدګۍ په موخه د پوهنې وزارت ۱۰۰ زره بستونه اضافه کړي چې د اسلامي تعليماتو تر استادانو پورې ځانګړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې په لومړي ځل له ټولو مسجدونو څخه يوه خطبه خپرېږي چې د دې وزارت له لوري ټولو مسجدونو ته لېږل شوې ده. د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معين ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وويل، چې «د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په لومړي ځل د هيواد د مسجدونو امامانو او خطيبانو ته يوه واحده خطبه چې په هغې کې د خطبې ارکان، سنن او اداب رعايت شوي دي ترتيب کړې او د افغانستان د اسلامي امارت د عالي مقام له لوري تصويب شوې، وروسته پنځه شپېته زره نسخې چاپ شوې او د ولايتونو په مرکزونو کې امامانو او خطيبانو ته ويشل شوې ده.» له دې سره-سره، طالبانو د خطيبانو په کنټرول، ګوښه کولو او نويو خطيبانو په استخدام کې هم خپل اراده په بريالۍ توګه عملي کړې ده. طالبانو د کابل تر نيولو يوازې پنځه مياشتې وروسته د ۱۴۰۰ کال په ژمي کې د تالقان د مسجد خطيب ګوښه او ونيوه چې د ده د ملاتړ او طالب مامورينو ترمنځ شخړه هم را منځته شوه. د ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې تر ۲۴مې وروسته چې طالبانو لومړۍ خطبه مسجدونو ته ليږلې ده، «د شريعت له اړخه د حجاب د ارزښت» په اړه ده او دويمه خطبه «له اسلامي امارت څخه د ملاتړ» په تړاو ده. واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته، دې ډلې په منظمه توګه د مسجد خطيبانو ته خطبې لېږلې دي.

طالبان د خطبې د کنټرول په اړه يوازې فقهي/شرعي نظر نه لري؛ لکه څرنګه چې د دې خطبو له منځپانګې ښکاري، دا ډله د خپلو باورونو او سختدريځيو د بنسټيز کولو په هڅه کې ده او د هغو د تطبيق په برخه کې هڅې کوي. د بېلګې په توګه په دې خطبو کې يوازې د طالبانو د ملاتړ په اړه موضوعات خطيبانو ته نه لېږل کېږي، د ۱۴۰۱ کال د اختر خطبه له ديني نفرت خپرونې او د بنسټپالو افکارو له تحميلولو ډکه ده. په دې خطبه کې په ډاګه کېږي چې «… د اسلام فقها پر دې متفق دي چې نوروز د زردشتيانو او مجوسيانو اختر دی او همدا راز د ايرانيانو او بهايانو فقې او د مصر د قرامطيانو جشن دی.» د دې خطبې په دوام د نوروز جشن د نه لمانځنې پر نه جواز «ديني نصوص» وړاندې کېږي. د جمعې په لمانځه کې پر حضور د طالبانو ټینګار هم د دې څرګندونه کوي چې طالبان هڅه کوي د مسجد له لارې سل په سلو کې بنسټاله مذهبي ټولنه جوړه کړي. د طالبانو استخباراتي مامورين او د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کسان هغه خلک چې د جمعې لمانځه ته نه ځي (د بېلګې په توګه په بلخ کې) زنداني کوي.

هغه لار چې بیرته پرې نه راستنیږې

علي اميري وايي، چې اوس مهال جومات خپل عبادتي اړخ له لاسه ورکړی او د (طالبانو) د حکومتي پروپاګنډ په دستګاه بدل شوی دی. د دې اسلامپوه په باور، د مسجد بنسټ اوس مهال يوازې «پروپاګنډ» خپروي او توليدوي. د مسجد له ټريبيون څخه خپاره شوي تبليغات هيجان راپيدا کوي او خلک په داسې توګه بسيج کوي چې نورې رسنۍ او بنسټونه يې نشي کولای. په دې توګه د ښاغلي اميري په اند مسجد د پروپاګنډ خپروونکې رسنۍ کچې ته راټيټ شوی او په «جدي توګه سياسي» شوی دی. پروپاګنډ يا هم سياسي تبليغات يو پخوانی مفهوم دی چې له مخې يې حکومتونه او سياسي دستګاوې په همدې وسيله د هغو رسنيو له لارې چې تر کنټرول لاندې يې دي همغږي او يو جهته تبليغات کوي تر څو عمومي افکار بسيج او سياسي تبليغات وکړي. په دې لړ کې مسجد هغه رسنۍ ده چې طالبان له همدې لارې خپل افکار او د خپلو مخالفينو پر وړاندې نفرت خپروي. د اميري په اند، طالبان د همدې فضا محصول دي او له ادبياتو سره يې بلد دي او دا هغه څه دي چې طالبانو ته يې دا  مسير پرانيستی دی. له همدې کبله يې د خپل وجود او مسجدونو د دوام تر منځ محکمه اړيکه را منځته کړې او په خپل اصلي سنګر يې بدل کړی دی. په دې توګه توانېدلي چې دا په يوه مطلق سياسي بنسټ بدل کړي او له هغه زدکړييز او ټولنيز رول څخه يې لطرې کړي چې په لومړيو هجري پېړيو کې يې درلود.

د ښاغلي اميري په اند، دا چې ټولنه له ثبات او امنيت څخه برخمنه نه ده، خپل لومړني رول ته د جومات بيرته تګ شونی نه دی. دی باوري دی چې اوس مهال د افغانستان په ټولنه کې مسجد تر ټولو مهمه شفاهي رسنۍ ده چې په بشپړه توګه د طالبانو له لوري کنټرولېږي او خپل کار ترې اخلي.