د کونړ د نرنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیې قومندان محمدي وایي، تیره شپه (سې شنبه، ١٩ دمرغومي) د یادې ولسوالۍ اړوند «لمټک» سېمې د «حبیب الله» په نامه مسجد ته ناپیژانده کسان داخل شوي او په یاد مسجد کې یې د قران نسخې سوځولي دي.
په پنځمه هجري پېړۍ کې د سلجوقيانو د ځواکمنې امپراتورۍ عالم وزير خواجه نظام الملک طوسي د مدرسو د جوړولو نوښت وکړ چې په نظاميه مشهورې شوې.
د پاکستان ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، د پاکستان امنيتي چارواکي مني چې دا بريد ځانمرګی و او ويلي يې دي چې ځانمرګی د چاودنې پر مهال د لمانځه په لومړي صف کې ولاړ و.
د پکتیا ولایت رسنیو دفتر خپره کړې خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې د دوو جوماتونو په ګډون له ۵۰ زیات کورونه زیانمن او له ۳۰ زیات ماشومان، ښځې او لویان ټپي شوي دي.
نن (جمعه، ۲۱ د تلې) غرمه مهال د بغلان د مرکز پلخمري ښار د سیلو لومړي سړک ته څیرمه د شیعه ګانو «امام زمان» جومات کې د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه.
د بدخشان ولايت په ولايتي روغتون کې يوه سرچينه وايي، چې په دې چاودنه کې ملکي وګړو او طالب ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچينې وايي، دغه وسله وال بريد نن سهار د لمانځه پر مهال شوى دى. د دغو سرچینو په وینا، په دې برید کې درې عبادت کوونکي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.