Credit: AFP

امارت او روڼ اندي ياران يې

واک ته د طالبانو د رسېدو دوه کاله کېږي، په دې مهال کې د دې ډلې مسوولينو هڅه کړې چې نړۍ ته د ځان متفاوت او منځلاری انځور وړاندې کړي. د طالبانو يوې برخې هڅه کړې چې د دې متفاوت انځور د وړاندې کولو لپاره داسې څيرې جلب کړي چې رسنيز شهرت لري او يا هم د مدني فعاليتونو په برخه کې پېژندل شوي وي. د تېرو دوو کلونو پر مهال چې ځينو کسانو په ځينو مواردو کې په صريحه او يا هم ضمني توګه له طالبانو سره د تعامل يا هم همکارۍ خبره کړې ده، د افغانستان معترضو وګړو تورن کړي چې د طالبانو ملاتړي «لابي‌ګر» دي. طالبان د هغو خبرو هرکلی کړی چې د دوی له حکومت سره د تعامل او يا همکارۍ په اړه وي او د ځينو راپورونو له مخې، طالبانو په ځينو مواردو کې فعالان او معترضين په زور اړ کړي چې رسنيو ته د طالبانو مثبت انځور وښيي.

يوې معترضې ښځې ظريفې يعقوبي تر څلويښت زياتې ورځې د طالبانو په زندان کې تېري کړې دي، وايي چې په زندان کې د طالبانو د سختو شکنجو له وجې يې روغتيا بايللې او درملنه يې کېږي. يعقوبي وايي: «تر زياتو شکنجو وروسته طالبانو ترې جبري اعتراف واخيست. داسې چې زه له دوی شکايت نه لرم، پر افغانستان د دوی له واکمنۍ او د دوی له قوانينو سره ستونزه نه لرم او تر ازادۍ وروسته به له دوی او د دوی لپاره کار کوم. نور کسان چې هم په هغه ورځ نيول شوي وو، همدا خبره کوي.»

اغلې يعقوبي د ۵۰ تنو په ضمانت د طالبانو له زندانه خوشې شوه خو په کورني زندان محکومه شوه. دا وايي چې طالبانو له دې او ټولو ضمانت کوونکو څخه غوښتي چې د دې ډلې په ګټه پروګرام جوړ کړي. «له ما او زما له ضمانت کوونکو يې وغوښتل چې د طالبانو د مخالفو اعتراضونو له کولو ډډه وکړو. د معترضو ښځو د فعاليت په اړه ورته راپور ورکړو، د دوی په ګټه غونډه وکړو او د طالبانو په ګټه خبرې وکړو. د دې په مقابل کې په هر وزارت کې چې زه وغواړم دنده راته راکوي او لګښتونه او امکانات راته برابروي.»

يعقوبي ټينګار کوي چې طالبانو بېلابېلو افرادو په ځانګړې توګه معترضينو ته ويلي چې طالبانو ته لابي وکړي. «په همدې توګه يې زه او زما ملګرې ونيولو او تر خوشې کېدو وروسته يې هم په ځلونو زه او زما ضمانت کوونکي ور وغوښتلو او پلټنې يې وکړې چې ولې مو پر را سپارل شوې دنده عمل نه دی کړی او ولې ښځې اعتراض کوي.»

که څه هم طالبانو د فشار او ګواښ له لارې له زنداني شويو مدني فعالانو څخه غوښتي چې د «امارت» په توافق خبرې وکړي او مرکه وکړي خو له طالبانو سره همغږي او يوه خوله کېدل تر اجبار تېره کېسه ده. ځينې کسان چې د مدني، بشري حقونو او ښځو د حقونو د فعالانو په توګه پېژندل کېږي، په رضاکاره توګه يې هڅه کړې چې نړۍ ته د طالبانو د نرم او مثبت انځور په وړاندې کولو د طالبانو په اړه د نړيوالو فکر بدل کړي.

د ناروې غونډه

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بيا رسېدو وروسته، ناروې د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۲مه د يوې غونډې کوربتوب وکړ چې په هغې کې د طالبانو، امريکا، د مرستندويو سازمانونو او معترضو ښځو استازو ګډون کړی وو. دا په اروپا کې په يوه غونډه کې د طالبانو لومړنی رسمي حضور و. تر همدې غونډې وروسته د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندنې لپاره د لابي ګرۍ لومړۍ زمزمې را پورته شوې.

د اوسلو په غونډه کې جميله افغان چې د افغانستان د ښځو په استازيتوب بلل شوې وه، د لوېديځو هيوادونو له استازو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د وضعيت ښه کولو لپاره دې له طالبانو سره تعامل وکړي. په همدې توګه، محبوبه سراج هم په رسنيزو څرګندونو کې له طالبانو سره د نړۍ د تعامل پر اړتيا ټينګار وکړ.

اغلې سراج چې د ۲۰۲۳ کال د نوبل سولې جايزې ته نومانده ده، طالبان يې د افغانستان نوي واکمن بللي وو او ويلي يې و چې په افغانستان کې د وضعيت د لا خرابېدا د مخنيوي لپاره له طالبانو سره تعامل يوه اړتيا ده. د ۱۴۰۲ لمريز کال په لومړيو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې آمينې محمد هم په پرينسټون پوهنتون کې د يوې غونډې پر مهال ويلي و چې دا سازمان غواړي په افغانستان کې د وضعيت د لا خرابيدا د مخنيوي لپاره د طالبانو د رسميت پيژندنې په تړاو خبرې وکړي.

دا مهال په افغانستان کې څوک په عمومي ځايونو کې له طالبانو سره د مخالفت خبره نه شي کولای، بلکې په وړو او لويو غونډو کې ټول اړ دي چې طالبان د مجاهدينو په توګه ياد کړي او تېر شل کلن اعمال يې د مقدس جهاد په توګه وستايي. له خطيبانو غوښتل شوي چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې دې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د اميرالمؤمنين په توګه وستايي او دعا دې ورته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د لارو او کوڅو اعتراضونه په بشپړه توګه چوپ کړل شوي دي. په کورونو کې د ښځو اعتراض ته ورته راغونډيدنې هم د طالبانو د فشار له وجې کله-ناکله جوړېږي. څوک چې هڅه کوي له يوې لارې پر طالبانو او د دوی پر سياست چې په «جنسيتي اپارتايډ» مشهور دی، اعتراض وکړي او يا هم دا مسايل راواخلي تعقيبېږي.

په دې وروستيو کې طالبانو يو شمېر معترضينې ښځې د طالبانو پر ضد د پلان جوړونې په دليل د ګډوډۍ جوړوونکو په نوم نيولې او پلټنې يې ترې کړې دي. طالبانو د معترضينو تر نيولو څو ساعته وروسته له دوی – د دوی د ازادۍ په بدل کې – ضمانت واخيست چې خپل اعتراضي فعاليتونه ودروي او د دې ډلې په ګټه کار او لابي وکړي. که څه هم په کابل کې د دې ډلې پوليسو د معترضو ښځو د نيولو موضوع رد کړې ده.

څېړونکي او رسنيز کارپوهان د طالبانو دا اقدامات د هغه هدفمند کمپاين برخه ګڼي چې غواړي له هغو څېرو استفاده وکړي چې پر طالبانو يې نيوکې کړې دي. د دې کارپوهانو په باور، طالبان هڅه کوي چې معترضې ښځې په ګواښلو سره چمتو کړي چې په افغانستان او له افغانستانه بهر نړۍ ته د دې ډلې څېره په مطلوبه بڼه وښيي.

له بله اړخه، طالبان د خپلې تګلارې له مخې د جنسيتي اپارتايډ د سياست پر وړاندې اعتراض، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې اعتراض، د بشري حقونو د نقض او هدفي وژنو پر وړاندې اعتراض او د نورو ناسمو چارو پر وړاندې اعتراض د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت ګڼي. دا ډله معترضان تعقيبوي او مجازاتوي يې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت لارو او کوڅو کې په لاریونونو بندیز ولګاوه او د ښځو اعتراضونه یې بند کړل، خو دوی پخپله ډیر نمایشونه جوړ کړل او خلک یې اړ کړل چې په هغو کې ګډون وکړي. انځور: خواله رسنۍ

د «امارت» تقدیس او جهاد ته هڅونه

د طالبانو په حکومت کې د دوی پر سياستونو او چارواکو د انتقاد مخه په جدي توګه نيول کېږي. له راپورونو سره سم، د جهاد په نوم د طالبانو له شل کلن جنګ څخه دفاع د ښاروندو په ځانګړې توګه د ولسي مشرانو، د مسجد د ملا امامانو او ګذر د وکيلانو شرعي دنده ده. د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت له امر سره سم، د جمعې د لمانځه په خطبه کې د طالبانو د ډلې مشر ملاهبت الله ته د (اميرالمؤمنين په توګه) دعا کول جبري دي.

د طالبانو حج او اوقاف وزارت د دې امر د اجرا کولو لپاره د جمعې د لمانځه د خطبې مستحبات ګڼلي او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په همغږۍ يې د عملي کېدو څارنه کوي. په فارياب کې ديني علماوو حتا د طالبانو له مشر څخه د اطاعت د څرنګوالي په اړه روزنه لیدلې ده.

له دې سره-سره، د طالبانو د ترسره کړو ځانمرګو بريدونو ويجاړۍ د طالب ځواکونو ايثار د بېلګي په توګه يادېږي. د دې انتحاري بريدونو عاملين په رسنيو کې راڅرګندېږي. دوی د انتحاري بريدونو د طرحه کولو او د هغو بريدونو مرګ ژوبله په وياړ يادوي، خو په عين حال کې افسوس ښيي چې د «استشهادي» بريد د کولو «فرصت» يې نه دی موندلی. دوی دعا کوي چې يوه ورځ ورته د داسې بريد د کولو فرصت برابر شي. کارپوهانو داسې اقدامات د طالبانو د نوي روايت د جوړولو کمپاين بولي.

د پوهنتون استاد جواد سلطاني وايي، چې طالبان د نوي روايت د رامنځته کولو او خپل ځان د سپيڅلي ښودلو په موخه له دين څخه د ابزاري استفادې او مفاهيمو د اړولو-رااړولو له لارې د ديني، حقوقي او کلتوري مشروعيت د ترلاسه کولو هڅه کوي. «د طالبانو په اند، دې ډلې چې کوم جنايات کړي، د جهاد په نوم د توجيه وړ دي. څوک نه شي کولای چې طالبان د تروريست او جنګي جنايتکار په نوم ملي يا نړيوالو محکمو ته د فرهنګي تخريب او پرلپسې نسل وژنو د عامل په توګه راوغواړي. جهاد د خدای حکم دی او طالبان خپل ځانونه د ځمکې پر مخ د خدای د احکامو پلي کوونکي ګڼي. له همدې وجې څوک نه شي کولای چې د خدای پر احکامو او د هغو پر پلي کوونکو نيوکه وکړي.»

ښاغلی سلطاني په دې باور دی چې طالبان خپلې جګړې ته د «جهاد» د نوم په ورکولو سره په عين حال کې غواړي چې خپلې ډلې ته نوي پلويان او جنګيالي جذب کړي او هم د شته پلويانو جنګياليو باور پوخ کړي او د جرايمو د کولو پر وخت په وجداني عذاب د هغوی د اخته کېدلو مخنيوی وکړي.

د ښځينه حقونو فعالان وايي، چې طالبان د مشروعيت غوښتنې د کمپاين په لړ کې پر ښځينه معترضينو حد اکثر فشار راوړی تر څو يې طالبانو ته د لابي په کولو او له دې ډلې سره کار کولو ته اړې کړي. معترضو ښځو هم دا خبرې تاييد کړې دي.

د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د مياشتې پر ۱۱مه نېټه طالبانو د رباني د تعليم او تربيې په پوهنتون کې ښځو ته د پيسو او خوراکي موادو په ورکولو سره ښځې له طالبانو څخه د ملاتړ د اعلان په موخه راغونډې کړې. په هغه ورځ حد اقل دوو سرچينو ماته تاييد کړه چې د خوراکي موادو د ترلاسه کولو په بدل کې يې تور حجاب اغوستی او د طالبانو تر بيرغ لاندې يې په هغه غونډه کې ګډون کړی دی. تر دې غونډې يوولس ورځې وروسته طالبانو يوه بله غونډه وکړه، طالبانو په بادغيس کې ښځينه ښوونکې چمتو کړې چې د دې ډلې د ملاتړ په موخه په هغه غونډه کې ګډون وکړي. په هغه وخت کې له بادغيس څخه دوو ښځينه ښوونکو بي بي سي ته وويل، چې په بادغيس کې د طالبانو د پوهنې رييس له ښځينه ښوونکو غوښتي چې د ښوونکې په توګه د خپل کار د دوام په خاطر دې نقاب او چادري واغوندي او د طالبانو د بيرغ په لېږدولو سره دې د طالبانو په ملاتړ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دې ډلې د ۲۰۲۲ کال د اپريل پر څلورمه په باميانو کې يوه بله غونډه وکړه او له ښځو يې وغوښتل چې ګډون پکې وکړي او د طالبانو ملاتړ وکړي. خو په دې غونډه کې ښځو د ګډون په کولو سره نه يوازې دا چې د طالبانو ملاتړ ونه کړ بلکې مراسم يې ګډوډ کړل او هغه تبليغاتي بينرونه يې پرې کړل چې له طالبانو څخه د باميانو د خلکو د ملاتړ شعارونه پرې ليکل شوي و. په دې توګه يې د غونډې د کېدلو مخه ونيوله.

کارپوهان وايي، چې طالبان په دې کار سره غواړي چې د خپلو پخوانيو اعمالو د غندنې مخه ونيسي. د امريکا په انډيانا پوهنتون کې د ولس پېژندنې استاد نظيف شهراني ټينګار کوي چې طالبانو د تېرو ۲۸ کلونو پر مهال په افغانستان کې «له ديني صلاحيت او شعور پرته» خپل ځان په سيمه کې د يوه اسلامي نهضت په توګه ښودلی او جنايت يې کړی دی. «که افغانستان اشغال و، دليل يې طالبان و. په تېرو اته ويشتو کالو کې هم طالبانو جنګ کړی دی. ښوونځي، روغتونونه، پل او پلچک يې ويجاړ کړي دي او د ځانمرګو بريدونو په کولو يې خلکو ته زيان رسولی دی. اوس دا جنايت جهاد ګڼي او په تېرو دوو کلونو کې د یاد پیښو نه کیدل خپله لاسته راوړنه بولي او خپل ځان پاکوي.»

خو ټوله کېسه ايډيولوژيکه او مذهبي نه ده. يو شمېر کارپوهان د طالبانو په کړنو کې قوي قومي انګيزې هم ويني. ورځپاڼه ليکونکی جاويد مالکي وايي، چې طالبان پر نورو قومونو د برترۍ غوښتنې په هڅه کې دي تر څو وکولای شي چې نورو قومونو «د پښتونولۍ تسلط» وساتي. «څوک چې د افغانستان او افغانستان د چارو په اړه قومي ليد لري، په دې هيواد کې د قومي هژمونۍ د ساتنې لپاره طالبان غوره انتخاب بولي تر څو د افغانستان د سياسي واک په محدوده کې د پښتونيزم تسلط ثابت پاتې شي.»

د ښاغلي مالکي په وينا، د دې ډول تفکر د پلي کولو لپاره د طالبانو د پاکولو لپاره د لابي‌ګرۍ کمپاين عملي کېږي. د ښځينه حقونو يو شمېر فعالان او د چارو کارپوهان وايي، چې اوس مهال د افغانستان په داخل کې او له هيواده دباندې د طالبانو د سپينولو لپاره پراخ کمپاين پېل شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۲۲مه نیټه په بادغیس ولایت کې ښځینه ښوونکې د دې ډلې په ملاتړ لاریون کولو ته اړ کړې. انځور: خواله رسنۍ

څوک د طالبانو په ګټه لابي کوي؟

د کارپوهانو په وينا، طالبان د خپلې مشروعيت غوښتنې او برترۍ غوښتنې د کمپاين لپاره يوازې نه دي. د ښځينه حقونو يوه فعاله يلدا رويان وايي، چې «ځينې کسان د شخصي ګټو د تأمين، د مالي سرچينو يا قومي تړاو د خونديتوب، پر ټولنيز عدالت او برابرۍ د قومي سلطې غوښتنې ته ترجيح ورکوي او د طالبانو په ګټه لابي کوي.»

د نظيف شهراني په وينا، که څه هم په نړۍ کې د طالبانو لابي‌ګر کم دي خو شته دي. «طالبانو د تېرو اته ويشتو کلونو پر مهال د پاکستان د استخباراتي ادراې تر نظر لاندې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره زيات افراد روزلي دي.» د ښاغلي شهراني په وينا، دا کسان د طالبانو تر مخالفو هيوادونو هم رسيدلي دي.

د دولتونو په کچه د طالبانو لپاره لابي

که څه هم تر اوسه هيڅ حکومت په رسمي توګه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو د هيوادونو چلند ښيي چې د طالبانو پر وړاندې له مخالفت سره مخالفت او يا هم تمايل هم نشته. په دې وضعيت کې د افغانستان د بشري حقونو فعالان او کارپوهان وايي، چې لابي‌ګران په بېلابېلو سطحو کې د بېلابېلو دلايلو له کبله د طالبانو لپاره لابي کوي تر څو دا وضعيت د طالبانو په ګټه بدل کړي.

د دوی په اند، يو شمېر امريکايي ډيپلوماټان په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخوانی استازی زلمی خليلزاد ښکاره هڅه کوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان کړکېچن وضعيت عادي وښيي. جاويد مالکي وايي، چې د جمهوري نظام د پاشل کېدو په قضيه کې ښکېل افراد د افغانستان په اړه د خپلې شرمندګۍ د کم ښودلو په خاطر هڅه کوي طالبان ښه معرفي کړي.

خليلزاد له طالبانو سره د دوحې د هوکړه‌ليک د لاسليکوونکي په توګه د تېرو دوو کلونو پرمهال په دوامداره توګه د هغې له لاسليکولو دفاع کړې ده. د افغانستان په چارو کې د امريکا نورو استازو هم د تېرو دوو کلونو پر مهال بيا – بيا له طالبانو سره ليدلي دي.

په وروستي ځل د طالبانو د دوه کلنۍ په درشل کې رينا اميري پر خپله ايکس پاڼه وليکل: «د بشري حقونو، په ځاګړې توګه پر ښځو او نجونو د سختو بنديزونو په تړاو له طالبانو سره د مستقيم تعامل پر اړتيا د افغانانو او بشري حقونو د فعالانو د پراخ ټينګار له وجې له طالبانو سره په مستقيمو خبرو کې له خپلو همکارانو سره يو ځای شوم.» د رينا اميري دا پوسټ د افغان وګړو له پراخ غبرګون سره مخ شو. دا غونډه د جولای پر ۳۱مه نېټه د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د بندو دروازو تر شا د افغانستان په چارو کې د امريکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ او رينا اميري په ګډون د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو په حضور کې له طالب چارواکو سره وشوه.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال دا نيوکې سمې ګڼلې دي. ده غوښتنه کړې چې د دې هيواد چارواکي دې له طالبانو سره نه ويني ځکه دا ليدنې د «طالبانو د عادي کېدو» لامل کېږي.

استاد جواد سلطاني د طالبانو د لابي‌ګرو حضور تر دې افرادو پراخ ګڼي او وايي: «په مشخصه توګه امريکا او د امريکا متحد هیوادونه چې وړاندې د افغانستان په مسايلو کې ښکېل وو، د طالبانو لابي‌ګر دي. حتا کله چې امريکا له طالبانو سره سوله هم نه وه کړې، په بېلابېلو ډولونو يې د طالبانو لپاره لابي کوله.»

له دې سره-سره، د پاکستان، ايران، چين، قطر، ناروې، برېتانيا او ازبکستان هيوادونو د مشرانو حرکات هم ښيي چې دا هيوادونه هم په افغانستان او سيمه کې د خپلو اقتصادي او سياسي ګټو د خونديتوب لپاره طالبانو ته لابي کوي. په افغانستان کې د جمهوري نظام د پاشل کېدو له وخته، دې هيوادونو له طالبانو سره نږدې اړيکې ساتلې دي. لکه څرنګه چې د پاکستان مشرانو د افغانستان په تړاو جوړو شويو غونډو کې له نړۍ غوښتي چې له طالبانو سره ښې اړيکې وساتي او له هغوی سره د افغانستان د وضعيت په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو لوېديځ مېشتي سختدريځي ملاتړي

طالبان له قومي پلوه تر ډېره حده پښتانه دي او سختدريځي ديني باورونه لري. دې ډلې د نړۍ د فشار بر خلاف د خپلو اوږدمهالو ګټو د خونديتوب لپاره له پېله تر اوسه، د نړۍ په کچه له نورو سختدريځو ديني ډلو سره اړيکې ساتلې دي. د دې اړيکو د ساتنې لپاره طالبان په اسلامي نړۍ کې ځان اصيل اسلامي نهضت بولي. هغه ځانګړنه چې له ديني اړخه له بې دينۍ سره د مبارزې په موخه د ټولو اسلامپالو ډلو لپاره مهمه ګڼل کېږي او په دې توګه ملاتړ ترلاسه کوي. د روان ميلادي کال د جولای مياشتې پر ۲۷مه نېټه، د برېتانيا د ديني علماوو يوې ډلې چې تر ډېره حده پاکستانيان او عرب دي، افغانستان ته سفر وکړ. دې ډلې د طالبانو له مشرانو سره وليدل او دې ډلې ته يې د دې ډلې په ګټه د همکارۍ ژمنې ورکړې دي؛ هغه اقدام چې له زيات غبرګون سره مخ شو. افغان فعالانو په يوه پرانيستي ليک کې له برېتانياوي چارواکو غوښتي چې د طالبانو په ګټه د دې هيواد د دې او نورو ديني عالمانو د تبليغاتو مخه دې ونيسي او له هغوی دې څېړنه وکړي. تر دې وړاندې د «جي نيوز» په نوم يوې برېتانوۍ رسنۍ په ډاګه کړې وه چې له يادو علماوو څخه دوه تنه يې له داعش سره په همکارۍ تورن دي او تر تحقيق لاندې دي.

د بریتانیا د دیني علماوو یوې ډلې طالبانو ته د همکارۍ ژمنه ورکړې ده. Photo: HafizZiaAhmad1 via X

له طالبانو سره همغږې ښځې

که څه هم داسې ښکاري چې د افغانستان اکثريت ښځې د طالبانو له نظام او سياستونو سره مخ دي، خو يو شمېر افغان ښځې کله-کله د طالبانو په ملاتړ هم خبرې کوي. په بهر کې له مېشتو افغان يوټيوبر مېرمنو سره-سره له افغانستان څخه هم د ښځينه حقونو يو شمېر فعالانې طالبانو ته په لابي کولو تورنې دي. د بشر حقونو د فعالې اغلې خانم يلدا رويان په وينا، کومې ښځې چې په شخصي ګټو تورنې دي، له ښوونځي د پاتې نجونو اوښکې ورته ارزښت نه لري. «کومو ښځو ته چې خپلې شخصي ګټې تر ملي ګټو لومړيتوب لري، د طالبانو او امريکا د پاليسيو د ملاتړ له لارې غواړي خپل مقام وساتي. دوی په افغانستان کې د ښځو له حقونو د عايد د يو ابزار په توګه استفاده کوي.»

اغلې رويان زياتوي چې دا ښځې د مالي سرچينو د دوامدار تأمين او په افغانستان کې د خپلو ډالري بانکونو د نه تړل کېدو په موخه چې تېر شل کلونه يې ډالر پکې جمع کړي، مدني بنسټونه جوړ کړي او له پاليسي جوړوونکو سره د خپلو اړيکو له لارې په داسې حال کې د افغانستان په تړاو غونډو ته بلل کېږي چې د بشري او ښځينه حقونو پر مفاهيمو باور نه لري او هلته د طالبانو ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې معترضو ښځو په مجازي نړۍ کې پر خپلو شخصي اکاونټونو او نورو پلټفارمونو له لارې د محبوبه سراج، فاطمه ګيلاني، مدينه محبوبي او جميله افغان په څېر ښځې طالبانو ته په لابي کولو تورنې کړې دي. معترضې ښځې وايي، چې دا ښځې په افغانستان کې ټول امکانات لري او د طالبانو له امکاناتو په استفادې، د ښځو د حقونو مدافع نوم کاروي او د طالبانو د عادي کولو لپاره لابي کوي.

يوه معترضه نجلۍ پروانه ابراهيم خېل چې د طالبانو په حکومت کې د زنداني کېدو تجربه لري، وايي چې طالبانو ښځې له کار او فعاليت او همدا راز له محرم پرته سفر کولو څخه منع کړې دي، خو لابې ګرې ښځې له محدوديت او ممنوعيت پرته ازاد فعاليت او سفر کوي. دوی د باندنيو سفرونو پر مهال محرم ته اړتيا نه لري او په لوېديځ کې د ښځو په کچه ازادي لري. «يو څه وخت وړاندې مې يوه ويډيو وليده چې يوې لابي ګرې له جبري حجاب پرته او په ډېره عادي توګه د طالبانو د سپين ښودلو لپاره له طالبانو سره ليدلي و. په نرمي او جان جان ويلو يې له هغوی وغوښتل چې ښوونځي خلاص کړي.»

د اغلې ابراهيم خېل په وينا، ياد شوی ويډيويي پيغام (چې محبوبه سراج پکې د طالبانو له وياند سره ويني) دادی چې طالبان تاوتريخجن او د ښځو د حقونو ناقضين نه دي او ښځو ته درناوی لري.

د روان ميلادي کال د اګست پر ۱۴مه نېټه الجزيرې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه يو ځانګړی مستند خپور کړ. د دې مستند په يوه برخه کې له ذبيح الله مجاهد سره د محبوبه سراج د خبرو-اترو جريان راوړل شوی دی. په دې مستند کې اغلې سراج له جبري حجاب پرته او په خپل عادي سبک د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد ليدو ته ځي. د طالبانو وياند د هرکلي لپاره د «مور جانې» اصطلاح کاروي او په درناوي د کېناستلو ورته وايي. په مقابل کې يې اغلې سراج د جنسيتي اپارتايډ پر اعمالو نيوکه کوي، د طالبانو له وياند څخه غواړي چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانيزي تر څو نړۍ د طالبانو پر وړاندې ونه درېږي او افغانستان د ښځو د پراخ محروميت له وجې د زده کړې په برخه کې متضرر نه شي.

پر دې ليدنې پراخې نيوکې وشوې او منتقدينو دا د طالبانو د تبليغاتي کمپاين يوه برخه وبلله. له دې سره-سره، په تازه توګه رسنيو ته يو ادعا راوتلې چې يو ليک د درې زره افغان وګړو له لوري لاسليک شوی. په دې ليک کې له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي چې له طالبانو سره نيک تعامل وکړي. د دې ليک چمتو کوونکي چې د يو شمېر افغان وګړو له لوري طالبانو ته په لابي کولو تورن دي، غواړي چې دا ليک د يوې پټې غونډې له لارې ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او د افغانستان په قضيه کې د ښکېلو هيوادونو سياسي استازوليو ته ورسوي.

معترضې ښځې د دې ليک د لاسليکونو په اړه د پوښتنې په کولو سره ادعا کوي چې د طالبانو لابي ګرو د ښځينه حقونو د فعالانو، د بشر حقونو د فعالانو او ځوانانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخيستې او د طالبانو د ګټو د تامين او په رسميت پيژندنې لپاره هڅې کوي. له دې سره-سره، د ښځينه حقونو يو شمېر نور فعالان د طالبانو لابي‌ګرې ښځې ډېرې کمې بولي او وايي، چې د ښځو د لابي‌ګرۍ تور تر  ډېره حده د طالبانو د مخالفينو ترمنځ د نفاق اچولو لپاره دی.

په اروپا کې د افغان مهاجرينو د ادعام موسېسې رييسه پتوني تايشمن وايي، چې د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو په تړاو د طالبانو چلند له پخوا تراوسه روښانه دی او توجيه کېدلای نه شي.

اغلې تايشمن ټينګار کوي چې طالبانو د خلګو په ځانګړې توګه د ښځو ترمنځ د سپين او تور په را پيدا کولو سره بې باوري را منځته کړې تر څو د افغانستان د ښځو د يووالي او اغېز مخه ونيسي. د اغلې تايشمن په وينا، د ښځو تر منځ د اختلافاتو غټ ښوول او د طالبانو په ګټه په لابي ګرۍ کې د ښځو سهم پراخ ښوول د ښځو د منزوي کولو اقدام دی تر څو د افغانستان په تړاو مهمو غونډو کې ښځې د اصلي اړخ په توګه ونډه ونه لري.

معترضې ښځې وایي، چې طالبانوو ته د لابي کولو لومړی ګام د اوسلو له غونډې پېل شو.

رسنيزه لابي

يو شمېر رسنۍ او خبريالان هم د طالبانو په ګټه په لابي کولو تورن دي. منتقدين وايي چې د محتوا سانسور او د رسنيو په خبري سرويسونو کې د ځینو واقعيتونو نه را اخيستل د طالبانو په ګټه لابي کول دي.

يوه معترضه ښځه چې نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي: «د طالبانو په ګټه لابي يوازې په افغانستان کې د حاکمې ډلې ستاينه نه ده. د واقعيتونو نه را اخيستل، عمدي سانسور او له هغو واقعيتونو څخه د خلکو لېرې ساتل چې د طالبانو په تاوان دي، لابي‌گري بلل کېږي؛ ځکه دا چاره په افغانستان کې شته فضا عادي ښيي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې وضعيت ناورين زېږوونکی دی.»

د «نی» يا هم د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړې ادارې پخوانی رييس مجيب خلوتګر هم تاييدوي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال رسنۍ په قصدي او يا غير قصدي توګه د طالبانو په تبليغاتي دستګاوو بدلې شوې دي. «کومې رسنۍ چې په قصدي توګه د طالبانو لپاره لابي‌ګري کوي، د طالبانو کارونه په غير واقعي توګه لوی ښيي او د طالبانو د سپين ښودلو لپاره د طالبانو له لابي‌ګرو سره اړيکه نيسي او تل هغوی خپلو برنامو ته د کارپوهانو په نوم راغواړي.»

ښاغلی خلوتګر که څه هم د کومې رسنۍ نوم نه اخلي، خو وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر اغېز لاندې رسنۍ يوازې د دې ډلې لپاره لابي نه کوي، بلکې باندينۍ رسنۍ هم د خپلو هيوادونو له سياستونو سره سم او د خپلو استخباراتي ګټو د تأمين لپاره طالبانو ته لابي کوي.

د سولې سټیډیو. انځور: خواله رسنۍ

جواد سلطاني د سولې د مذاکراتو په درشل کې د طالبانو لپاره د متفاوتو ادبياتو توليد ته اشاره کوي او وايي: «د سولې د مذاکراتو په درشل کې او وروسته لوېديځو رسنيو، د امريکا د دولت رسمي او غير رسمي بنسټونو له بېلابېلو ماجراوو څخه داسې تاثر وړاندې کاوه چې طالبان بدل او واقعبين شوي دي او دا چې طالبان د يوه نظام‌مند دولت په چوکاټ کې د کار کولو وړتيا لري، په دې او داسې ورته نورو ادبياتو يې ټول غافل کړل. اوس هم دا بهير روان دی.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو يو شمېر بهرني خبريالان د هغوی د انتقادي راپورونو له وجې له افغانستانه شړلي او يا يې هم زنداني کړي دي. د بېلګې په توګه د «فارن پالیسي» خبريال او مهم ليکوال لين اودانيل چې د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۱۹مه نېټه طالبانو ونيوه او زنداني يې کړ. دی د جبري بښنې تر غوښتلو وروسته په افغانستان کې له خبريالۍ کولو منع شو. خبريال او برېتانوی مستند جوړوونکی ايزوبل يونګ، د ګارډين د نړيوالو چارو خبريال اماګراهام هريسن، ازاد خبريال استفانی ګلينسکي او د پولينډ خبريال جاګودا ګروندکا هم په کابل ښار کې د راپور تيارولو پر وخت د طالبانو له لوري وګواښل شول او له افغانستانه وشړل شول. همدا اوس افغانی الاصل فرانسوی خبريال مرتضی بهبودي د طالبانو په زندان کې دی خو طالبانو يو شمير نورو بهرنيو خبريالانو ته د کار امکانات برابر کړي دي.

يو شمېر مبصرین باور لري چې په افغانستان کې رسنۍ او خبريالان د سانسور له منلو پرته بله چاره نه لري. مدني-سياسي فعال، احمد وحيدي وايي: «د طالبانو د سانسور تر حاکميت لاندې رسنۍ طالبانو ته له جبري لابي‌ګرۍ پرته بله چاره نه لري، که نه خبريالان يې له کاره منع، زنداني او شکنجه کېږي.» طالبانو په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د جون پر ۲۴مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره رسنيو ته خبرداری ورکړ چې د دې ډلې پر ضد له تبليغاتو دې لاس واخلي. دې ډلې په خپله اعلاميه کې ويلي و چې په افغانستان کې يو شمير رسنۍ سوداګريز اعلانونه خپروي چې په هغو کې «جهاد، مجاهدينو او طالبانو ته بد رد ويل کېږي» او په دې اعلاناتو سره خلک د دې ډلې پر خلاف راپارېږي.

دې ډلې اخطار ورکړی و چې که دا اعلانات په يوه اونۍ کې ونه دروي، نو له نظامي بريد سره به مخ شي. تر دې خبرداري وروسته څو رسنۍ د دې ډلې له لوري په نښه شوې.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، د دې ډلې اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيزو فعاليتونو د دوام لپاره په شفاهي توګه يوولس مادييز طرزالعمل اعلان کړ او له رسنيو يې وغوښتل چې د انتقادي مطالبو له خپرولو لاس واخلي.

يوولس مادييز طرز العمل

هغه موضوعات خپاره نه شي چې له اسلام سره په ټکر کې وي.

په نشراتي فعاليتونو کې ملي شخصيتونو ته سپکاوی ونه شي.

په نشراتي فعاليتونو کې ملي او شخصي حريم ته سپکاوی ونه شي.

رسنۍ او خبريالان په خپلو خبري محتوياتو کې تحريف ونه کړي.

خبريالان په خپلو ليکنو کې د خبريالۍ اصول مراعت کړي.

رسنۍ په خپلو نشراتو کې انډول وساتي.

د کومو موضوعاتو چې سموالی معلوم نه وي او مسوولينو نه وي تاييد کړي، په نشر کې يې احتياط وشي.

کوم موضوعات چې پر عامه اذهانو منفي اغېز لري يا هم د خلکو روحيه خرابوي، په نشر کې يې احتياط وشي.

رسنۍ په خپلو خبرونو کې بې پريتوب وساتي او څه چې واقعيت وي، هغه خپاره کړي.

د حکومت د رسنيو مرکز هڅه کوي چې له رسنيو او خبريالانو سره همکار وي او د راپورونو په چمتو کولو کې اسانتيا رامنځ ته کړي او رسنۍ به تر دې وروسته له دې ادارې سره په همغږۍ خپل تفصيلي راپورونه برابروي.

د حکومت د رسنيو په دفتر کې د رسنيو او خبريالانو د اسانتيا لپاره يو مشخص فورم تيار شوی، تر څو يې د لارښوونو پر اساس راپور جوړ شي.

د طالبانو د څلوېښتم رياست مامورينو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر مياشتې په اخر کې د اطلاعات روز ورځپاڼې په دفتر کې د دې طرزالعمل په لوستلو سره د دې ورځپاڼې خبريالان ګواښلي و چې که سرغړونه ترې وکړي په مرموز ډول به ووژل شي. د ليندۍ مياشتې پر دويمه نېټه د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت يو بل اته مادييز طرزالعمل هم پرې ور زيات کړ. د دې طرز العمل له مخې د ښځينه خبريالانو لپاره د ټول مخ پوښل جبري شوي و او د سريالونو خپرول هم ممنوع شول.

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر اته ماده ییز فرمان.

له دې طرز العملونو سره-سره، طالبان په پرلپسې توګه هڅه کړې چې خبريالان او رسنۍ چمتو کړي چې د دې ډلې له غوښتنې سره سم فعاليت وکړي؛ هغه تګلاره چې په افغانستان کې يې د فعالو رسنيو نشراتي پاليسي بدله کړې او سانسور کړې يې ده.

کومو رسنيو چې د طالبانو غوښتنه نه ده منلې، د افغانستان پرېښودلو ته اړې شوې دي. احمد وحيدي د مشخصو رسنيو له نوم اخيستلو پرته زياتوي چې د افغانستان يو شمېر رسنۍ د مشترکو اړيکو له وجې د طالبانو لپاره لابي او د دې ډلې په ګټه فعاليت کوي. «رسنيز لابي‌ګران د قومي انګېزو او يا هم له طالبانو او د دوی له سيمه‌ييزو ملاتړو سره د استخباراتي اړيکو له مخې د طالبانو په ګټه فعاليت کوي.»

کارپوهان، د طالبانو منتقدين او معترضې ښځې هم وايي، چې لابي‌ګران د وضعيت د وخامت په پلمه د هغې ډلې لپاره په افغانستان کې د واکمنۍ صلاحيت غواړي چې په خپله دا ډله يې عامل ده. د دوی په وينا، د کاذبو لاسته راوړنو غټ ښودل لکه د ډالر پر وړاندې د افغانيو د ارزښت لوړېدل، د امنيت تأمين، د طالبانو پر وړاندې د باصلاحيته بديل نشتون، له جنګه بيزاري او نور د لابي‌ګرو مشترک او تلپاتې ادبيات دي.

نظيف شهراني وايي: «د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څه اقتصادي لاسته راوړنه لري چې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو ارزښت ولوېږي؟ امريکا په واک کې د طالب د ساتنې لپاره هره اونۍ ۴۰ ميليون ډالر طالبانو ته ورکوي. دا پيسې د افغانيو د ارزښت پر ساتلو اغېز لري او د طالبانو له پولي سياست سره اړيکه نه لري خو لابي‌ګران دا د طالبانو بريالی پولي سياست بولي او غټ يې ښيي تر څو وکولای شي چې طالبان په مثبته بڼه وښيي.»

د منتقدينو په وينا، د بې‌کارۍ پراخېدل، د فقر زياتېدل، د اړتيا وړ توکو پلور او نور د لابي‌ګرانو ادعاوې ردوي.

د طالبانو د حکومت د دوو کلونو پر مهال، د دې ډلې وياندويانو تل د حکومتولۍ، امنيت د تأمين، اقتصادي وضعيت د ښه والي، له فساد او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې «د خپلو لاسته راوړنو او برياليتوبونو» په اړه خبرې کړې دي.

خو مخالفين د طالبانو تېرو جګړو ته په اشارې کولو سره دا ډله په افغانستان کې د ناامنۍ اصلي عامل بولي او ټينګار کوي چې دې ډلې خپلو اهدافو ته د رسېدو په موخه له جګړې سره-سره ځانمرګي بريدونه او چاودنې کړي او اوس د ځانمرګو بريدونو نه کېدل بايد د امنيت د تأمين په توګه ونه ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه په مهمو ناستو کې بيا-بيا د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د سياسيونو له لوري د واحد ملي جبهې د نه جوړېدو، له افغانستانه د حکومتي مسوولينو، جهادي رهبرانو او ولسي مخورو د تښتېدو يادونه کېږي او ويل شوي چې طالب بې رقيبه دي.

شهراني ټينګار کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د تحميلي حکومت بدي د يوه همه شموله او پراخ بنسټي حکومت جوړېدل دي. داسې حکومت چې ټول خلک ځان پکې وويني. «د طالبانو ډله د حکومت په توګه په رسميت پېژندل د افغانستان اړتيا نه ده. همدا اوس د ولسي ارادې پر اساس د حکومت جوړولو شونتيا او ظرفيت شته او همدا د افغانستان د خلکو واقعي اړتيا ده. داسې حکومت چې د تېرو شلو کلونو سوځيدلې او فاسدې څيرې او طالبان پکې حضور ونه لري.»

د طالبانو مخالفين له طالبانو سره تعامل که د بشري حقونو د ځينو موادو د رعايت کولو په شرط هم وي، ناسم ګڼي. د دوی په وينا، په افغانستان کې د طالبانو واکمني په نړۍ کې د سختدريځو جريانونو لپاره الهام بښونکې وه او ناامني يې زياته کړې ده او د طالبانو په رسميت پېژندل همدې ته لمن وهل دي.

يوه معترضه ښځه مسعوده کوهستاني وايي: «حتا که طالبان د ښځو حقونه رعايت هم کړي، د طالبانو په رسميت پېژندل د افغانستان معضله نه يوازې دا چې حل کوي نه، بلکې په راتلونکې کې دا خطر هم زياتوي چې نورې ډلې هم د طالبانو تګلارې ته مخه کړي. له همدې کبله بايد طالبان په رسميت ونه پېژندل شي.»

کوهستانۍ ټينګار کوي چې د طالبانو لپاره لابي‌ګري او د طالبانو پر وړاندې سکوت تر ايرو لاندې جګړه (د واک نيولو لپاره له زور او تاوتريخوالي کار اخيستل) تېزوي. منتقدين د طالبانو لپاره لابي‌ګري «تروريزم ته مشروعيت ورکول» بولي. دوی استدلال کوي چې د لابي‌ګرۍ په پايله کې د طالبانو په رسميت پېژندل، نه يوازې په افغانستان بلکې په نړيواله کچه بنسټپالنې ته وده ورکوي.