اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د پراختيا موسېسې يا CDDO په نوم يوې نړيوالې موسېسې د پيسو بدل کې د کار کولو پروژه پېل کړه، چې څه باندې ۲۵۰۰ بې روزګاره ځوانانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
د دغه ولايت لپاره د طالبانو د کليو او بيارغونې رياست مسوولين وايي، ياده پروژه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۰ د تلې) پېل شوې چې يوه مياشت به دوام وکړي او ځايي خلک به د خپلې سيمې سړکونه، ویالې او کاريزونه پاکوي چې وروسته به ورته په بدل کې فی نفر ته د يوې مياشتې ټاکل شوې څه باندې ۱۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
خلک هم له دې اقدام خوښ دي او وايي، د خوراکي توکو پر ځای دې نور موسېساتو هم ورته چاره ترسره کړي تر څو له یوې خوا بې روزګاره ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر او له بلې خوا به ورسره د سيمې د بيارغونې برخه کې هم پراختيايي کارونه ترسره شي.
پکتيکا کې له دې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام يا WFP له لوري د کار په بدل کې خلکو ته نغدې پيسې او يا هم غنم ورکول کېدل.
د نړيوالو موسېساتو له لوري دا چاره له دې امله ترسره کيږي چې هيواد کې د کاري فرصتونو نشتون له امله ګڼ شمېر ځوانان بې روزګاره دي او یا هم د مزدورۍ لپاره بهرنيو هېوادونو ته په قاچاقي لارو تګ ته مجبوره شوي دي.