د ښوونکي نړيواله ورځ؛ د خوست او کندهار ښوونکي د معاش له کموالي شکایت کوي

اطلاعات روز: هیواد کې د ښوونکو د نړیوالې ورځې نمانځلو سره هممهاله د خوست او کندهار د دولتي ښوونځيو ښوونکي د میاشتنۍ تنخوا له کموالي شکایت کوي او وايي، هغه پيسې چې دوی ته د مياشتې ورکول کيږي د ژوند اړتياوې پرې نه شي پوره کولی.

د اکتوبر پنځمه چې د تلې له ۱۳مې نیټې سره سمون خوري د ښوونکو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د خوست او کندهار یو شمیر ښوونکي زیاتوي چې د لومړنيو توکو بيې خورا لوړې شوي او د نورو مصارفو سربېره هغه معاش چې دوی ته ورکول کيږي، اړتياوې پرې نه شي پوره کولی.

د خوست ولايت د مرکز يو دولتي ښوونځي ښوونکي عظيم خان دولتي ښوونکو ته د معاش په لوړېدو ټينګار کوي او وايي، ستړي کار ته په کتو يې میاشتنۍ تنخوا کمه ده چې د نوموړي د کورنۍ مصارف نه شي پوره کولی.

نوموړی زياتوي، چې د تېر او د اوسني نظام مسوولينو له ښوونکو سره بار بار د اوسېدو ځمکې د ورکړې ژمنې کړې خو تراوسه يې نه دي عملي کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د خوست ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې رياست مسوولينو ژمنه کړې وه چې د دغه ولايت د دولتي ښوونکو شته ستونزو ته به رسېدنه کوي.

ورته مهال کندهار کې بیا ښوونکي دوی ته د معاش په ژر ورکړې او زیاتیدو ټینګار کوي.

د کندهار د تیمور شاهي لېسې ښوونکی شریف الله شرافت وایي، دغلته زیاتره ښوونکي نور عاید نه لري او یوازې همدې معاش ته ګوري چې هغه هم پر وخت نه ورکول کېږي.

نوموړی د طالب مسوولینو غوښتنه کوي چې د دوی تنخواوې دې زیاتې او پر وخت دې ورکړي.

دغلته د احمدشاه بابا د لېسې ښوونکی احمدالله صافی هم ورته غوښتنه لري، خو وایي ډیر کله د ښوونکو معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي چې له امله یې بیا دوی پوروړي او ژوند کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د ښوونکو د معاش ستونزه یوازې دا چې په خوست او کندهار کې ده، بلکې په ټول هیواد کې د دولتي ښوونځیو ښوونکي شکایت کوي چې د دوی معاش کم او کومې ژمنې چې تېر او د طالبانو اوسني حکومت وسره کړي عملي شوي نه دي.