Photo: Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Madrid

په هسپانيا کې د افغانستان سفارت په قونسلي چارو کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزارت سره د تعامل خبر ورکړ

اطلاعات روز: د هسپانيا په مادريد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې په «قونسلي چارو» کې په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزارت سره تعامل کې دی.

دې وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې تېره شپه (جمعه، ۱۴ د تلې) يې خپره کړې، ويلي چې د افغانستان او د دې هيواد د وګړو استازيتوب کوي.

په دې اعلاميه کې د افغانستان وګړو ته په خطاب کې ويل شوي: «د دې لپاره چې ستاسو ګرانو هيوادوالو لپاره د ښو او پر وخت مشکلاتو د وړاندې کولو په لړ کې ستونزې نه وي؛ دا سفارت په قونسلي چارو کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی او له معمول سره سم د قونسلي چارو د تاييدۍ اسناد په کابل کې بهرنيو چارو وزارت ته لېږي.»

په هالنډ کې د افغانستان سفارت هم تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکې لري.

دې سفارت هم په يوه اعلاميه کې ويلي و، چې دا سفارت د هيوادوالو ستونزو ته د رسيدګۍ او قونسلي خدماتو د وړاندې کولو په موخه «د افغانستان (طالبانو) د بهرنيو چارو له وزارت سره تعامل» کوي.

له هيواده بهر د افغانستان ډیری استازورلۍ د پخواني حکومت له ډيپلوماټانو سره دي. تراوسه د سيمې د هيوادونو په ګډون يو څو هيوادونو د طالبانو سفيران منلي دي.

همدا راز د پخواني حکومت ځينې ډيپلوماټان هم له طالبانو امر اخلي. له دې سره-سره تراوسه هيڅ هيواد د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسميت نه دی پېژندلی.