د کندهار د لېرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي په روغتیایي مرکزونو کې د درملو له کمښت سر ټکوي

د کندهار د لېرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي چې د څه مودې راهیسې دغلته د روغتیایي مرکزونو سره د درملو او نورو طبي توکو مرستې ځنډیدلي چې له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې د لېرې پرتو ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري ۷۰ قلمه درمل او طبي توکي ورکول کیدل، چې اوسمهال یادې مرستې ځنډیدلي دي.

ځایي اوسیدونکي وايي، له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې په روغتيايي مرکزونو کې د درملو نشت له ستونزو سره مخ کړي او اړ دي چې د درملنې لپاره د کندهار ښار روغتونونو ته مراجعه وکړي.

سردار محمد چې د ډنډ ولسوالۍ څخه ميرويس حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه راغلی وايي، په ولسوالۍ کې یې روغتيايي مرکزونه درمل نه لري او ټول خلک خپل ناروغان کندهار ښار ته راولي.

نوموړی زیاتوي، چې په روغتیایي مرکزونو کې د درملو نشتون د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی ځکه په خبره یې، ترڅو چې ناروغ تر ښار پورې رسوي حالت یې نور هم خرابیږي.

سردارمحمد وويل: «موږ کلينيک ته ورغلو ډاکټرانو يې نسخه راکړه ویل یې دوا بايد خپله راونیسئ نو ګټه يې څه شوه، اوس راغلي يو چينايي شفاخانې ته دلته هم دوا په پيسو ده خالي نسخه په لاس درکړي، نو د دوی او شخصي شفاخانو نو څه فرق شو.»

خلک وایي، دولتي روغتیایي مرکزونو کې یوازې نسخه ورکول کېږي، درمل نه ورکول کېږي

هغه له واکمن حکومت او نړيوالو روغتيايي بنسټونو غواړي چې یادې برخه کې دې دوی ته پام وکړي.

همدارنګه د پنجوايي ولسوالۍ اوسیدونکی صفت الله هم ورته شکایت کوي او وایي، چې په کلینیکونو کې ورته اوس وړیا درمل نه ورکول کېږي او اړ دي چې ښار ته مراجعه وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې خلک د خراب اقتصاي وضعیت له امله نه شي کولای چې په شخصي درملتونونو کې د ځان لپاره کیفیت لرونکي درمل وپیري ترڅو ژر ښه شي.

نوموړي وویل: «پخوا يې لا يو پاکټ د سر درد ګولۍ او زکام راکولې اوس هغه هم نشته وايي، مرسته بنده شوې.»

د ارغنداب اوسيدونکی احمد الله بیا وایي، چې د دغه ولسوالۍ په روغتیایي مرکزونو کې نه یوازې دا چې درمل نشته بلکې د ډیرې مودې راهیسې یې د کارکوونکو تنخواوې هم نه دي ورکړل شوي.

هغه وویل: « د امارت د چارواکو څخه مې دا خواهش دی چې دا د وطن ستونزې په ښه توګه حل کړي، دا دوه درې کاله کېږي چې موږ د مشکلاتو سره مخ يو اقتصاد مو کمزوری دی، پيسې نشته او درمل په پيسو شوي، نو تاسو په ګريوان کې سر دننه کړئ بيا درته معلومیږي.»

د کندهار اوسیدونکي وایي، د لېرې پرتو ولسوالیو ترڅنګ مرکز کې میرویس حوزوي روغتون هم د درملو له کمښت سره مخ دی

دغه راز د کندهار ښار اوسیدونکي بیا د ميرويس حوزوي روغتون په ګډون د ښار په ټولو دولتي روغتيايي مرکزونو کې د درملو د کمښت خبره کوي او وایي، چې تراوسه په دې برخه کوم د پام وړ اقدام نه دی شوی.

د کندهار ښار اوسیدونکی بلال احمد وایي، تردې وړاندې يې په ميرويس حوزوي روغتون او نورو دولتي کلينيکونو کې وړيا درملو ته لاس رسی درلود، خو په خبره یې چې اوس بايد هر سړی د خپل ځان لپاره په شخصي درملتون کې درمل واخلي.

نوموړي وويل: «په چينايي شفاخانه کې يې پخوا دواوې ورکولې خو اوس چې مريض ورولو دوی پر بازار نسخه راکړي، که موږ مجبوره نه وای موږ دولتي شفاخانه څه کوله خو شخصي ته به ورتلای، بيا اوس تر پخوا دواوې بيخي ډيرې ګرانې شوي، د خوار او غريب خو وس نه پرې رسېږي.»

هغه د ټولو بشري روغتیایي بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان له روغتیایي مرکزونو سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

بلخوا کندهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین د خلکو یادې ستونزې مني او وایي، چې د حل په موخه يې له يونيسف او باران موسېسو له ولايتي مسوولينو سره خبرې پېل کړي دي.

د کندهار د عامې روغتيا رياست لپاره د طالبانو وياند ډاکټر عبدالمنان کاکړ وايي، ډير ژر به د دې ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د درملو د نشت ستونزه هواره شي.

هغه زیاتوي، د يونيسف او باران موسېسو مسوولینو ورته د همکارۍ د بیرته پیلیدو ډاډ ورکړی او به نږدې راتلونکي کې به بیرته اړوند روغتیایي مرکزونو ته درمل ولیږدوي.

ده وويل: «تقريبا په کندهار ولايت کې هیلټ پروژې چې د باران موسېسې تر چتر لاندې کار کوي او د يونيسف موسېسه يې مالي لګښت ورکوي تر ۱۱۴ کلينيکونو پورې چې په هغه کې غټ کلينيکونه هم شامل دي او د سپين بولدک د ولسوالۍ روغتون په‌کې شامل دی درمل او ټول اکمالات ورکول کېدل، دغه کلينيکونه اوس په زياته اندازه باندې د درملو د کمبود سره مخ دي، خو د حل لپاره يې کار روان دی.»

ورته مهال د باران موسېسې ځايي مسوولين بیا وایي، چې يونيسف ورسره د نامعلومو دلايلو له مخې خپلي مرستې ځنډولي او اوس د درملو له کمښت سره مخامخ شوي دي.

د دوی په خبره چې يونيسف موسېسه په هرو دريو مياشتو کې د درملو مرسته کوي خو اوس يې دغه مرستې له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې ځنډولي دي.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې د کندهار ميرويس حوزوي روغتون د سره صليب نړيوالې کميټې له ‌لوري تمويلېده، خو يادې کمېټې له دغه روغتون سره په تېر سپتمبر مياشت کې هر ډول مرستې درولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه