اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزیر حسين امير عبداللهيان خبرداری ورکړی چې که په غزه کې د اسراييلو «جنګي جنايت» دوام وکړي، په سيمه کې هر ډول شونتيا شته ده.
هغه ویلي، چې د ايران اسلامي جمهوريت به د اسراييلو د جنګي جناياتو د مخنيوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې عبداللهيان دا څرګندونې په قطر کې د حماس د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه او د دې ډلې له نورو مشرانو سره په ليدنه کې کړې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د فلسطين مسئله د پخوا په څېر د اسلامي نړۍ مهمه موضوع ده او «له هغې څخه ملاتړ يو ديني، انساني او اخلاقي مسووليت دی.»
ده زياته کړې: «نن بايد تر بل هر وخت په زياته کچه ټول مسلمانان او مؤمنان او ټول ازاد انسانان د فلسطين او د هغه د مظلوم ملت تر څنګ ودرېږي.»
عبداللهيان اسراييل په جنګي جناياتو تورن کړي او ويلي يې دي چې د دې جناياتو کچه ډېره لوړه ده.
ده زياته کړې: «که په غزه کې د صهيونيستي رژيم جنګي جنايات دوام وکړي، په سيمه کې د هرڅه شونتيا شته.»
د اسراييلو او حماس جګړه پر اسراييلو د حماس تر بريدونو وروسته پېل شوه.
اسراييل له تېري يوې اونۍ راهيسې پر غزه بمبارۍ کوي او اوسمهال پر دې سيمه نظامي بريد ته چمتووالی نيسي.
د فلسطين د دولت روغتيايي چارواکي وايي، چې د اسراييلو د بريدونو له کبله تراوسه دوه زره او ۲۰۰ تنه وژل شوي او ټولټال اته زره او ۷۰۰ نور ژوبل دي.
د اسراييلو پر سويل د حماس د بريد له کبله هم تر یو زرو او ۳۰۰ زيات کسان وژل شوي او تر سلو زيات کسان يرغمل نیول شوي دي.