سږکال د کندهار د انارو حاصلات زیات، خو ډیره برخه یې چاودلي او بازار یې پېکه دی

کندهار کې یو شمیر سوداګر او بڼوال وایي، چې سږکال دغلته د انارو حاصلات ډیر، خو د چاودیدو له کبله یې بهرنیو مارکیټونو ته صادرات کم او ترڅنګ یې د پلور بازار هم پېکه شوی دی.

د کندهاري انارو د پلور لومړنی مارکیټ پاکستان بلل کېږی، خو سږکال دغلته د انارو د پلور مزه نشته او اوس مهال افغان سوداګر بدیلو هیوادونو ته د صادراتو په هڅه کې دي او هېله مند دي چې انار به د هند په ګډون تاجکستان، قزاقستان، روسیې او ځینو نور هیوادونو ته صادر کړي چې د دې هیوادونو له منځه یې اوس مهال یوازې هند ته صادرات پېل کړي دي.

تېرکال که څه هم د کندهار د انارو حاصلات ډير نه وو، خو د پاکستان سربېره هند، روسیې او ځينو نورو هيوادونو ته زرګونه ټنه صادر شوي وو.

کندهار کې د سړې هوا له کبله زیاته برخه انار چاودیدلي دي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو سوداګر زلمی خان وايي، سږني انار په زياته پيمانه د وچکالۍ او سړې هوا له امله چاودلي او له هيواده بهر يې څوک رانيولو ته زړه نه ښه کوي.

هغه زياتوي، تېرکال يې دا مهال هند او پاکستان هيوادونو ته تر ۳۰۰ ټنه پورې تازه انار صادر کړي وو، خو سږکال يې تراوسه هند ته ۲۰ ټنه صادر کړي چې هغه هم د تېرې اونۍ راهیسې په چمن کې د نامعلومو دلايلو له ‌مخې بند پاتې دي.

نوموړي وويل: «انار سږکال ډير کمزوري وو، چاودلي یې کول ډير زيات کم شول، اکثره باغونه چې مخکې سوداګرو رانيولي وو، اجارې يې کړي وې هغوی د تاوان سره مخ دي، په خاطر د دې چې دوی پر ۱۰۰۰ کرېټه يو باغ رانيولی و، هغه پر ۵۰۰، ۶۰۰ ولاړ دی، ۴۰۰ يا ۳۰۰ کرېټه يې کمبود ورکړی.»

دغه سوداګر زیاتوي، چې د چاودلو انارو څخه انار دانه جوړېږي، خو په وينا يې چې سږکال انار دانه هم د نورو کلونو په پرتله ډيره په ټيټه بيه پلورل کېږي.

د انارو یو بل سوداګر حاجي خالق داد هم د ورته ستونزو یادونه کوي او وایي، سږکال يې د پاکستان پر ځای هند ته د تازه انارو صادارت پېل کړي، خو په خبره یې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګريزه برخه کې د ستونزو له‌امله يې تراوسه انار د هند بازارونو ته نه دي رسیدلي.

هغه د طالبانو له حکومت غواړي چې باغ لرونکو ته کيمياوي سرې او زراعتي درمل ورکړي ترڅو ترلاسه شوي حاصلات يې له طبیعي افتونو او امراضو څخه خلاص پاتې شي.

د ده په وينا: «انار ډک وو، حاصل يې کړی وو، اما وچاودل يا وراسته شول، اوس موږ نه پوهيږو چې دا لامل يې څه شي دی، د پاکستان سربېره دې موږ ته نورې لارې هم پيدا شي، چې دوبۍ ته ولاړ شي، بل دولت ته ولاړ شي، بل دولت ته ولاړ شي، يوازې خو دا پاکستان نه دی که دا لار راباندې بنده شي باره موږ په انارو څه چم وکړو.»

سږکال د کندهار انار د پاکستان ترڅنګ هند ته هم صادر شوي دي

په همدې حال کې د ارغنداب ولسوالۍ يو بڼوال او سوداګر عبدالرازق بیا وایي، چې سږکال بڼوالو او سوداګر د طبیعي افتونو او پراخ مارکیټ نشتون له امله د زیان سره مخ دي. نوموړی غوښتنه کوي چې دوی ته دې د طالبانو حکومت د ویزو ترڅنګ هوایي دهلیز او د سوداګرۍ داسې اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو وکولای شي خپلې تازه میوې هند، تاجکستان، قزاقستان روسیې او نورو اسیایي هیوادونو ته صادرې کړي.

نوموړی زیاتوي، که واکمن حکومت دوی ته یادې اسانتیاوې برابرې کړي، نو له یوې خوا به د پاکستان له محتاجۍ خلاص شي او له بلې خوا به خپل حاصلات د کالدارو پر ځای د نورو هیوادونو په با ارښته پیسو وپلوري.

هغه وويل: «ويزه په تکليف ده، په يوه رقم نه پيدا کېږي، انار هندوستان ته تراوسه سم نه دي رسېدلي، موږ دغه ته متوجې يو چې اوس سم ورسیږي چې څنګه دي، هند ته سږکال ناوخته د انارو رسېدو لامل دغه دی چې دوې ورځې په بولدک کې ولاړ وي، د پاکستان چې وس ورسیږي هر خنډ موږ ته جوړوي.»

ورته مهال د کندهار د کرنې په رياست کې د طالبانو د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسي سږکال په دې ولایت کې د انارو د زیاتوالي خبره کوي او زیاتوي چې دغلته پر ۱۸زره هکټاره ځمکه له ایښودل شویو باغونو څخه به نږدې درې لکه میټریک ټنه حاصلات راټول شي.

هغه وويل: «د امراضو په برخه کې که ووايو سږکال تر نورو کلو يې کيفيت ښه دی، مرض کم لري، په حاصلاتو کې يې زموږ د اټکل له مخې ۱۰ الا ۱۲ فيصده زياتوالی راغلی، چې د کمیت او کیفیت له لحاظه سږکال په دواړو کې ښه دي.»

که څه هم سوداګر د انارو د پېکه بازار او بهر ته د صادراتو په برخه کې له ستونزو سر ټکوي، خو د کندهار د کرنې ریاست کې د طالبانو مسوول وایي، چې د پخوا په پرتله بازارونه ښه شوي او د صادراتو لړۍ په عادي ډول روانه ده.

دغه راز کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې سږکال دغلته د انارو حاصلات زیات او دوی یې هم پاکستان او هند ته صادرات پېل کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حاجي عبدالباقي بينا په دې اړه وویل: «تراوسه ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار هند، قزاقستان او ډير يې پاکستان ته صادر شوي دي.»

د معلوماتو له مخې د کندهار ارغنداب، ارغستان، پنجوایي، ډنډ او دامان هغه ولسوالۍ دي چې د انارو ډیر حاصلات له همدې ځایه لاسته راځي او بهر ته صادریږي.