انځور: د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رياست

د مطالعې د دودولو هڅې؛ لوګر کې د کتابونو د يو ورځني نندارتون پرانيسته وشوه

اطلاعات روز: په لوګر ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د کتاب يو ورځنی نندارتون پرانيستل شو چې مسوولين يې د مطالعې د دود را ژوندي کولو هڅه بولي.

د دې ولايت له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا نندارتون نن (پنجشنه، ۴ د لړم) د لوګر په مرکز پل علم ښار کې پرانيستل شو چې پکې له عامه کتابتون سربېره د خصوصي کتاب پلورنځيو کتابونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د لوګر لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس رفيع الله صميم له ځوانانو څخه غوښتي چې په دې ولايت کې د مطالعې عامولو لپاره له دوی سره همکاري وکړي.

انټرنيټ او کمزوری اقتصاد هغه لاملونه دي چې د نورو ولايتونو سربېره يې لوګر کې د مطالعې دود پيکه کړی او لوستي ځوانان دا د اندېښنې وړ بولي‌.

دوی د اطلاعاتو او کلتور رياست ترڅنګ له ملي سوداګرو غوښتنه کوي چې له زده کړيالانو سره د درسي کتابونو په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته مهال کې بيا ياد ولايت کې د خصوصي کتاب پلورنځيو مسوولين هم د مطالعې پيکه کېدل مني او وايي، د پخوا په پرتله د کتابونو پلور په پام وړ کچه کم شوی دی.

د کتابونو د بيو لوړوالی، اقتصادي ستونزې، ټولنيزې رسنۍ او دې ته ورته ځينو نورو لاملونو په هيواد کې د مطالعې دود پيکه کړی. له همدې وجې د کتابونو په خرڅلاو کې په بېساري ډول کمښت راغلی دی.