کرونا

افغانستان کې کرونا؛ ۱۸ تنه پرې اخته او یو تن مړ شوی دی

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۰۹۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۸ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، هلمند او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۴۲۰ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته یو ۲۴ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۱۳۳ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته یو ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په  هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۴۱۹ تنو ته ورسېد.