ننګرهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال به د دغه ولایت له پنځو ولسوالیو شاوخوا ۱۵۰ مټریک ټنه حاصلات را ټول کړي، چې د تېر کال په پرتله په کې شاوخوا پنځوس ټنه کمښت راغلی دی.
د یاد ریاست طالب چارواکي د جلغوزو په حاصلاتو کې د کموالي لامل د طبیعي افتونو زیاتوالی او د غوټو د را ټولونې پر مهال د عصري وسایلو نشتوالی یادوي.
د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو د کرنیزو خدمتونو او ترویج آمر قاري سید آغا په دې اړه وویل: « د پروسږکال په نسبت به سږکال پنځوس شپېته فیصده حاصل ولرو، په ځېنو ولسوالیو کې خو بېخي حاصل راټولېږي نه، سږ کال زمونږ د اټکل له مخې په ننګرهار کې د سلو او دوه سوه ټنو ترمنځ به حاصل ورکړي، چې پروسږکال څه باندې دوه سوه ټنه حاصلات را ټول شوي وو.»
بل لور ته ننګرهار کې د جلغوزیو سوداګر او کاروباریان د جلغوزیو کم حاصل اندېښمن کړي او وايي، چې په کور دننه د مناسب بازار او بهر ته د جلغوزیو د لېږد په برخه کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله یې ګڼ مالي زیانونه لیدلي دي.
دوی زیاتوي، چې د طبیعي افتونو له امله جلغوزیو حاصلات کم شوي او دوی یې له مالي ستونزو سره مخ دي.
دوی غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې له بزګرانو سره د عصري وسایلو مرسته او روزنه ورکړي، ترڅو دوی وکولای شي په آسانۍ د جلغوزیو حاصلات راټول او د حاصلاتو د ضاېع کېدو مخه ونیول شي.
د جلغوزیو کاروباريان سید امین او مېرزا محمد وايي: « دهقانانو سره باید کومکونه وشي، دوی ته وسایل ورکړل شي، چې دوی جلغوزې په سهي طریقې سره وشکوي او په سهي طریقې وسایلو نه استفاده وکړي، چې راتلوونکي کال لپاره یا بل کار لپاره مېوه ضاېع نه شي. د طالبانو حکومت نه زمونږ دغه درخواست دی، چې مونږ ته داسې سټورونه جوړ کړي، چې دایم لپاره په کې وساتل شي او چې سټورونه جوړ نه کړي، همدا زمونږ حاصلات ځي پاکستان ته هلته په سټورونو کې ساتي او بیا زمونږ خپل حاصلات په مونږ یو په دوه خرڅوي.»
د جلغوزیو سوداګر بیا شکایت کوي، چې د هوايي دهلېزونو د نشتوالي له امله یې د تېر کال اتیا سلنه مالونه لا هم په کور دننه پاتې دي، چې دوی ته یې درانه مالي زیانونه رسولي دي.
سوداګر وايي، په لکونو ډالر پانګه یې په بهرنیو هېوادونو کې بنده پاتې ده او زیاتوي، چې د یادې ستونزې د حل لپاره د طالبانو حکومت سربېره له بهرنیو هېوادونو سره هم په اړیکه کې دي، خو تراوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
دوی غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې د یادې ستونزې د حل لپاره لازم ګامونه واخلي، ترڅو یې د مالي زیانونو مخه ونیول شي او په کور دننه د جلغوزیو شته محصولات بهرنیو بازارونو ته ورسول شي.
سوداګرو جان محمد او نور سلام وویل: « د تېر کال مال په سلو کې شل فیصده خرڅ شوی آتیا فیصده پاتې دی، هغه که په خارج کې دی هم پاتې دی، هغه که په داخل د افغانستان کې دی هم پاتې دی، هغه که په سټورونو کې دی هم پاتې دی. مونږ سفارتونو ته هم ویلي، کومې پیسې یا سرمایه چې د تجارانو بنده ده هغې باندې اقدام وشي او را ووځي، نو تراوسه پورې مو مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.»
سږ کال ننګرهار کې د جلغوزیو د حاصلاتو د کمښت له امله د جلغوزیو د بوټو د پاکونې په پروسه کې هم د بوختو کسانو شمېر له دوه سوو نیولې تر درې سوو رسېږي، چې تېرو کلونو کې همدا شمېر شاوخوا دولس سوه کسانو ته رسېده.
د طالبانو د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د ننګرهار په اتو ولسوالیو خوږیاڼو، شېرزادو، پچیراګام، هسکې مېنې، اچین، سپین غر، حصارک او کوټ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۷ سوه هکتاره ځمکه د جلغوزیو ځنګلونه آباد دي، چې سږکال یوازې له پنځو ولسوالیو حاصلات را ټول شوي، چې د تېر په پرتله یې حاصلات کمرنګه وو.
د ننګرهار ځايي خلک د طالبانو پر سرپرست رژیم غږ کوي، چې د جلغوزیو د حاصلاتو زیاتوالي او ملي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه دې د جلغوزیو نوي مصنوعي ځنګلونه کېنوي، ترڅو د جلغوزیو ونې او حاصلات ډېر او ګڼو خلکو ته د کار روزګار زمینه هم برابره شي.