کرونا

افغانستان کې کرونا؛ ۲۵ تنه پرې اخته او پنځه نور مړه شوي دي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۱۳۶ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۵ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، میدان‌وردګ، بادغیس او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۴۴۵ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته یو ۱۴۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۲۷۹ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته پنځو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په  هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۴۲۴ تنو ته ورسېد.