پکتيکا کې پر موسمي ناروغيو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

پکتيکا د هيواد له سړو ولايتونو څخه دی، دا مهال چې هوا سړه شوې په مرکز او ځينو ولسواليو کې يې ګڼ کسان په موسمي ناروغيو اخته شوي، چې زياته برخه يې ماشومان دي.

د دې ناروغيو له امله هره ورځ لسګونه کسان د ښرنې ملکي روغتون او نورو روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي، خو يادو مرکزونو کې د کافي درملو نشتوالی لويه ستونزه ياديږي.

بلخوا بيا پکتيکا کې روغتيايي مسوولين هم د موسمي ناروغيو په ډېرېدو خلکو ته سپارښتنه کوي چې د ځان او ماشومانو ساتنې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

د مرکز ښرنې يو تن اوسېدونکی روزي خان اطلاعات روز ته وويل، چې د هوا له سړېدو وروسته هره ورځ په زيات شمېر کې ناروغان ملکي روغتون او يا هم نورو خصوصي روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي.

نوموړی زياتوي چې په دغو ناروغانو کې زياته برخه ماشومان او سپين ږيري دي.

هغه وویل: «دلته په ښرنه کې ناروغۍ بېخي ډېرې شوې دي او تر ټولو په دې ناروغۍ لکه يو ځای يې چې سر درد کوي، ټوخی ولري، تبه او ذکام وي دا ناروغان زيات شوي او مونږ چې په خپل کلي او کور کې خبريږو نو زيات يې يا سپين ږيري وي او يا هم ماشومان.»

په موسمي ناروغیو زیاتره ماشومان اخته شوي دي. انځور: خواله رسنۍ

د ښرنې ښار يو بل اوسېدونکی هيواد هم د موسمي ناروغيو په ډېرېدو او روغتيايي مرکزونو کې د درملو په کموالي اندېښمن دی، نوموړی وايي، مرکزي روغتون زياتره مراجعه شوي ناروغان د درملو اخيستلو لپاره شخصي درملتونونو ته لېږل کيږي.

هيواد له عامې روغتيا رياست مسوولينو غوښتنه کوي چې ملکي روغتون کې د درملو کموالي ستونزې ته رسېدنه وکړي‌.

نوموړی په دې اړه داسې وايي: «روغتون ته په زيات شمېر کې هره ورځ ناروغان ورځي، خو په دې کې يې ۷۰ فيصده خلکو ته نسخې ورکول کيږي، تر څو درمل په شخصي درملتونونو کې په پيسو واخلي، دلته ستونزه دا ده چې خلک د اقتصادي ستونزو له مجبوريته ملکي روغتون ته راځي او که دوی يې شخصي ته ورليږي نو بيا د ملکي روغتون خدمات څه مانا لري.»

له ښرنې ښار ور هاخوا بيا په لېرې پرتو ولسواليو کې هم د موسمي ناروغيو له ډېرېدو د ځايي اوسېدونکو اندېښنې زياتې شوي، د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی شاه ولي ځدراڼ وايي، کورنۍ کې يې درې ماشومان د سر درد، تبې، ذکام او ستوني درد په ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړی زياتوي، چې د ارګون په روغتيايي مرکز کې کافي امکانات نشته نو خلک مجبور دي چې د ښرنې ملکي روغتون ته خپل ناروغان يوسي، خو په وينا يې چې هلته هم د زياتې ګڼې ګوڼې له امله ښه خدمات نه وړاندې کيږي.

شاه ولي غوښتنه کوي، تر څو ټولو روغتيايي مرکزونو ته د هغو موادو د کموالي مخه ونيسي چې په اوس کې ورته خلک او ناروغان اړتيا لري.

هغه په دې اړه وايي: «ارګون د څو ولسواليو لکه ګيان، برمل او ځينو نورو ولسواليو مرکزي ولسوالۍ ده، روغتون لري خو امکانات نه لري، زه کور کې درې ناروغان لرم ټول يې په دغه موسمي ناروغۍ اخته شوي دي، چې د ارګون روغتون ته يې يوسی هلته دوا نه پيدا کيږي او که وي يا به درته يو پاکټ د سر درد ګولۍ درکوي او يا هم د ذکام نو نور به په پيسو ورته اخلې.»

د ښرنې ملکي روغتون ډاکټران د سلا مشورو په حال کې. انځور: د پکتیکا ملکي روغتون

و مو غوښتل چې په دې اړه د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا رياست د مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بريالي نه شو، خو له دې وړاندې يې ويلي و، چې له دوی سره په واک کې شته امکانات يې ټولو روغتيايي مرکزونو ته ورکړي دي.

په مرکز ښرنې ملکي روغتون کې يو تن روغتياپال چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته په خبرو کې د موسمي ناروغيو د کچې زياتېدو برخه کې خلک ملامت وګڼل او ویې ويل، روغتيايي سپارښتنو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې په يادو ناروغيو د اخته کسانو شمېر زيات شي.

هغه غوښتنه وکړه، تر څو د هوا له رسېدو سره سم د ماشومانو ګرم ساتلو ته پام وشي.

ډاکټر وويل: «دلته خلک ډېره بېغوري کوي، مثلا هوا سړه شوه نو دوی ماشومانو ته پام نه کوي، تودې جامې نه ور اغوندي او کورونو کې يې تاوده نه ساتي، نو طبیعي ده چې ماشوم به ناروغه کيږي او شايد دا ناروغي که سخته شي د مړينې سبب هم کېدلی شي.»

پکتيکا د پراخه مساحت په درلودلو ۲۲ ولسوالۍ لري، چې ډيری يې له مرکز ښرنې لېرې موقعيت لري، دغو ولسواليو ته د غځېدلو لارو خرابوالي او په روغتيايي مرکزونو کې د امکاناتو کموالي له امله ځايي اوسېدونکي تر ډېره له کورني طبابت استفاده کوي او د خپلو ناروغانو درملنه پرې کوي.