ننګرهار کې سږکال د ګنیو حاصلات زیات او د ګوړې بازار ګرم شوی

اطلاعات روز: ننگرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، اوسمهال د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کامې، سره رود، کوز کونړ، بهسود او بټي کوټ کې ګني کرل شوي چې ډېره برخه یې په کامې ولسوالۍ کې ده.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني وایي، سږکال په ننګرهار کې پر  یو زرو ۹۵۳ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې به ترې شاوخوا ۸۸ زره ۸۶۵ ټنه حاصل ترلاسه شي.

هغه زیاتوي یادو ولسوالیو کې په زیاته کچه د ګنیو کښت شوی چې له ډېرې برخې یې ګوړه جوړېږي او تمه ښیي چې د حاصل په زیاتوالي به د ګوړې تولید هم لوړ وي.

سبحاني زیاته کړه: «سږکال د ننګرهار پنځو ولسوالیو کې ګني کرل شوي په ۱۹۵۳ هکټاره ځمکه او  ۸۸۸۶۵ حاصل به ولري او دغه راز به ورڅخه ۴۷۰۰ ټنه ګوړه ترلاسه شي، چې په دې اندازه د ګنیو حاصلات د تیر په پرتله څو چنده دي.»

نوموړی زیاتوي، کرنې ریاست له شاوخوا نهه زره هغه بزګرو سره د مشورې، درملو او نورو تخنیکي وسایلو په برخه کې هم مرسته کړې چې په خپلو ځمکو یې ګني کښت کړي وو.

بلخوا کروندګر له مسوولو ادارو څخه د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او د حاصلاتو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.

د وطن یار په نوم یو کروندګر ګر چې په کامه کې ګانۍ لري وایي، د وطنۍ ګوړې بازار ښه او پېرېدونکي یې زیات دي، ځکه خالصه او نور کیمیاوي توکي نه ورګډوي.

د نوموړي په خبره هیواد ته د پاکستانۍ ګوړې د واریداتو په بندیز یې بازانونه ښه شوی دی.

وطن یار وویل: «سږکال د ګنیو حاصل ډیر ښه دی او د ګوړې بیه هم ښه ده، یو من خالصه ګوړه په اووه سوه افغانۍ ده تیرکال پنځه سوه او شپږ سوه وه او لامل یې د پاکستان پر ګوړه بندیز دی.»

د کامې ګوړه. انځور: خواله رسنۍ

نوموړی زیاتوي، دوی دوه ډوله ګوړه تولیدوي چې یو یې ساده او بله یې فرمایشي یعنې «سونډينه» ده، چې په خبره یې له سونډینې سره بېلابېلې وچې میوې ګډوي او دلته یې د کاورنې سربېره خلک بهرنیو هیوادونو ته هم د ډالیو په توګه وړي.

بلخوا بیا د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، چې لاهم افغانستان ته په لویه کچه ګوړه له پاکستان څخه وارديږي.

دوی ټینګار کوي که د ګنیو کر دود او ترې د ګوړې جوړولو ګاڼۍ زیاتې شي نو تر ډیره به د ګوړې به برخه کې پر بهرنیو هیوادونو تکیه کمه شي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې اوسمهال په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ۱۴۴ د ګنیو ګاڼۍ فعالیت کوي، چې شاوخوا ۱۶۰۰ سوه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.