ډیر کار لږه ګټه؛ هلمند کې د پنبې پېکه بازار کروندګر ناهیلي کړي

د هیواد په سویلي حوزه کې هلمند یو له هغو ولایتونو دی، چې د کوکنارو د کښت ترڅنګ په کې پنبه هم کرل کېږي او د دغه بوټي کښت ته وروسته له هغه ډیری کروندګرو مخه کړه، کله چې د طالبانو حکومت د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه.

هلمند ميشتي کروندګر وايي، که څه هم دوی په خپلو ځمکو په پراخه کچه پنبه کښت کړې، خو په وينا يې چې هيڅ بازار نه لري او دا هېله یې هم له لاسه ورکړې چې سږکال به یې راټول کړی حاصل، شوی لګښت پوره کړي.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي نورمحمد چې په خپله ۱۵.۵ جریبه ځمکه یې پنبه کښت کړې وایي، هېله يې درلوده چې د نور کښتونو په پرتله به د پنبې له کښت څخه ډیر عاید ترلاسه کړي، خو په خبره يې چې اوس یې د ګټې تمه شلیدلې او دانه داره پنبه یې په کمه بیه پلورل کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې حکومت، تجاران او د پروسېس فابریکې ترې دانه داره پنبه په دومره ټیټ قیمت غواړي، چې د دوی شوي لګښتونه هم نه پوره کوي.

هغه وويل: «ما ۱۵.۵جريبه ځمکه باندې پنبه کښت کړې، اووه لکه افغانۍ مو مصرف کړی دی تر نيمايي مې زياته پنبه ټوله کړې، خپل مصرف یې نه دی جوړ کړی، دغه اوس چې ما ټوله کړې دغه پنبه څلور لکه ۵۰ زره افغانۍ کېږي.»

په دې ولایت کې ګڼ شمير نور کروندګر هم ورته خبره کوي او زياتوي چې سږکال د پنبې حاصلات هيڅ بازار نه لري او په مارکیټ کې په ډير کم قيمت له دوی څخه دانه داره پنبه اخيستل کېږي.

یو بل کروندګر محمد ولي چې سږکال يې پر خپله دوه جريبه ځمکه پنبه کرلې وايي، چې د پنبې حاصلات يې په مارکيټ په ډير ټیټ قيمت اخيستل کېږي او له حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی پنبې لپاره دې بازار پیدا کړي.

نوموړي وویل: «د پخوا په پرتله بیخي ډيره شوې، په عام بازار کې نرخونه ډير ښکته دي بزګران چې کوم مصروفونه کوي هغه په اوس بازار کې نه ورته جوړوي.»

ورته مهال هلمند کې د بُست دولتي فابریکې مسوولين د پنبې د پېکه بازار خبره تاییدوي او شکایت کوي، چې نړیوال بازار کې د مالوچو بیه ښکته شوې او دوی تر اوسه د تېر کال د پیرل شوې پنبې لپاره نړيوال بازار نه دی موندلی.

د یادې فابریکې لپاره د طالبانو تجارتي مسوول حمید الله مظهري وایي، چې دوی د تېر کال ۱۳ سوه ټنو پروسېس شویو مالوچو لپاره مارکیټ نه دی پیدا کړی او د همدې له امله یې د مالیې وزارت څخه سږکال سل میلیونه افغانۍ پور اخیستی دی.

نوموړی زیاتوي، چې دوی پنبه په درې برخو ویشلې، چې د اولې درجې قیمت کیلو ۴۸ افغانۍ ټاکل شوی او سږکال به له کروندګرو څخه يوازې ۴۵۰۰ ټنه دانه داره پنبه وپیري.

هغه وویل: «بهرنی بازار يا مارکيټ لويدلی، د خامو مواد قيمت لوړ تللی او نړيوال مارکيټ ښکته راغلی، مالوچ په هغه قيمت نه پلورل کېږي چې تېر کال پلورل کيدل.»

دغه راز هلمند کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولين د پنبې د بیو په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې سږکال د دغه ولایت په ۴۹ زره ۷۵ هکټاره ځمکه دانه داره پنبه کرل شوې، چې په تخمیني ډول به دوه لکه ۱۱زره او ۲۲ ټنه حاصل ورکړي.

بلخوا بیا هلمند کې د طالبانو والي مولوی عبدالرحمن کندزی وايي، چې دوی هڅه کوي د کرونګرو سږنۍ پنبې لپاره بازار پیدا کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ به کوښښ وکړو لکه تراوسه چې مو کړی دی لکه څنګه چې د دغې فابريکې څه ډول توليد دی د بازار لپاره به هم يوه لاره ورته پیدا کړو.»

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې پروان، کونړ، ارزګان، فاریاب، هرات، بغلان، جوزجان، کندز، لغمان، تخار، کاپیسا، ننګرهار، بلخ، سمنګان، سرپل، کابل او هلمند هغه ولایتونه دي، چې په کې پنبه کرل کیږي، چې هلمند د پنبې د کښت په برخه کې یو له نوموتو ولایتونو څخه و.