جاپان له افغانستان سره ۵۸ میلیونه ډالر مرسته کوي

اطلاعات روز: په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې دغه هېواد به له افغانستان سره ۵۸.۴ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د جاپان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو مرستو موخه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو او لومړنیو اړتیاوو برابرول دي.

دغه سفارت ویلي: «موږ هیله لرو چې دا مرسته به د افغانانو د عزت او پر ځان بسیا ژوند په ساتلو او ښه کولو کې مرسته وکړي.»

په پام کې ده چې د جاپان نوې مرسته به د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني غیر دولتي سازمانونو له لارې تر خلکو ورسیږي.

د جاپان سفارت ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه پورې د دغه هېواد ټولې مرستې ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

په تازه توګ اروپايي ټولنې هم د لومړنیو خدمتونو د پیاوړتیا او د افغانانو د ژوند د ښه والي په موخه د ۱۴۲.۸ میلیونه یورو په ارزښت د مرستې بسته ځانګړې کړې ده.

دغه ټولنه وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت راهیسې چې طالبانو واک اخیستی، افغانستان سره یې ۱.۲ میلیارده یورو کمک کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې (سیګار) د شمېرو له مخې، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشت راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره ۲.۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

له دې مرستو سره سره په افغانستان کې مرستندویه ادارې وايي، چې د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

له بلې خوا د مرستو رسولو او د مرستو د انتقال په بهیر کې د طالبانو د لاس لرلو راپورونه ورکړل شوي دي.

څه موده وړاندې د سیګار مشر جان ساپکو د امریکا د استازو مجلس ته ویلي و، چې طالبان د دغه هېواد د مرستو ډېره برخه منحرفوي او یا ترې ګټه پورته کوي.